په ژوند کې د ځینو فرصتونو او مکفیتونو په وړاندي نباید ناغیړي وشي
څه موده وړاندي د واټساپ په یو ټولنیز ګروپ کې چا اډ کړی وم، د ګروپ نورو غړو ته یې ورپيژندلی وم او هغوی هم د معمول مطابق ښه راغلاست ویلی وو.
ما په ګروپ کې د غړیتوب او د ملګرو د ښه راغلاست مننه وکړه، خبرې لږ زیاتې شوې او لږ تر ډیره مو صوتی پیغامونه سره ادل بدل کړل. په دې منځ کې د عمر، تجربې، پوهې او مسلک له لحاظه یو مشر او وزین کس ډیر په مینه ښه راغلاست ووایه او په بحث کې یې تائید کړم.
له هغه وروسته هغه مشر کس چې ما تر اوسه لیدلی نه وو او نه مې په اړه کوم مخکینی معلومات لرل دوه ځله یې واټساپ ته زنګ وهلی وو، زه نه وم متوجه شوی اما تصمیم مې درلود چې په یوه مناسب فرصت کې به ورته زنګ وهم او احترام به یې کوم، په دې منځ کې تقریباً دوې، درې میاشتې تیرې شوې، هغه به بیا نپوهیږم څه فکر کړی وي؛ خو بیا یې زنګ ونکړ.
نن سهار مې په هماغه ګروپ کې د هغه مشر د وفات خبر ولید، سخت خفه او متاثر شوم، د هغه په مړینه او تر هغه زیات د هغه په ژوند کې د هغه د مهربانۍ او شفقت په وړاندي د خپلې بې غورۍ له امله او دا به مې تر ډيره د وجدان پر اوږو یو دروند بار وي.
درس اوعبرت: ژوند هغومره نه دی چې نیکۍ د سبا او بلې ورځې په تمه وځنډوو.
د مرحوم قبر دې روښانه، حساب او کتاب یې آسانه او مغفرت یې دې په برخه وي.
انا لله و انا الیه راجعون