No-IMG

قاري احمد؛ د قومندان حاجي صاحب حيات ځوى په ايران کي په شهادت رسول شوى

انا لله و انا اليه راجعون.

الله تعالى دې د شهيدانو او نيکو بندګانو په قطار کي محسوب وګرځوي.

26 کلن قاري احمد، چي پدې کم عمر سره پخوا په بګرام زندان کي هم څو کاله زنداني پاته شوى، زجر او تکليفونه يې ګاللي، خورا دين داره، لمونځ ګزاره، له الله تعالى وېرېدونکى، او بااخلاقه ځوان وو.

ايران ته په قانوني ويزې ولاړ. هلته يې د عمان ويزه ترلاسه کړه. په همدغو ورځو کي عمان ته په سفر او هلته د کار او مسافرۍ ژوند لپاره روان وو، چي د غلو له لوري په چل او فريب سره اختطاف کړل شو، او بيا په بې رحمۍ سره ووژل شو.

اختطاف ګران په ايران کي نيول شوي. دوه د تخار اوسيدونکي افغانان او يو ايرانى پکي شامل دي. خداى خبر، دغو غلو به څومره نور جنايتونه کړي وي چي بالآخره د پوليسو لاس ته لوېدلي.

د نوموړي جسد لا افغانستان ته ندى انتقال شوى. کله چي جسد را ورسيږى، بيا به د کورنۍ او دوستانو له خوا د جنازې ځاى او وخت مشخص او دوستانو او وروڼو ته ابلاغ کړل شي.

تر هغه مهال کولى شئ خپله غمرازي د حاجي صاحب حيات کورنۍ سره شريکه کړئ، له يوې خوا د ثواب او اجر په نيت او له بلې خوا غمجنې کورنۍ ته د تسليت او تعزيت په هدف.

مونږ ټول افغانان او مسلمانان د يوه جسد حيثيت لرو. بايد دردونه احساس کړو، له يو بل سره په خوشحالۍ او غم کي شريک اوسو ترڅو خپل ټولنيز او ديني مسئوليت مو اداﺀ کړى وي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک