No-IMG

حزب اسلامي فعلاً په خپل ملت او په اسلامي نړۍ کې ژورې ريښې لري

حزب اسلامي افغانستان  د نړۍ ټولو مسلمانانو مجاهدینو لپاره د اسلامي مفکورې  د دوه لویو  (جهادونو) او فکري مبارزو یو قوي سنګر و او فعلاً هم په خپل ملت او په اسلامي نړۍ کې ژورې ريښې لري. د (حزب اسلامي افغانستان) په دې فکري او نظامي سنګرونو کې خورا لوی شحصیتونه او مجاهدین روزل شوي دي، لحمدلله د (حزب اسلامي افغانستان) د قربانيو او هلوځلو له برکته تاریخي او افتخاري فتوحات او لاسته راوړنې لرو چې د ټولې اسلامي نړۍ لپاره ویاړ لري.

د مجاهدینو قربانيو په نتیجه کې دوه کاله کیږي چې افغانان د اشغال پرته ازاد او خپلواک اسلامي سرپرست حکومت لري.

دا د حزب اسلامي افغانستان  د (جهادونو) او مبارزو تسلسل دی چې مجاهدین بریالي شوي دي.

موږ دا منو چې په دې سرپرست حکومت کې ځینې ستونزې او ناخوالې موجودې دي، لامل يې هم ټولو ته ښکاره مالوم دي، اما هیله مو دا ده چې ژر تر ژره د ملت ستونزو ته په غور سره پاملرنه وکړي او هیڅوک له خپلو اسلامي او انساني حقوقو او فعالیتونو محروم پاتی نه شي!

په افغانستان کې دوه ملت او مسلمان شموله اسلامي او ملي جهتونه موجود دي چې لومړی (حزب اسلامي افغانستان) دی او دوهم د حزب اسلامي افغانستان  نه را مینځ ته شوی (ااا) دی؛ په تیر شوي تاریخ به نه غږیږو هغه به ملت ته پریږدو، ځکه چې ټولو ته هر څه جوت مالوم دي.

خو زما اساسي منظور دا دی چې  په دې حساسو شرایطو کې ښه به دا وي چې ااا مسئولین په خپلو خبرو، فتواګانو او جذباتي فیصلو کې لږ غوندې تجدید نظر، حوصله او احتیاط وکړي. د دوی دا ډول بې ځایه او بې معنا څرکندونې او د پردېو په امر د یو او بل ځپل د صحني نه د حذفولو هڅه کول، او یا يو اسلامي لوی او ملت شموله جهت لغوه کول؛ شاید دا کار په ملت کې د مسلمانانو او مجاهدینو خپل مینځي ناخوالې او اختلافات نور هم زیات کړي او په خپل مینځ کې مو بوخت وساتي.

متأسفانه د اسلام او د مجاهدینو حریف او رقیب همدغو  فرصتونو ته په کمین کې ناست دي. دا د نړیوالو ۵۰ کلنه پروژه ده چې له دې لارې په یو نه یو شکل هم ملتونه ګيروګان او له هر څه محروم کړي او هم د هیواد بانفوسه اسلامي جهتونه حذف او وځپل شي.

د اسلامي شریعت له نظره هیڅوک د دې حق نه لري چې د هیواد مسلمان او مجاهد ملتونه د خپل اسلامي ملي او انساني حقوقو او فعالیتونو څخه محروم او یا حذف کړي، افغانانو ټولې نړۍ ته دا ثابته کړې چې په زور او جبر نه څوک حکومتونه کولای شي، او نه افغانانو ته د اسلامي مفکورې پرته بل څه د منلو وړ دي. افغانان هم په اسلام پوهیږي او هم په ټوله مانا خپل ملي اسلامي ارزښتونو ته ژمن دي. نیمه پېړۍ کیږي چې افغانان په دې لاره کې مبارزه او قربانۍ ورکوي، ځکه نو دوی تر ټولو ښه پوهیږي چې د خپلو حقونو په دفاع کې څنګه خپل مسئولیت اداء کړي.

 هغه احزاب باید خپل ځانونه لغوه او حزف کړي چې د هیواد نه بهر د پردیو په لاس جوړ شوي اوسي؛ او د اشغال په شتون کې په افغانانو باندی حاکم وو؛ چې د دوی په موجودیت کې په ملیونه افغانان ووژل شول او د دوی له غلطو سیاستونو  په ترځ کې نن افغانان له هر څه محروم پاتې شوي دي.

له بده مرغه دلته چې هر حاکم او واکمن د قدرت په ګدۍ ناست دی د خپل قدرت او موقف نه يې غلطه استفاده کړې او د ملت پر ضد غیر مسؤلانه اسلامي او افغاني احساساتي فیصلې يې کړي دي او په خپل مسؤلیت کې ناکام شوي؛ بالاخره د ملت له عکس العمل سره مخ شوي او داسئ کړنې خورا ناوړه پایلې لري

زما په اند اوس د دې وخت نه دی چې د قدرت او حکومت له ادرسه وچو سره لامده وسوځول شي، البته د وخت تقاضا دا ده چې د اسلام په چوکاټ کې ملت سازي وکړو او یو بل ته د ورورګلوۍ لاس ورکړو، څو خپلې ستونزې او مشکلات په خپله حل و فصل کړو!

هوښیارتنو ته یوازې اشاره کافي ده

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک