No-IMG

د حکمتيار صاحب درې شپېتمه درسي حلقه (د حکمة البارئ د څلورم جلد) تر عنوان لاندې تر سره شوه

چهارشنبه د سنبلې ۱۵مه؛ ۱۴۰۲

د بريا نړۍ‌وال ټلويزيون د غونډو په تالار کي د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار د حکمة البارئ د څلورم جلد د تدريس په لړۍ کي خپله دري شپېتمه درسي حلقه وړاندي کړه چي گڼ شمېر وروڼو په کي گډون کړی وو.

نوموړي تر ننني درس وړاندي وويل؛ اجازه راکړئ چي د دوو شهيدانو يادونه وکړو او د هغوی روح ته په گډه د دعاء مراتب وړاندي کړو. څلور ورځي مخکي زموږ د يو ډېر معروف قومندان او د شوروي ضد جهاد کي د هرات ولايت پشتون‌زرغون ولسوالۍ د نوميالي قومندان مرحوم پهلوان جمعه‌گل وراره په شهادت رسېدلی؛ قاتل ئې هم معلوم دی. همداراز پرون په جلال آباد کي د حزب اسلامي يو بل معروف، مشهور او مخلص قومندان شهيد حاجي مقدس په شهادت رسېدلی. د دواړو لپاره په گډه دعاء كوو؛ الله تعالیٰ دي د دغو او نورو مخلصو شهيدانو شهادتونه قبول کړي او د دوی ستر ستر آرمانونه دي په دنيا او آخرت کي ترسره کړي او د دوی بې‌رحمه، نامرده او بې‌مروؤته قاتلانو دي الله تعالیٰ په خپل او بيا زموږ په لاس عبرت‌ناکه سزا ورکړي. إن شاء الله کېږي به؛ او الله تعالیٰ به له دوی إنتقام اخلي. تر نن پوري خو همداسي شوي. د چا لاسونه چي د مظلومو شهداءو په وينو سره شوي، الله تعالیٰ ترې إنتقام اخيستی او نسکور کړی ئې دی، دوی ته هم د الله تعالیٰ له درباره د همدغسي سزا انتظار لرو.

حاجي مقدس شهيد د جلال اباد ښار په زړه کي د سپېرو تروريستانو په بريد كي شهيد شو.

هغه هم د شوروي اشغال خلاف جهاد كي فعاله ونډه درلوده او هم د ناټو خلاف؛ د ناټو اشغال او د هغوى سپېره جمهوريت کي هم زنداني شوی وو او د اوسني حکومت په راتلو سره هم زنداني شو.

په جمهوريت كي هم پر ده بريد شوى وو او هغو په بريد كي لاس درلود چي دى ئې بندي كړی وو او اوس هم د ده په ترور كي هغه تورن دي چي دى ئې زنداني كړی وو؛ د جمهوريت وخت کي هم پر ده وسلوال بريد شوی وو چي په بريد كي سخت ټپي شو؛ او دا دئ په اوسني حكومت كي هم پر ده بريد وشو؛ همداراز په هرات کي پر گل احمد هوتك پهلوان بريد شوی او ترور شوی او په ترور کي ئې هم داسي کسان لاس لري چي کاملاً پېژندل شوي.

د ښاغلي حکمتیار په وينا د دې معنى دا ده چي مخلص او مؤمن مجاهدين نه پرون خوندي وو او نه نن؛ دا بايد د يو تريخ حقيقت په توگه ومنو. مجاهدينو ته مي سپارښتنه دا ده چي د خپل امنيت په اړه په خپله مناسب تدابير ونيسي او له هيچا د مرستي توقع ونه لري؛ کله ناکله څوك په همداسي بې‌ځايه توقع کي صدمه گوري، د دي پر ځای چي مناسب تدابير ونيسي او خپله چاره وکړي له بل طمع لري او د خپلي همدي بې‌ځايه طمعي قرباني شي.

 

نوموړي همداراز وویل؛ دا سپارښتنه بايد ما ډېر د مخه خپلو مجاهدينو وروڼو ته کړی وی، زه معافي غواړم چي ډېر وروسته ئې کوم، اوس وضعيت داسي دی چي هر څوك بايد خپله لازم اقدامات او تدابير ونيسي. او حكومت ته مي سپارښتنه دا ده چي د مجاهدو شخصيتونو د امنيت په اړه خپل شرعي مسئوليت اداء كړي، که هغوی داسي احساس کړي چي دلته خوندي نه دي نو مجبور يا به هېواد پرېږدي او به هم کوم بل تدبير نيسي.

 

د يادو شهيدانو روح ته د دعائيه مراتبو له وړاندي کولو وروسته د خپل مخکيني درس په دوام وويل:

٥ باب: (کوم ډول هديه نه مستردېږي؟)

نوموړي د پورتني عنوان د تشريح لپاره په لانديني روايت استناد وکړ او وئې ويل:

1159 ـ عن أَنَس رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ: أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كَانَ لا يَرُدُّ الطِّيبَ.(بخاري: 2582)

له انس رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: رسول الله صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ به (د سوغات په توگه ورکړل شوي) عطر نه مستردول.

ښاغلي حکمتیار زياته کړه چي دا روايت په بخاري كي 2 ځلي په دغو شمېرو راغلى؛ 2582 – 5929؛ غريب دئ؛ په 5 طبقو كي يو يو راوي لري چي دا دي: أَبُو مَعْمَر، عَبْدُ الوَارِثِ، عَزْرَة بْن ثَابِت الأَنْصَارِي، ثُمَامَة بْن عَبْدِ اللَّه او أَنَسٌ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ؛ پر بخاري علاوه؛ دغو كتابونو كي هم له همدې سند او متن سره راغلى: ترمذي، مسند احمد او شعب الإيمان.

 

د نوموړي په وينا له ځينو سره به دا اندېښنه راولاړېږي چي د بخاري اكثر روايات غريب دي؛ نو له غريب روايت سره به څه كوو؟ ځواب دا دئ: همغه څه به كوو چي درنو محدثينو او فقهاءو كړي؛ دوى موږ ته ستونزه حل كړې؛ دا ئې راښودلي چي د راويانو د شمېړ له پلوه كوم روايات غريب، عزيز، مشهور او متواتر دي؛ او د راويانو د حالت له پلوه كوم روايات ضعيف، حسن او صحيح دي؛ هغه روايات ئې د منلو وړ گڼلي چي نه ئې په سند كي ستونزه وي او نه په متن كي؛ متن ئې د قرآن په رڼا كي څېړلى؛ هغه ئې منلى چي له قرآن سره مطابقت لري؛ او هغه چي په قرآن كي ئې كوم شاهد نه دئ ورته موندلى؛ نه د مطابقت دليل او نه د مخالفت نښه؛ له نورو صحيح رواياتو سره ئې مقايسه كړى؛ او كه په دې هم نه دي موفق شوي؛ د عقل په تله ئې تللى؛ او د صحت او عدم صحت په اړه ئې پرېكړه كړې؛ همدا د حديث او فقه د ائمه وو اسلوب وو او همدا بايد هر مؤمن اسلوب وي. رسول الله صلى الله عليه و سلم ته د يوې خبري په منسوبولو كي بايد ډېر محتاط وو؛ يو له هغو رواياتو چي ويل كېږي په صحابه وو كي نژدې اويا راويان لري؛ هغه دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: څوك چي ما ته داسي څه منسوب كړي چي ما نه وي ويلي خپل ځاى دي په دوزخ كي ولټوي. نو د هر روايت؛ مخصوصاً د غريب روايت په منلو او بل ته په ويلو كي بايد كافي احتياط وكړو؛ او يوازي په هغه صورت كي ئې ومنو چي له قرآن سره تعارض ونه لري او د عقل او علم خلاف خبره په كي نه وي.

 

قدرمن مشر همداراز په ٦ باب کي (د سوغات بدله) موضوع تشريح کړه؛ هلته چي فرمايي:

1160 ـ عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا قَالَتْ: كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقْبَلُ الْهَدِيَّةَ وَيُثِيبُ عَلَيْهَا. (بخاري: 2585)

1160 – له عائشه رضي الله عنها روايت دي چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم به هديه قبلوله او ترې زياته به ئې په بدل كي وركوله.

دا روايت په بخاري كي يو ځل راغلى؛ غريب دئ؛ په 4 طبقو كي يو يو راوي لري چي دا دي: عِيسَى بْن يُونُس، هِشَام، پلار ئې عروه او عَائِشَة رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا؛ په سنن ابي داؤد، سنن ترمذي او مسند احمد كي هم راغلى؛ متن او په څلورو طبقو كي راويان ئې سره ورته دي.

دا نه يوازي د رسول الله صلى الله عليه و سلم سنت دئ؛ بلكي حكامو ته د وړيا هديو اخستل حرام دي؛ زموږ ځيني درانه ائمه؛ د اموي، عباسي او نورو مفسدو او ظالمو حكامو له لوري؛ له دې كبله زنداني شوي او تعذيب شوي چي ويل ئې: امراءو ته د تحفو او هديو اخستل جائز نه دي؛ دا هديې بايد بيت المال ته وسپارل شي.

په دې روايت كي د جائز هديې څرنگوالى راښودل شوى؛ هديه هغه ډالۍ ده چي اصولاً به ئې بدله وركول كېږي؛ تر وركول شوې هديې زياته ښه بدله؛ يا لږ تر لږه هغې ته ورته؛ دا بې بدلې سوغات نه ده؛ دا د رسول الله صلى الله عليه و سلم شخصي او ذاتي اخلاق نه بلكي د قرآن واضح لارښوونه ده چي هر مسلمان پرې مكلف دئ؛ قرآن فرمايي:

وَإِذَا حُيِّيتُمْ بِتَحِيَّةٍ فَحَيُّوا بِأَحْسَنَ مِنْهَا أَوْ رُدُّوهَا إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ حَسِيبًا 86  النساء

او كه كله په كوم ښه سلام او درود؛ پر تاسو سلام او درود وويل شو نو يا تر دې غوره ئې ووايئ او يا همغه وروگرځوئ؛ بې شكه چي الله په هر څه ښه حساب كوونكى دئ.

يعني د سلام، ښه راغلاست او ژوندى دي وې؛ ځواب به يا تر دې په غوره كلماتو وركوئ او يا به همدغه كلمات په ځواب كي وايئ؛ په دې پوه شئ چي الله تعالى حسيب دئ؛ له بنده سره په هر څه كي حساب كوي. هديه، تحفه او ډالۍ بايد په همدې قياس شي.

 

ورته مهال ښاغلي حکمتیار په ٧ باب کي بيا (د هديې شاهد) عنوان تشريح کړ، لکه چي وايي:

1161 ـ عَنْ النُّعْمَان بْنَ بَشِيرٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْه قال: أَعْطَانِي أَبِي عَطِيَّةً، فَقَالَتْ عَمْرَةُ بِنْتُ رَوَاحَةَ: لا أَرْضَى حَتَّى تُشْهِدَ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَأَتَى رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَ: إِنِّي أَعْطَيْتُ ابْنِي مِنْ عَمْرَةَ بِنْتِ رَوَاحَةَ عَطِيَّةً، فَأَمَرَتْنِي أَنْ أُشْهِدَكَ يَا رَسُولَ اللَّهِ قَالَ: «أَعْطَيْتَ سَائِرَ وَلَدِكَ مِثْلَ هَذَا»؟ قَالَ: لا قَالَ: «فَاتَّقُوا اللَّهَ وَاعْدِلُوا بَيْنَ أَوْلادِكُمْ» قَالَ: فَرَجَعَ فَرَدَّ عَطِيَّتَهُ. (بخاري: 2587)

له نُعْمَان بن بشير رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: پلار مي يوه هِبه يا ډالۍ راکړه؛ مور مي عَمْرَه بنت رواحه وويل: تر هغه نه پرې راضي كېږم چي رسول الله صلى الله عليه و سلم پرې شاهد ونه گرځوې؛ نو رسول الله صلى الله عليه و سلم ته ورغى او وئې ويل: يا رسول الله! ما مي زوى ته چي مور ئې عَمْرَه بنت رواحه ده؛ څه عطيه ورکړه؛ مور ئې راته وويل: چي تا پرې شاهد ونيسم؛ وئې فرمايل ((آيا نورو اولادونو ته دي هم داسي څه وركړي؟ هغه وويل: نه؛ وئې فرمايل: ((له الله تعالى ووېرېږئ او د اولادونو تر منځ عدل کوئ))؛ نعمان وايي: پلار مي راستون شو او خپله عطيه ئې بېرته واخستله.

دا روايت په بخاري كي يو ځل راغلى؛ غريب دئ؛ په 5 طبقو كي يو يو راوي لري چي دا دي: حَامِد بْن عُمَر، أَبُو عَوَانَة، حُصَيْن، عَامِر او نُعْمَان بْن بَشِيرٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا؛ له بخاري پرته يوازي په مُصَنَّف ابن ابي شيبه كي راغلى چي په دريو طبقو كي ئې راويان د بخاري له روايت سره ورته دي.

 

د حزب اسلامي افغانستان محترم أمير زياتوي چي دلته څو وضاحتونه ضروري برېښي:

1- په روايت كي دا نه دي ويل شوي چي نعمان بن بشير ته د خپل پلار له لوري څه وركړل شوي؛ په نورو رواياتو كي ويل شوي چي يو غلام وركړى شوى وو.

2- د شاهد نيول يوازي په دغسي مواردو كي ضروري دي نه د هري تحفې په ارتباط.

3- د غريب روايت په اړه بايد زموږ تعامل همداسي وي.

 

نوموړي همداراز په ٨ باب کي بيا (مېرمني ته د خاوند او خاوند ته د مېرمني سوغات) موضوع په تفصيلي توگه تشريح کړه او وئې ويل:

1162 ـ عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُما قَالَ: قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «الْعَائِدُ فِي هِبَتِهِ كَالْكَلْبِ يَقِيءُ ثُمَّ يَعُودُ فِي قَيْئِهِ». (بخاري: 2589)

له ابن عباس رضي الله عنهما روايت دئ چي وايي: نبي صلى الله عليه و سلم فرمايلي: ((خپل سوغات بېرته اخستونکی د هغه سپي په څېر دئ چي خپل قي بېرته خوري)).

دا روايت په بخاري كي 5 ځلي په دغو شمېرو راغلى: 2588- 2589 - 2621 - 3003 - 6975 – غريب دئ؛ په صحابه وو كي يو راوي لري چي ابْنِ عَبَّاسٍ رضي الله عنهما دئ. په صحيح مسلم، مسند احمد، سنن ابن ماجه، سنن ابي داؤد، سنن ترمذي، مسند البزار كي هم راغلى

خو روايت له باب سره هيڅ مناسبت نه لري؛ باب داسي دئ: مېرمني ته د خاوند او خاوند ته د مېرمني سوغات؛ په روايت كي دا نشته.

 

د ښاغلي حکمتیار په وينا دا هم بايد وگورو چي آيا د دې روايت لپاره په قرآن كي كوم شاهد او منشأ مومو؛ هو؛ قرآن په دې اړه فرمايي:

وَإِنْ أَرَدْتُمُ اسْتِبْدَالَ زَوْجٍ مَكَانَ زَوْجٍ وَآتَيْتُمْ إِحْدَاهُنَّ قِنْطَارًا فَلا تَأْخُذُوا مِنْهُ شَيْئًا أَتَأْخُذُونَهُ بُهْتَانًا وَإِثْمًا مُبِينًا20  النساء

او كه مو يوه مېرمن په بلي مېرمني بدلول وغوښتل او د دوى كومي يوې ته مو ډېر مال سپارلى وي؛ نو هيڅ څه ترې بېرته مه اخلئ؛ آيا په بهتان او څرگندي گناه سره ئې بېرته اخلئ؟!

 

قدرمن مشر د موضوع د لا وضاحت په دوام وويل:

د دې آيت لارښووني دا دي: كه ښځه صالحه وي؛ داسي څه ئې نه وي كړي چي د پرېښودو او طلاق وړ وي؛ خو مېړه ئې د خپل شوق پوره كولو لپاره غواړي دې ته طلاق وركړي او پر ځاى ئې بله ښځه وكړي؛ نو په دې صورت كي د مهر د بېرته اخيستو حق نه لري. اخيستل ئې څرگنده گناه ده. مبادا د مهر او نورو وركړو شيانو د بېرته اخيستو لپاره خپله مېرمن په گناه او غلطۍ متهمه كړئ، د طلاق لپاره كوم ناروا مجوز برابر كړئ او د مهر بېرته اخيستل ځان ته جائز كړئ.

 

نوموړي د خپل وضاحت په دوام دا هم وويل: چي موږ د دې غريب روايت په اړه دوه كارونه وكړل: د قرآن په تله مو وتللو او له بخاري علاوه په نورو كتابونو كي مو ولټولو؛ او نتيجه ئې دا چي همدا غريب روايت د منلو وړ دئ.

 

نوموړي همداراز او ورته مهال په ٩ باب کي بيا د لانديني روايت په استناد دا عنوان تشريح کړ (که ښځه غلام آزاد کړي) لکه چي وايي:

1163 ـ عَنْ مَيْمُونَةَ بِنْتَ الْحَارِثِ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا أَنَّهَا أَعْتَقَتْ وَلِيدَةً وَلَمْ تَسْتَأْذِنِ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَلَمَّا كَانَ يَوْمُهَا الَّذِي يَدُورُ عَلَيْهَا فِيهِ، قَالَتْ: أَشَعَرْتَ يَا رَسُولَ اللَّهِ أَنِّي أَعْتَقْتُ وَلِيدَتِي، قَالَ: «أَوَفَعَلْتِ؟» قَالَتْ: نَعَمْ. قَالَ: «أَمَا إِنَّكِ لَوْ أَعْطَيْتِهَا أَخْوَالَكِ كَانَ أَعْظَمَ لأَجْرِكِ».

له ام المؤمنين ميمونة بنت حارث رضي الله عنها روايت دئ چي د نبي صلى الله عليه و سلم له اجازې پرته مي يوه وينځه آزاده کړه؛ او بيا په هغه ورځ چي د دې كره ورغلى؛ وئې ويل:: يا رسول الله! آيا خبر شوې چي ما خپله وينځه آزاده کړه؟ وئې فرمايل: ((آيا همداسي دي وکړل؟)) وئې ويل: هو؛ وئې فرمايل: ((که دي هغه خپلو ماما خېلو ته ورکړې وى؛ نو تر دې به دي اجر او ثواب ستر وو)).

 

هغه زياتوي چي دا روايت په بخاري كي يو ځل راغلى؛ غريب دئ؛ په 6 طبقو كي يو يو راوي لري چي دا دي: يَحْيَى بْنُ بُكَيْرٍ، لَيْث، يَزِيدَ، بُكَيْر، كُرَيْب او مَيْمُونَة رضي الله عنها.

په سنن الكبرى للنسائي كي هم راغلى؛ خو هم ئې له ميمونه رضي الله عنها وروسته راويان توپير لري او هم متن؛ په متن كي ئې ويل شوي: أَنَّهَا سَأَلَتِ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ خَادِمًا فَأَعْطَاهَا خَادِمًا فَأَعْتَقَتْهَا، فَقَالَ: «مَا فَعَلْتِ الْخَادِم؟» قَالَتْ: يَا رَسُولَ اللهِ أَعْتَقْتُهَا: ميمونې يوه خادمه له رسول الله صلى الله عليه و سلم وغوښتله؛ ورئې كړه؛ او هغې آزاده كړه؛ بيا رسول الله صلى الله عليه و سلم ترې وپوښتل: له خادمي سره دي څه وكړل؛ وئې ويل: يا رسول الله! آزاده مي كړه.

په صحيح ابن خزيمه كي ئې سند د نسائي سند ته ورته دئ؛ او دا ئې هم ويلي چي روايت غريب دئ

 

د ښاغلي حکمتیار په وينا دا پوښتنه هم راولاړېږي چي د مريى تر آزادولو؛ خپلوانو ته ئې وركول ډېر ثواب او اجر لري؟ په دې كي شك نشته چي د آزادولو ثواب زيات دئ؛ خو رسول الله صلى الله عليه و سلم به د وينځي او د ميمونې رضي الله عنها د خپلوانو حالت ته په پام سره؛ دا استثنائي وينا كړې وي. يو غلام بايد هغه مهال آزاد شي چي آزاد ژوند ورته مقدور او مفيد وي؛ خاصتاً كه هغه مېرمن وي. دا پوښتنه هم راولاړېږي چي آيا په قرآن كي د دغي موضوع لپاره كوم شاهد مومو؛ چي د غلام د آزادولو په وخت كي ئې بايد مراعات كړو؟ هو؛ په دې اړه څرگنده لارښوونه مومو: قرآن فرمايي:

... وَالَّذِينَ يَبْتَغُونَ الْكِتَابَ مِمَّا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ فَكَاتِبُوهُمْ إِنْ عَلِمْتُمْ فِيهِمْ خَيْرًا وَآتُوهُمْ مِنْ مَالِ اللَّهِ الَّذِي آتَاكُمْ ...33  النور

... او ستاسو په لاس كي هغه (مريان او وينځي) چي د مكاتبت غوښتنه كوي نو مكاتبت ورسره وكړئ كه كومه ښېگڼه په كي وگورئ، او د الله له هغه مال څه وركړئ چي تاسو ته ئې دركړى....

دلته هم گورئ چي موږ دا غريب روايت په نورو كتابونو كي هم لټولى؛ د ابهاماتو د رفع كولو هڅه مو كړې؛ د قرآن په رڼا كي مو څېړلى؛ د هغه لپاره مو څرگند او واضح شاهد موندلى او د همدې شاهد له مخي مو د روايت په اړه پرېكړه كړې.

1164 ـ عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا قَالَتْ: كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِذَا أَرَادَ سَفَرًا أَقْرَعَ بَيْنَ نِسَائِهِ فَأَيَّتُهُنَّ خَرَجَ سَهْمُهَا خَرَجَ بِهَا مَعَهُ، وَكَانَ يَقْسِمُ لِكُلِّ امْرَأَةٍ مِنْهُنَّ يَوْمَهَا وَلَيْلَتَهَا غَيْرَ أَنَّ سَوْدَةَ بِنْتَ زَمْعَةَ وَهَبَتْ يَوْمَهَا وَلَيْلَتَهَا لِعَائِشَةَ زَوْجِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ تَبْتَغِي بِذَلِكَ رِضَا رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ

1164 – له عائشه رضي الله عنها روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم داسي وو چي کله به ئې د سفر اراده وكړه؛ نو د خپلو مېرمنو تر منځ به ئي پچه اچوله؛ د هري يوې په گټه چي به وختله؛ همغه به ئې په سفر ورسره بووله؛ او د دوى د هري مېرمني لپاره ئې يوه ورځ او شپه ئې؛ جلا كړې وه؛ له سوده بنت زمعه پرته؛ چي د رسول الله صلى الله عليه و سلم د خوشحالۍ لپاره ئې خپله ورځ او شپه ئې؛ عائشې رضي الله عنها ته بخښلې وه.

 

نوموړی همداراز د پورتني روايت اړه وايي؛ چي په بخاري كي 2 ځلي په دغو شمېرو راغلى: 2593 - 2688 - غريب دئ؛ په 5 طبقو كي يو يو راوي لري چي دا دي: عَبْد اللَّهِ، يُونُس، زُّهْرِيِّ، عُرْوَة او عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا؛ په ځينو نورو كتابونو كي هم له همدې متن او سند سره راغلى.

 

ښاغلي حکمتیار همداراز په ١٠ باب کي بيا د (غلام او متاع څنگه تر لاسه كېدى شي؟) عنوان په تفصيلي توگه توضيح کړ او زياته ئې کړه:

1165 ـ عَنِ الْمِسْوَرِ بْنِ مَخْرَمَةَ رضي الله عنه قَالَ: قَسَمَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَقْبِيَةً وَلَمْ يُعْطِ مَخْرَمَةَ مِنْهَا شَيْئًا، فَقَالَ مَخْرَمَةُ: يَا بُنَيِّ انْطَلِقْ بِنَا إِلَى رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَانْطَلَقْتُ مَعَهُ، فَقَالَ: ادْخُلْ فَادْعُهُ لِي، قَالَ: فَدَعَوْتُهُ لَهُ فَخَرَجَ إِلَيْهِ وَعَلَيْهِ قَبَاءٌ مِنْهَا، فَقَالَ: «خَبَأْنَا هَذَا لَكَ». قَالَ: فَنَظَرَ إِلَيْهِ فَقَالَ: «رَضِيَ مَخْرَمَةُ». (بخاري: 2599)

له مِسْوَر بن مَخْرَمه رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم پر اصحابو (رضي الله عنهم) قباءگاني (چپني) ووېشلې، او له دې ئې مخرمه ته څه ورنه کړل؛ مخرمه وويل: زويه! ما رسول الله صلى الله عليه و سلم ته وروله؛ ورسره روان شوم؛ وئې وويل: ورننوځه او ما ته ئې راوغواړه. نو ما ورته راوغوښت؛ نو په داسي حال کي ورته راووت چي له دغو ئې يوه قباء اغوستې وه؛ وئې فرمايل: ((دا مو ستا لپاره ساتلې وه)) راوي وايي: مخرمه! ورته وکتل او رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: ((مخرمه خوشحاله شو؟)).

 

د هغه پر وينا چي دا روايت په بخاري كي يو ځل راغلى؛ غريب دئ؛ په 4 طبقو كي يو يو راوي لري چي دا دي: قُتَيْبَة بْن سَعِيد، لَيْث، ابْنِ أَبِي مُلَيْكَةَ او مِسْوَرِ بْنِ مَخْرَمَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا؛ له بخاري پرته په بل هيڅ كتاب كي نه دئ راغلى.

نو دا روايت هم غريب دئ، هم شاذ دئ او له بخاري پرته په بل هيڅ كتاب كي نه دئ راغلى او هم په قرآن كي هيڅ شاهد ورته نه مومو؛ نو نه ئې منل څه ثواب لري او نه ئې نه منل څه گناه؛ او نه ئې بل چا ته په ويلو كي څه گټه او نه ويلو كي څه تاوان.

 

نوموړي همداراز په ١١ باب کي بيا پر دې عنوان تفصيلي بحث درلود؛ لکه چي وايي: (داسي سوغات چي اغوستل ئې مکروه وي)

1166 ـ 2613 - عَنِ ابْنِ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا، قَالَ: أَتَى النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بَيْتَ فَاطِمَةَ، فَلَمْ يَدْخُلْ عَلَيْهَا، وَجَاءَ عَلِيٌّ، فَذَكَرَتْ لَهُ ذَلِكَ، فَذَكَرَهُ لِلنَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، قَالَ: «إِنِّي رَأَيْتُ عَلَى بَابِهَا سِتْرًا مَوْشِيًّا»، فَقَالَ: «مَا لِي وَلِلدُّنْيَا» فَأَتَاهَا عَلِيٌّ، فَذَكَرَ ذَلِكَ لَهَا، فَقَالَتْ: لِيَأْمُرْنِي فِيهِ بِمَا شَاءَ، قَالَ: «تُرْسِلُ بِهِ إِلَى فُلاَنٍ، أَهْلِ بَيْتٍ بِهِمْ حَاجَةٌ» (بخاري: 2613)

له ابن عمر رضي الله عنهما روايت دئ چي وايي: يو ځل رسول الله صلى الله عليه و سلم د خپلي لور فاطمې رضي الله عنها کور ته ورغى؛ خو کور ته داخل نه شو؛ او کله چي علي رضي الله عنه راغى؛ دا خبره ئې ورته وكړه؛ نو رسول الله صلى الله عليه و سلم ته ئې ياده كړه؛ وئې فرمايل: ((ما ئې د کور پر دروازه نقاشي شوې پرده وليده؛ زما ئې له دنيايي ښکلاوو سره څه)) بيا علي ورغى او دا خبره ئې وکړه؛ هغې وويل: په دې اړه چي څه غواړي ما ته دي امر وکړي؛ وئې فرمايل: ((فلاني ټبر ته دې ولېږي؛ هغوى محتاج دي)).

 

د نوموړي په وينا دا روايت په بخاري كي يو ځل راغلى؛ غريب دئ؛ په 5 طبقو كي يو يو راوي لري چي دا دي: مُحَمَّد بْن جَعْفَر، ابْن فُضَيْل، پلار ئېِ، نَافِع او ابْنِ عُمَر رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا؛ له بخاري پرته په بل هيڅ كتاب كي نه دئ راوړل شوى.

 

ښاغلی حکمتیار زياتوي چي په دې روايت كي كافي ابهامات او ستونزي دي؛ نه يوازي دا چي غريب او شاذ دئ؛ نه ئې راوي په هيڅ طبقه كي له ځان سره شاهد لري؛ نه له بخاري پرته په بل كتاب كي راغلى، نه دا وضاحت شوى چي په پرده باندي د څه نقش وو؛ ولي فاطمې رضي الله عنها ته جائز نه وو او بل چا ته جائز؟ لوستونكى په دې نه پوهېږي چي د دې روايت د راوړو گټه او موخه څه ده؟

1167 ـ عَنْ عَلِيٍّ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: أَهْدَى إِلَيَّ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ حُلَّةَ سِيَرَاءَ، فَلَبِسْتُهَا فَرَأَيْتُ الْغَضَبَ فِي وَجْهِهِ فَشَقَقْتُهَا بَيْنَ نِسَائِي. (بخاري: 2614)

له علي رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم د ورېښميني جامې يوه داسي جوړه هديه راکړه؛ چي گاري په كي وې؛ نو ما واغوستله؛ د رسول الله صلى الله عليه و سلم په مخ کي مي د غصې نښي وليدې؛ نو هغه مي ټوټې ټوټې کړه او پر خپلو مېرمنو مي ووېشله.

