No-IMG

حکمتيار: كه حزب اسلامي نه وى جوړ شوى؛ نو نه به افغانانو د شوروي مقابله كړې وه او نه د ناټو

د ښاغلي حکمتیار پر وينا حزب الله او حزب الشيطان اصطلاحات د قرآن ابتكار دئ؛ تر دې وړاندي سابقه نه لري، رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايي: زه الله تعالى په پنځگونو گمارلى يم؛ تاسو پرې گمارم؛ لومړى ئې جماعت او حزب جوړول او له يوه امير سره بيعت دئ؛ حقيقت دا دئ؛ كه حزب اسلامي نه وى جوړ شوى؛ نو نه به افغانانو د شوروي مقابله كړې وه او نه د ناټو؛ كه د طالبانو حركت د يوه گوند په توگه نه وى جوړ شوى؛ نو د افغانستان د تېر تاريخ په پېښو كي به نه د دوى نوم او نښان وو او نه هيڅ اغېز؛ څوك چي د فتوى وركولو جسارت كوي؛ هغه بايد په قرآن او حديث هم پوه وي او له حقائقو هم خبر؛ د احزابو په اړه پرېكړه نه د يو شخص صلاحيت او حق دئ او نه د يوه گوند او حكومت؛ دا او دې ته ورته قضايا؛ ملي اجماع ايجابوي او په اساسي قانون كي به ئې څرنگوالى ټاكل كېږي؛ تاريخ شاهد دئ؛ چا چي د احزابو د ړنگولو او ځپلو لار غوره كړې؛ تر نورو وړاندي ئې ځان ته صدمه رسولې؛ كه څوك احزابو ته د هېواد د ننه اجازه ورنه كړي؛ په دې سره احزاب نه ختمېږي؛ له هېواد بهر هم خپله مبارزه جاري ساتلى شي؛ د شوروي او ناټو خلاف جهاد ئې څرگندي بېلگي دي؛ ډېرو د مذاهبو د ختمولو هڅه كړې خو نه دي موفق شوي؛ اموي او عباسي حكامو؛ د مذاهبو ائمه تعذيب او زنداني كړل او وئې وژل؛ خو په دې سره د هغوى پلويان لا زيات شول؛ دا نن د امت نوي سلنه د همدې مذاهبو پلويان دي؛ يوه شتمن عرب هېواد وغوښتل چي د امت مذهبي قيادت تر لاسه كړي؛ د مذاهبو خلاف ئې د اهل حديث تحريك وپاللو؛ خو موفق نه شو.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

فتح الرحمن

لاس مو خلاص توره مو تيره هر څه چی مو وسه او طاقت کي ويکړي

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک