No-IMG

حکمتيار: اسلامي احزاب؛ د اسلامي امت د يو والي او وحدت لپاره يو ضرورت دئ

اسلامي احزاب؛ د اسلامي امت د يو والي او وحدت لپاره يو ضرورت دئ؛ دا سياسي او فكري احزاب دي چي له قومونو ملتونه جوړوي او له ملتونو؛ متحد نړۍ شمول امت؛ گوندونه او ملتونه به يا د سپېڅلو آرمانونو پر بنسټ جوړېږي؛ او يا پر قومي او سمتي بنسټونو؛ قومي جوړښتونه او تشکيلات؛ ملتونه تجزيه كوي او قومونه په خپلو منځونو كي جگړو ته هڅوي؛ پايله ئې د ملت او هېواد له تجزيې پرته بل څه نشي کېدی؛ د احزابو مخالفت؛ اصلاً قومي وېش او لانجو ته لار هوارول دي؛ نه بل څه.

د حزب اسلامي افغانستان د محترم أمير په وينا؛ كه په اسلام کي څه د ديني او ملي ګټو خلاف گڼل شوي؛ هغه قومي وېش او د قومي نظريې پر اساس د سياسي جوړښتونو او گوندونو جوړول دي؛ د اسلام له نظره قومي او ژبني تعصبات حرام دي؛ او د تعصب له كبله له ظالم دفاع او حمايت او نااهل ته كار سپارل؛ له الله تعالى، رسول الله او امت سره خيانت گڼل شوى.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک