No-IMG

د هېواد په کچه تر ټولو ستر همه شموله حزب؛ حزب اسلامي افغانستان دی

بهاول اخندزاده

 

‏عذر ګناه بدتر از ګناه !

جناب څارګر صیب د افغانانو یو مشهور ضرب المثل ده چې وایی میړه مړکړه خو میړانه يي مه وژنه ، حزب اسلامی په خپل تیر ځلانده تاریخ باندی ویاړي الحمد الله د شوروی یرغلګرو په وړاندی د جهاد اغازګر حزب اسلامی ده د جهاد د ملاتیر حزب اسلامی ده د نورو ګوندنو تر اعضاء د حزب اسلامی د شهیدانو ، معلولینو تعداد لوړ ده نور احزاب د حزب اسلامی له بدنی جدا شوی او جدا جدا احزاب يی تشکل کړی ، تر ټولو ستر همه شموله له هر رنګه تعصب لری او منظم حزب همدا ده بافرهنګه هدفمند مجاهدین ددی حزب دی ، دوستان خو پریږده مات شوی دښمنان هم خپله اقرار کوې او په خپلو یاداشتنو کی يي یادونه کړی ، د دوهم اشغال پر وړاندی همدا حزب اسلامي وه چې د نورو احزابو د کړنو خلاف ئی د امارت اسلامي حمایت وکړو يواځنی حزب وه چې د ناتو او امریکا یرغل خلاف يي د جهاد اعلان وکړو د امارت اسلامي تر څنګ وږه په وږه د اشغالګرانو په وړاندی ودریده د خپلو امکاناتو په اندازه يي خپل هدف اصلی صلیبی دشمنان ګرزول، تاسو به د فرانسی د دفاع وزیر څرګندونې اوریدلی وي د اشغالګرانو تر شکست ورسته او د ۹۰ سلنیي تر وتلو ورسته یی بین ال افغانی مذاکراتو ته ترجیح ورکړه بغیر د کوم هیواد له وساتط پرته په مشروط ډول چی د اشغالګرانو وتل او جګړی ته د پای ټکی د بندیانو ازادول یو واقعي اسلامي نظام جوړښت د شرطنو څو بیلګی دی د هیڅ لوری په وړاندی به د هیچا په مقابل کی نه جنګیږی تر هغه چی بند بند د معاهدی عملی شی حزب اسلامی دا درک کړی وه چې خارجیان زمونږ له هیواده خاریجیږی تل يی په نظام او حکومت باندی فشار راوړلو تر څو فاسد، خائن ،غاصبان د ملت قاتلان باید له حکومت نه لری کړی او د امارت اسلامی جهاد يي برحقه ګڼلي ده باید د امارت غوښتنی ومنل شي خارجیانو ته یی اشغالګران ویل د کابل حکومت ته لاس پوڅی اداره د کابل د اداری تر سقوط ورسته يی هم د ااا حمایت وکړو تر نن ورځي پورې، همدا خو یو لوی عامل ده چی سیکولران او پخوانی کمونیست له یو پلوه تل حزب اسلامي افغانستان ټارګیټ کوی او د اختلافاتو لپاره شپه او ورځ کار کوی تر څو فاصلی ایجاد کړی که حزب اسلامی د امارت په خلاف جوړشوې وي مونږ به ومنو چی ۵۴ کلن حزب اسلامي افغانستان دی لغوه شي که تاسو بیعت د توپک او توری په زور یو روا اسلامی عمل ګڼی شرعي دلیل لری د جید علماؤ پریکړه وی بیا هم مونږه حاضر یو نه چا بغاوت کړی چی د اسلامی نظام په وړاندی يي توره رایستلی وی یا یی توپک اخستې ، نه حزب اسلامي افغانستان جهاد اقتدار ته د رسیدو لپاره کړی نه هم په مخکینیو ناکامه بدنامه حکومتنو کی شریک وه ، نه نن ورځ حزب اسلامي افغانستان په قدرت او حکومت کی شریکیدل غواړي نه پرون د ایتلافې، مشارکتې حکومت طرفداره وه او نن هم نه ده ، البته د اپوزیسون او پارلمان یا مقتدره شورا نشتون کی د نظام او حکومت په تیروتنو نیوکي د هغوی متوجه کول د اصلاح او تل پاتی قوي اسلامي نظام د بقا لپاره خپل ایمانی دینی وجیبه ګڼی او د ازادی د جهاد د شهیدانو کوندو یتیمانو مقدس ارمانونو پلی کیدلو لپاره هر رنګه همکاری ته چمتوده

تل دی وی ازاد مستقل قوی اسلامی افغانستان

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک