No-IMG

د حضرت عمر رضي الله عنه زوی ولاړ، اوښ یې خرڅ کړ او ګټه یې بیت المال ته وسپارله

اکرام واحدی

 

حضرت عمر رضي الله عنه یوه ورځ بازار ته ووت، د اوښانو پلورلو ځای ته ورغی ګوري چې یو اوښ د نورو اوښانو څخه ډېر چاغ او تیار دی. پوښتنه یې وکړه ویل یې دا اوښ د چا دی؟

 ورته وویل شول چې: دا د عبدالله ابن عمر اوښ دی!

 حضرت عمر رضي الله مخ تک سور شو او په قهر یې وویل:

 واه واه عبدالله ابن عمر! عبدالله ابن عمر!

د امیرالمؤمنین ځوی!

 تاسو عبدالله ماته را وغواړئ

عبدالله ابن عمر  راغی او د پلار مخې ته  ودرېده. ور څخه یې پوښتنه وکړه ځویه دا څه دي؟

عبدالله ابن عمر رض وویل: ای امیرالمؤمنینه، دا زما اوښ دی، په خپل مال مې اخیستی، لږ کمزوری وو ما څړځای ته ولیږه چې لږ چاغ شي او بیا پکې د نورو تاجرانو په څېر ګټه وکړم.

حضرت عمر رضي الله عنه په قهر ورته وویل: هو کنه، خلکو به ویل چې دا د امیرالمؤمنین د ځوی اوښ دی، خوراک ورکړئ، اوبه ورکړئ او له هر چا وړاندې به ستا د اوښ خوراک څښاک اماده کېده، بس اوس دې اوښ دومره چاغ شوی چې  ښه ګټه به درته وکړي.

عبدالله ابن عمر رض غلی ولاړ وو، امیرالمؤمنین ورته وویل: لاړ شه اوښ دې خرڅ کړه، خپلې پیسې دې واخله او چې څومره یې وګټلې هغه بیت المال ته حواله کړه.

حضرت عبدالله ابن عمر رض وویل: بلکل، په سر سترګو، همداسې به وکړم!

ولاړ، اوښ یې خرڅ کړ او ګټه یې بیت المال ته وسپارله...

رضي الله عنهما وارضاهما

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک