No-IMG

د ورور حکمتيار لخوا سيلاب ځپلو ته تسليت او شهيدانو ته دعاء

بسم الله الرحمن الرحيم

د وروستيو سختو ورښتونو او سيلابونو له کبله؛ په پروان، ميدان وردگ، لوگر، ننگرهار، پکتيا او ځينو نورو سيمو کې اوسېدونکو ته ډېره مرگ ژوبله او زيات مالي تلفات اوښتي، دې ناڅاپي پېښو، د جنگ ځپلي افغانستان او دردېدلو مظلومو افغانانو پرهارونه لازيات او ژور کړل، دعاء کوو چي الله تعالی زمونږ ولس له دې دردونو او غمونو وژغوري، شهيدانو ته په جنت کې لوړي درجې، ورثه وو ته ئې اجر او صبر، مجروحينو ته عاجله او بشپړه شفاء او سيلاب ځپلو ته نېکه بدله او عوض ورکړي، په خپل پراخ او وسيع رحمت سره د جگړو او ناامنيو خونړی ټغر ټول کړي، ډاډمنه او تلپاته سوله تأمين او په خپلواک، مستقل او له غمونو او ناامنيو فارغ افغانستان کي؛ پر افغانانو سوکاله ژوند پېرزو کړي، اللهم ربنا آمين.

 

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