دا روايت په بخاري كي 7 ځلي په دغو شمېرو راغلى؛ 886 - 2612 - 2614 - 5366 - 5840 - 5841 - 5981 ؛ درې ځلي د علي رضي الله عنه په ارتباط او څلور ځلي د عمر رضي الله عنه په ارتباط؛ د علي رضي الله عنه مربوط روايت غريب دئ؛ په 4 طبقو كي يو يو راوي لري چي دا دي: شُعْبَة، عَبْدُ المَلِكِ بْن مَيْسَرَة، زَيْد بْن وَهْب او عَلِيٍّ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ؛ د عمر رضي الله عنه مربوط روايت هم غريب دئ؛ په 3 طبقو كي يو يو راوي لري چي دا دي: مَالِك، نَافِع او عَبْد اللَّهِ بْنِ عُمَرَ: رضي الله عنهما؛ د ځينو په سند كي د مالك پر ځاى د جويريه نوم راغلى.

د عمر رضي الله عنه په اړه راغلى روايت دا دئ:

886 - عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عُمَرَ: أَنَّ عُمَرَ بْنَ الخَطَّابِ، رَأَى حُلَّةً سِيَرَاءَ عِنْدَ بَابِ المَسْجِدِ، فَقَالَ: يَا رَسُولَ اللَّهِ لَوِ اشْتَرَيْتَ هَذِهِ، فَلَبِسْتَهَا يَوْمَ الجُمُعَةِ وَلِلْوَفْدِ إِذَا قَدِمُوا عَلَيْكَ، فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «إِنَّمَا يَلْبَسُ هَذِهِ مَنْ لاَ خَلاَقَ لَهُ فِي الآخِرَةِ» ثُمَّ جَاءَتْ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مِنْهَا حُلَلٌ، فَأَعْطَى عُمَرَ بْنَ الخَطَّابِ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، مِنْهَا حُلَّةً، فَقَالَ عُمَرُ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، كَسَوْتَنِيهَا وَقَدْ قُلْتَ فِي حُلَّةِ عُطَارِدٍ مَا قُلْتَ؟ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «إِنِّي لَمْ أَكْسُكَهَا لِتَلْبَسَهَا» فَكَسَاهَا عُمَرُ بْنُ الخَطَّابِ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، أَخًا لَهُ بِمَكَّةَ مُشْرِكًا.

له عبد الله بن عمر روايت دئ چي عمر بن الخطاب؛ د جومات په دروازه كي د ورېښميني جامې يوه داسي جوړه وليده چي گاري په كي وې؛ وئې ويل: يا رسول الله! كاش دا وپېرې؛ نو د جمعې ورځي يا وفدونو لپاره چي تا ته راځي وائي غوندې؛ نو رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: دا هغه څوك اغوندي چي په آخرت كي به ئې هيڅ برخه نه وي؛ بيا رسول الله صلى الله عليه و سلم ته همداسي جامې راوړل شوې؛ عمر بن الخطاب ته ئې له هغوى يوه جوړه وركړه؛ نو عمر وويل: يا رسول الله! دا راباندي اغوندې؛ په داسي حال كي چي د عُطَارد جامو په اړه دي هغه څه ويلي وو چي ودي ويل؟ نو رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: ما نه ده دركړې چي وائي غوندي؛ نو عمر رضي الله عنه په مكه كي خپل مشرك ورور ته ولېږله.

 

ورپسي ئې په ١٢ باب کي د لاندينيو رواياتو په استناد (د مشرکينو سوغات قبلول) موضوع وڅېړله؛ هلته چي فرمايي:

1168 ـ عَنْ عَبْدِالرَّحْمَنِ بْنِ أَبِي بَكْرٍ رضي الله عنهما قَالَ: كُنَّا مَعَ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ثَلاثِينَ وَمِائَةً فَقَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «هَلْ مَعَ أَحَدٍ مِنْكُمْ طَعَامٌ»؟ فَإِذَا مَعَ رَجُلٍ صَاعٌ مِنْ طَعَامٍ؛ او نَحْوُهُ فَعُجِنَ ثُمَّ جَاءَ رَجُلٌ مُشْرِكٌ مُشْعَانٌّ طَوِيلٌ بِغَنَمٍ يَسُوقُهَا، فَقَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «بَيْعًا أَمْ عَطِيَّةً؟» أَوْ قَالَ: «أَمْ هِبَةً» قَالَ: لا بَلْ بَيْعٌ، فَاشْتَرَى مِنْهُ شَاةً فَصُنِعَتْ، وَأَمَرَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بِسَوَادِ الْبَطْنِ أَنْ يُشْوَى وَايْمُ اللَّهِ مَا فِي الثَّلاثِينَ وَالْمِائَةِ إلَّا قَدْ حَزَّ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لَهُ حُزَّةً مِنْ سَوَادِ بَطْنِهَا، إِنْ كَانَ شَاهِدًا أَعْطَاهَا إِيَّاهُ وَإِنْ كَانَ غَائِبًا خَبَأَ لَهُ، فَجَعَلَ مِنْهَا قَصْعَتَيْنِ فَأَكَلُوا أَجْمَعُونَ وَشَبِعْنَا، فَفَضَلَتِ الْقَصْعَتَانِ فَحَمَلْنَاهُ عَلَى الْبَعِيرِ أَوْ كَمَا قَالَ. (بخاري: 2618)

له عبدالرحمن بن ابي بکر رضي الله عنهما روايت دئ چي وايي: په يوه سفر کي موږ يوسل او ديرش تنه له رسول الله صلى الله عليه و سلم سره ملگري وو، نبي صلى الله عليه و سلم وفرمايل: ((آيا له کوم يوه سره څه خواړه شته؟))؛ له يوه سړي سره نژدې يوه صاع اوړه وو چي خيشته شول؛ بيا يو لو‌ړ؛ ببر سری مشرک سړی له مېږو سره راغى چي پوولې ئې؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: ((د پلورلو دي كه د بخښلو؟؛ يا ئې وويل((هديه))؛ وئې ويل: نه؛ د پلورلو دي؛ نو يو پسه ئې ترې واخست؛ ذبح او تيار كړى شو؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم امر وکړ چي زړه، ينه او څه چي په خيټه كي وي؛ کباب شي؛ قسم په الله چي دغو يو سل دېرشو يو هم داسي نه وو چي رسول الله صلى الله عليه و سلم دي له دې کباب؛ څه ټوټه غوښه نه وي ورکړې؛ كه حاضر وو ورئې کړه او كه غائب وو ورته وئې ساتله؛ بيا ئې غوښه په دوو لويو کاسو کي واچوله؛ ټولو وخوړه او ماړه شوو؛ خو په کاسو کي لا غوښه پاته وه چي پر اوښانو مو را سره بار کړه؛ يا خو دې ته ورته څه ئې وويل.

 

نوموړی زياتوي چي دا روايت په بخاري كي 2 ځلي په دغو شمېرو راغلى: 2618 - 5382 - غريب دئ؛ په 5 طبقو كي يو يو راوي لري چي دا دي: أَبُو النُّعْمَانِ،  المُعْتَمِر بْن سُلَيْمَان، پلار ئې سليمان، أَبو عُثْمَان او عَبْد الرَّحْمَن بْنِ أَبِي بَكْرٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا؛ يوازي په دريو معروفو كتابونو؛ بخاري، مسلم او مسند احمد كي راغلى. مراد ئې دا دئ چي الله تعالى په دې لږ خواړه كي دومره بركت واچولو چي ټول پرې ماړه شوو او لا يوه برخه پاته وه چي له ځان سره مو انتقال كړه.

 

هغه دا هم وويل چي د داسي بركت لپاره په قرآن كي څرگند شاهد لرو؛

وَضَرَبَ اللَّهُ مَثَلا قَرْيَةً كَانَتْ آمِنَةً مُطْمَئِنَّةً يَأْتِيهَا رِزْقُهَا رَغَدًا مِنْ كُلِّ مَكَانٍ فَكَفَرَتْ بِأَنْعُمِ اللَّهِ فَأَذَاقَهَا اللَّهُ لِبَاسَ الْجُوعِ وَالْخَوْفِ بِمَا كَانُوا يَصْنَعُونَ 112  النحل

او الله د هغه كلي مثال بيان كړ چي خوندي او ډاډه وو او رزق ئې له هر ځاى تازه او پرېمانه ورته راتو؛ خو دوى د الله د نعمتونو ناشكري وكړه؛ نو الله د لوږي او وېري په جامو د پټېدو خوند وروڅاكو؛ د هغه څه په سبب چي دوى كول.

 

ښاغلي حکمتیار همداراز د موضوع د لا وضاحت په ارتباط د درسي حلقې له گډون‌والو سره د خپل يو جهادي سفر جالبه خاطره هم شريکه کړه او وئې ويل:

د داؤد د واكمنۍ په ورځو كي له څو مجاهدينو سره؛ له پېښور كنړ ته تللى وم؛ څو شپې مو د مرحوم مولوى صاحب صالح محمد سره وكړې؛ ټول توان ئې دومره وو چي ماښامني او پېشلمي ته ئې يو دوه مشقابه سابه او وچه مړۍ او شړومبى برابرولى شو؛ موږ ښايي پنځه شپږ تنه وو؛ دا خواړه د يوه پهلوان لپاره هم كافي نه وو؛ خو موږ به پرې ماړه شوو؛ له ستنېدو وروسته مو خپلو منځونو كي پرې خبره كوله؛ ټولو ويل چي په پيل كي به حيران وو چي په دې لږ خواړه به څنگه گوزاره كوو؛ خو په پاى كي به ماړه وو. نه پوهېږم له هغو وروڼو اوس څوك ژوندى پاته دئ.

 

د درس په پای کي په إجتماعي توگه دعاء وشوه او له دعاء وروسته نننۍ درسي حلقه پای ته ورسېده.

 

د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانگه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک