افغان کډوال او د قامپرستو او چپيانو غدۍ!
افغانان راشړل کېږي او يو شمېر ګونديمار په خپلو نظرياتي دښمنيو کې د خير ښېګڼې له جادې اوړي او په کنځلو او تومتونو خپلې ګوندي بازۍ کوي. کوزنی خان زمان کاکړ او چپي قامپرستان د دې پر ځای چې له پاکستانه ويستل کېدونکو افغانانو لاسنيوی وکړي او د خير ښېګڼې په لارو يې غور وکړي دوی سرباري ورته د لويو ملي او اسلامي قضيو په ماضي کې د پېغور ترخه لټوي.
واقعيت دا دی چې کوزنيو نېشنليانو نه پرون د شوروي په شر کې دغه لوی حشر افغان ملت سره د عزيزولۍ رشته پاللې او نه يې نن ورسره د خداى پامانۍ کومه عاطفي شېبه لرلې ده. خان زمان کاکړ د دې پر ځای چې په خپل اسټبلشمنټ تنقيد وکړي او د خپل ګوندي لومړيتوب د کډوالو قضيو ته راوڅرخوي، کډوالو ته پېغورونه ورکوي چې ولې مو جهاد کولو او ولې دلته راتلئ، هغه د تاريخ نيمګړی روايت را اخلي او نيم يې په خپله غدۍ کې غوټ خوري، هغه دا نه وايي چې دوی ولې راغلل، هغوی د بره وطن د کودتايي رژيمونو تره کي، امين، کارمل او نجيب انساني سانحې او د تاريخ لوی ملي تشددونه ګوښې کوي، ته به وايې چې چپي تاريخ په "عدم تشدد" شاهي او جمهوريت دواړه رخصت کړل او هغوی پر خلکو ګلان ورول او پر خلکو يې ژوند ويشه خو دا له ژونده په تېښته افغانان وو چې په لويه قامي ناشکرۍ کې پاکستان ته راغلل... همدا د کوزني قامپرست انسان منطق دی او دا منطق خورا ذليل منطق دی.
دلته په بره وطن هم چې دا څوک کډوالو ته پېغورونه ورکوي په دوی کې اکثره هغه چپيان دي چې کورنۍ يې په ريښه يي ډول چپي جګړه ماران وو خو دوی په کې اوس د ملي ګرايۍ په پوښ کې د چپي عقدې زاړه کساتونه تودوي، د دوی پلرونو د خلق او پرچم په کودتاګانو کې روغ روغ نظامونه ړنګ کړل، له ملت سره يې جګړې وکړې، شورويانو ته ونڅېدل او خپل ملت يې پرې وواژه، دا وطن يې د برېژنېف پر شوروي لښکرو وپلوره، ملت يې د سکاډ او لونا په توغنديو او سوو جيټانو وويشته او پاکستان، ايران او نړۍ ته يې په تېښته مجبور کړ، نو که تاريخ قاضي کېږي، دعوه له همغو کودتاګانو شروع کېږي چې خلق او پرچم په کې پر ظاهر شاه کودتا وکړه، محمد هاشم ميوندوال يې وواژه، موسی شفيق، استاد غلام محمد نيازی، عبدالملک عبدالرحيم زی او په سلګونو د وطن اصيل بچيان او کادرونه يې بنديان کړل، او بيا يې په بله غوايي نېټه داود خان او کورنۍ ووژل، موسی شفيق يې وواژه، نور احمد اعتمادي يې وواژه، استاد وفی الله سميعي يې وواژه، استاد غلام محمد نيازی يې له خپلو کادري ملګرو سره وواژه، د کابل او ننګرهار په لسګونو استادان او په سلګونو محصلان يې ووژل، په زرګونو کسان يې په پوليګون کې ژوندي ښخ کړل، او په لسګونو زرو پسې په کلو او بانډو کې ګرځېدل چې ترې تم يې کړي، نو په دغسې استخباراتي او پليسي خلقي رژيمونو کې ملت په لوی لاس ګاونډيو هېوادونو ته په کډوالۍ مجبور کړای شو، که نه د چا به په ځان دا پيرزو کېده چې ډکه جاله پرېږدي او يوازې په کالو او ګاڼو کې نورو ملکونو ته په وېره وېره لاړ شي. نو د تاريخ په دغه قضاوت کې پړ معلوم دي، د دې مجرمينو مشران اوس مړه دي خو جسدونه او ارواګانې يې د ملت په محکمه کې محکوم دي.
نن چې پر افغان ملت د کډوالۍ ناورينونه راغلي دي، او دا چې په دغو ناورينونو کې د هغه ځای ديني جريانونو څومره ځانونه شکېلي کړي او يا يې ناکافي څرګندونی کړي، تر دې دا ښه وه چې دوی په کې خاموش پاتې شوي وای، دا ناکافي هڅې تر خاموشۍ ډېرې ځورونکي دي، ديني ګوندونو په افغان قضيو کې تل د دولتي ادارو بهرنی سياست تعقيب کړی دی، دوی په کې د ديني تعامل پر ځای افغان قضيه د خپلې کلا د دفاع سنګر ګڼلی او دوی په کې تر وطنيو مليګرايانو او مسلم ليګيانو ډېر وطنپرستان پاتې شوي دي. افغانان ډېر وروسته پر دوستۍ او بدبينۍ پوه شول خو بيا هم ښه دی چې پوه شول، دا پوهه د يوې اوږدې تجربې ترخه شيره ده، حمزه بابا وايي:
تا له پوهه راغله د ځوانۍ سره
ما له هله راغله چې ځواني لاړه
دا هم د تاريخ تريخ واقعيت دی چې سره له دې چې د دې کډوالو کتلوي حادثې چپيانو رامنځته کړې، خو وروسته بيا تنظيمونو په خپلو داخلي جګړو کې د دې مهاجرتونو پر روايتونو توف وکړل او د کډوالو ارمانونه او موخې يې بې مسيره او بې جوهره کړې،نور نو نه تقدس پاتې شو او نه د هيلو دريڅې. بس د خپله لاسه داسې ورځې راغلې چې کډوال په کې د خپل وطن په لارو نا بلده شول، هملته کډوال پاتې شول ځکه چې دلته په خپل وطن يې د ارمانونو حاملانو په خپلو شخصي او تنظيمي جګړو کې سقوط کړی و او د موخو لمن يې اور اخېستی و، خو دا ده چې د تنظيمونو دا ناشولتې د مهاجرتونو ستر ستر جنايتونه نه شي سپينولی، د مهاجرتونو عوامل چپيان دي چې تاريخ ته مختورن دي.