No-IMG

حکمتيار: د حزب اسلامي مجاهدين د خپل امنيت مناسب تدابير ونيسي او له هيچا د مرستي توقع ونه لري

څو ورځي مخکي زموږ دوه تنه معروف او نوميالي مجاهدين يو په بل پسي په شهادت ورسېدل. چي يو ئې د حزب اسلامي افغانستان د يو ډېر معروف قومندان او د شوروي ضد جهاد کي د هرات ولايت پشتون‌زرغون ولسوالۍ د نوميالي قومندان مرحوم پهلوان جمعه‌گل وراره او همداراز په جلال آباد کي د حزب اسلامي يو بل معروف، مشهور او مخلص قومندان شهيد حاجي مقدس ول؛ د دواړو لپاره په گډه دعاء كوو؛ الله تعالیٰ دي د دغو او نورو مخلصو شهيدانو شهادتونه قبول کړي او د دوی ستر ستر آرمانونه دي په دنيا او آخرت کي ترسره کړي او د دوی بې‌رحمه، نامرده او بې‌مروؤته قاتلانو دي الله تعالیٰ په خپل او بيا زموږ په لاس عبرت‌ناکه سزا ورکړي. إن شاء الله کېږي به؛ او الله تعالیٰ به له دوی إنتقام اخلي. تر نن پوري خو همداسي شوي. د چا لاسونه چي د مظلومو شهداءو په وينو سره شوي، الله تعالیٰ ترې إنتقام اخيستی او نسکور کړی ئې دی، دوی ته هم د الله تعالیٰ له درباره د همدغسي سزا انتظار لرو.

نوموړي زياته کړه؛ حاجي مقدس شهيد د جلال اباد ښار په زړه کي د سپېرو تروريستانو په بريد كي شهيد شو. هغه هم د شوروي اشغال خلاف جهاد كي فعاله ونډه درلوده او هم د ناټو خلاف؛ د ناټو اشغال او د هغوى سپېره جمهوريت کي هم زنداني شوی وو او د اوسني حکومت په راتلو سره هم زنداني شو.

د ښاغلي حکمتیار په وينا په جمهوريت كي هم پر ده بريد شوى وو او هغو په بريد كي لاس درلود چي دى ئې بندي كړی وو او اوس هم د ده په ترور كي هغه تورن دي چي دى ئې زنداني كړی وو؛ د جمهوريت وخت کي هم پر ده وسلوال بريد شوی وو چي په بريد كي سخت ټپي شو؛ او دا دئ په اوسني حكومت كي هم پر ده بريد وشو؛ همداراز په هرات کي پر گل احمد هوتك پهلوان بريد شوی او ترور شوی او په ترور کي ئې هم داسي کسان لاس لري چي کاملاً پېژندل شوي. د دې معنى دا ده چي مخلص او مؤمن مجاهدين نه پرون خوندي وو او نه نن؛ دا بايد د يو تريخ حقيقت په توگه ومنو.

نوموړي همداراز په خپلو څرگندونو کي مجاهدينو ته سپارښتنه وکړه چي د خپل امنيت په اړه په خپله مناسب تدابير ونيسي او له هيچا د مرستي توقع ونه لري. د هغه پر وينا؛ کله ناکله څوك په همداسي بې‌ځايه توقع کي صدمه گوري، د دي پر ځای چي مناسب تدابير ونيسي او خپله چاره وکړي له بل طمع لري او د خپلي همدي بې‌ځايه طمعي قرباني شي.

د ښاغلي حکمتیار پر ټکو؛ دا سپارښتنه بايد ما ډېر د مخه خپلو مجاهدينو وروڼو ته کړی وی، زه معافي غواړم چي ډېر وروسته ئې کوم، اوس وضعيت داسي دی چي هر څوك بايد خپله لازم اقدامات او تدابير ونيسي. او حكومت ته مي سپارښتنه دا ده چي د مجاهدو شخصيتونو د امنيت په اړه خپل شرعي مسئوليت اداء كړي، که هغوی داسي احساس کړي چي دلته خوندي نه دي نو مجبور يا به هېواد پرېږدي او يا به هم کوم بل تدبير نيسي.

د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانگه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

Edrees Stanikzai

الله تعالی مو تل کامیابه او یوکاله لره.

میرویس شینواری

په ډیر احترام سره باید ووایم چه حکمتیار صاحب دغه څه چه روان دي او روان به وي ستاسو د جهادي رهیرانو نه بښوونکی تاریخي اشتباهات ، تیروتنی او جنایات وو چه دغه هیواد د ابد لپاره د تیاهی کندی ته وغورځاوه ، زه الحمدلله یو باایمانه او مبارز مسلمان یم څوک دا ونه وایی چه زه کوم دیموکرات ، سیکولر یا چپی یم چه داسی خبری کوم ، د کمونیستانو د جنایاتو نه وروسته تاسو رهیرانو ته تاریخي موقعه په لاس درغله چه دا وطن اباد او د شرعی نظام له مخی سوکاله کړی خو ستاسو د قدرت او ثروت طلبی دا هیواد تیاه او برباد کړ، تاسو نه ما په کراتو اوریدلي چه هغه تیر څه چه وشو زمونږ اشتباه وه داخبره د منلو نه ده د رهبر اشتباه د ولسونو او قومونو ژوند تباه کوي لکه چه همداسی وشول ، ستاسو اشتباه د یو عام وګړي اشتباه نه ده رهیرانو ته هیڅ د اشتباه کولو حق نشته ځکه چه ددوی سره د ملیتونو ژوند تړلی دی

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک