سپورت او تمدني بحث!
سپورت او ښايسته فنونه د يو تمدن په فرهنګي بعد کې اساسي توکي دي، زمونږ په اسلامي تمدن کې د نېزو، غشو، اسونو، غېږ نيولو سيالۍ او نورې سپورتي برخې دي چې تل پالل شوي او انکشاف ورکول شوى دى.
د نړۍ په تمدنونو کې ځېنې شيان داسې دي چې ګډ دي او ټول بشر په کې شريک دى، او دغه تمدنونه د خپل شناخت ځانګړي شاخصونه هم لري، په سپورت کې بشر ټول شريک دى او پولې نه پېژني. زموږ په هېواد کې بزکشي بېخي وطنۍ سيالي ده.
په نبوي مسجد کې نېزه بازي روانه وه او بي بي عايشه رض د نبي عليه السلام شاته ولاړه وه د دغې لوبې سيل يې کولو او تر هغه پر خوږ نبي عليه السلام تکيه وه چې خپله يې سيل پرېښود.
اوس به يو څوک را جيګېږي چې هله دومره دقيقې او ثانيې يې پر دې سيل ولګېدې؟؟
پر لوبو او سپورتونو د قدغن او محدوديت سوچ د لوى ذهن ترجماني نه کوي، دا هر څه له يوې اجتماعي خوښۍ سره په حساسيت کې ممکن دي. او بله دا چې د تمدني ټکر لوى بحث د لوبو او سپورت ګټلو او بايللو ته راټيټول پر تمدني بحث خندل دي.