No-IMG

د حزب اسلامي اعلاميه؛ له پاكستان او ايران د مهاجرينو اجباري اخراج

بسم الله الرحمن الرحيم

اعلاميه

له پاكستان او ايران د مهاجرينو اجباري اخراج

افغانستان د خپل حساس ستراتيژيك موقعيت له كبله په تېري نيمي پېړۍ كي د دوو استعماري ځواكونو تر بريد لاندي راغى، ‏اوږد او نابرابر تحميلي جنگ پرې وتپل شو؛ د شوروي تهاجم په دوران كي پاكستان او ايران افغان مهاجرينو ته پناه وركړه او د افغانانو د مقاومت ملاتړ ئې وكړ؛ دا ځكه چي دواړو هېوادونو پر افغانستان بريد پر دوى د بريد مقدمه گڼله؛ اما د امريكا او ناټو بريد په ارتباط د دواړو تگلاره تر مخكينۍ ژور توپير درلود؛ متأسفانه د دواړو هېوادو د وخت حكومتونو د اشغالگرانو ملگرتيا وكړه؛ كه د گاونډيو ملگرتيا نه وى نو نه به امريكا پر افغانستان بريد كړى وو او نه به د افغانستان په اشغال توانيدلې وه؛ نه به ئې نن اته مليونه مهاجر په نړۍ كي خواره شوي وو؛ افغانستان، ولس ئې او اته مليونه مهاجرين ئې؛ د همدې نيابتي او تپل شوي جنگ قربانيان دي؛ هيڅ افغان؛ او مخصوصاً هيڅ مهاجر دا گمان نه كولو چي زموږ دغه گاونډيان به له اشغالگرانو سره د افغانستان په اشغال كي په پراخ لاس مرسته كوي او بيا به يو وخت دوى په زور او جبر شړي؛ او هغه هم داسي چي هره ورځ په لسگونو زره باسي او په لسگونو زره نيسي او زندانونو ته ئې استوي!! ايستل ئې د ژمي په پيل كي؛ داسي چي نه دوى په خپله د سوړ ژمي لپاره د تياري فرصت او توان لري او نه ئې حكومت ستونزي حل كولى شي!!

دغو گاونډيو ته وايو: الله تعالى زموږ برخليك سره تړلى دئ، د تېر تاريخ په اوږدو كي كله موږ گاونډيو ته په تگ مجبور شوي يو او كله هغوى افغانستان ته په پناه راوړلو؛ دا تجربې بيا بيا تكرارېدى شي؛ د عقل تقاضى دا ده چي نه خپلي ښېگڼي په اوبو لاهو كړو او نه د مستقبل ناڅاپي پېښي له پامه وغورځوو. كه پر دغو هېوادونو د افغانستان په څېر حالت وتپل شو؛ نو يوازينى پناه ځى به ئې افغانستان وي!! پلونه مه ورانوئ او د ښه گاونډتوب پولي په دښمنۍ مه بدلوئ. ستونزي بايد د تفاهم او تعقل له لاري حل شي؛ داسي تگلاري غوره نه شي چي نفرتونه او دښمنۍ زېږوي.

له دواړو هېوادو غواړو چي د مهاجرينو اجباري ايستل فوراً متوقف كړي؛ له كابل سره په تفاهم؛ دا او نوري اړوند ستونزي حل كړي؛ داسي شرائط رامنځته كړي چي زموږ پولي د ښه گاونډتوب پولي شي؛ داسي چي د تگ راتگ لپاره وېزو ته هم اړتيا نه وي؛ آيا د اسلامي هېوادو ملا ماته ده او حكام ئې دومره ناتوان او عاجز دي چي نه شي كولى د اروپايي هېوادو په څير؛ د وېزو ضرورت منتفي كړي؛ د هر گډ دښمن او مهاجم په خلاف د گډي دفاع ميثاق ولري، نه يو د بل له دښمنانو سره لاس يو كړي؛ نه ئې وپالي او نه پناه وركړي؛ هو؛ ستونزي لرو؛ ډېري، زړې او نوې؛ خو دا بايد په عقلانيت سره حل كړو؛ نه دا چي مزيد ئې پېچلې كړو!! كه څوك د اتلولۍ تر لاسه كولو شوق لري؛ نو دا دي د سالم او رغنده سياستونو په غوره كولو كي ولټوي؛ نه د جنگونو د اور په بلولو او لمن وهلو كي!! راشئ خپل همت او مېړانه د مظلومو فلسطينانو په حمايت او ملاتړ او د وحشي صهيونستانو په مخنيوي كي وښيو!! كه داسي ونه كړو؛ نو غزه به وروستى مثال نه وي؛ ډېر نور به د غزې په برخليك اخته كېږي!! په خپلو منځونو كي لانجې؛ دښمني، جنگونه او د دښمنانو په څنگ كي ودرېدا؛ له اوسني عبرتناك حالت سره مخامخ كړو؛ آيا نور بس نه ده؟!!

حزب اسلامي افغانستان

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک