غزني، افغانستان؛ د سلطان محمود غزنوي پر مقبره
په۹۷۱ع کال کي د افغانستان په غزني کي له پښتنې مور [فرخزاده] او ترک پلار [سبګتګين] څخه نامتو واکمن محمود غزنوي وزېږېد، له ۲۷کالو واکمنۍ وروسته ۱۰۳۰ع کال کي د يوې جګړې په ترڅ کي د ۵۸ کلونو په عمر ومړ ماپښين د کابينې په مخ کي ومړ او د هغه د وصيت سره سم د هغه په باغ کي ښخ او په غزنوي دفتر کي هغه په [امير ماضی] ياد سو.
د غزنوي محمود مقبره لومړی تېمورشاه بابا جوړه کړه، خو يوې زوروري زلزلې ونړوله، بيا وروسته انګرېزانو اتلسمه پېړۍ کي پر افغانستان د يرغل پر مهال، زيارت ونړاوه او د انګرېزي فوځ د پنجاب فرقې د جټانو کنډک د زيارت لويه دروازه وکښل او هند ته ئې يوړل چي د سومنات دروازه ده، خو وروسته ښکاره سوه چي دا د سومنات دروازه نه وه. دغه دروازه اوس د هند په اګره کي د مغليه انګوري باغ سومنات ګېټ کي نسب ده.
غزنوي مقبره بيا وروسته امير حبيب الله په رسمي شکل ودانه کړه او وروسته بيا محمد ظاهرشاه ښکلي او ښايسته کړل، ويل کېږي چي د غزنوي دورې پر مهال دغه مقبره په يوه ستر باغ کي ولاړه او ممکن ستره وداني ئې وه خو د غوريانو لخوا د غزني په سوځلو کي دغه مقبره هم له منځه ولاړه.
په اتلسمه پېړۍ ريټري په نامه انځورګر دغه مقبره ليدلې او ليکي:
"ددې مشهور فاتح قبر له سپین مرمر جوړ او په پای کي د لرګیو ټولګه ده چي په نقاشيو سینګار سوې او د ورېښمو شین رنګه وریښمو پوستکي يې ملاتړ کوي، پر دېوالونو په پښتو، عربي او فارسي ژبو شعرونو لیکل سوي دي.
پادريان [ممکن ملايان يادوي