د نړیوال جام په وروستیو لوبو کې د افغانستان بريا ته يوه لنډه کتنه
په نړیوال جام کې په دې وروستیو لوبو کې زه یو متفاوت حشمت الله شهیدي وینم. د ده په لوبو، کپتانۍ، تصمیم نیونې، ټیم ورک، جرات، خبرو او مفاهمې کې ښکاره مثبت تغیرات لیدل کېږي.
له لوبو وروسته او له لوبو مخکې له مبصرینو او خبریالانو سره په خبرو کې ډېر سنجیده، شمېرلی او دقیق غږېږي. په ځان یې باور او اعتماد لا ډېر شوي دي.
د پاکستان، سري لانکا، هالنډ او انګلنډ سره په لوبو کې د ده کپتاني د ستایلو وه. هند سره هم. کوم وخت کې کوم بالر راوستل شي، فیلیډینګ څنګه ودرول شي، کوم وخت کې څه ډول توپ وهنه وشي، کوم لوبغاړی چېرته ولوبېږي، هدف څنګه ترلاسه شي او پلان څنګه عملي شي.... دا هغه مسائیل دي چې ښکاري حشمت ښه محاسبه کړي او تطبیق کړيدي.
البته، دلته یوه خبره مهم ده ده، حشمت یو لوبغاړی دی، مسئولیت یې تر نورو ځکه ډېر دی چې د لوبډلې مشر د او په میدان کې یوازینی تصمیم نیونکی دی، مګر تر شاه یې روزونکي، مجرب لوبغاړي او ټول ټیم ولاړ دي. ښه مشر ښه ټیم لري او ښه ټیم د ښه مشر او ښه ټیم ورک نتیجه وي. حشمت په دغه سفر کې یوازې نه دی.
د هند سره په لوبې کې عظمت عمرزی په څلورم نمبر توپ وهنې ته راغی، دا یوه غټه پرېکړه وه او شک نشته چې په دې پرېکړې کې به د حشمت نظر ډېر مهم و او دی. عظمت په دې پوزېشن کې دومره ښه وځلېده چې فکر نکوم، له ډېر ضرورت پرته بیا د له دې پوزېشن څخه بدل شي. افغانستان تر دې مخکې په دې پوزېشن باندې یو ثابت توپ وهونکی نه درلوده. دغه پوزېشن ته د عظمت په راوستو او ځلېدو کې د کپتان پرېکړه رول لري.
لوبډلې ته د اکرام علي خېل راوستل او هغه ته د ویکټ ساتنې دنده سپارل بله لویه پرېکړه وه او لوبډلې کې ډېر لوی تغیر و. دې کې هم ګربز ته په توپ وهنې باندې د تمرکز وخت پیدا شو او هم ټیم کې یو بل ښه لوبغاړی زیات شو. دا هم د حشمت شهیدي په کپتانۍ کې وشو. اکرام هم په کیپینګ او هم په بېټېنګ کې دا پرېکړه ښه ثابته کړه، نتیجه یې دټول افغانستان په خیر لیدل کېږي. تصمیم نیونه.
له پاکستان سره لوبې کې د عمده بالر فضل فاروقي کینول او په ځای یې نور احمد راوستل بله عمده او مثبته نتیجه راوړنکې پرېکړه وه. له هالنډ سره لوبې کې هم.
له هالنډ سره لوبې کې چې کله مسلسل لوبغاړي یې اوټ شول او د فشار ساتلو ضرورت و، لکڼوال ته په سلیپ کې دوه فیلډران ودرول شول، دا یو اټکینک فیلډینګ و، او همدغلته وي چې حالاتو ته په کتو باید پرېکړې وشي. حالاتو مطابق با جراته پرېکړې .
ده په انفرادي ډول هم خپل مسئولیت ښه ادا کړی دی او نړیوال جام کې تر دې دمه د افغانستان لپاره تر بل هر لوبغاړي ډېرې منډې کړې. په حساس وخت کې راغلی او تر بري پورې یې لوبه رسولې ده. مسولیت پېژندنه.
دی چې کله لوبډلمشر شو، ما ورسره خبرې کولې، یوه خبره یې همدا وه چې نړیوال جام ته به ښه لوبډله تیاروو او ځینې ښه ځوان استعدادونه هم ځان سره ساتو. عبدالرحمن، ریاض حسن او نور احمد یې ښه مثالونه دي. د لوبډلې ښه ترکسب جوړول.
د حشمت شهیدي په کپتانۍ کې افغانستان په نړیوال جام کې تر دې دمه څلور لوبې ګټلې دي. تراوسه د افغانستان بل هېڅ کپتان دا ویاړ نلري. د ده په کپتانۍ کې په یوې لوبې کې څلور ورو توپ اچوونکي هم لوبول شوي دي، عجیبه پرېکړه، خو نتیجه یې مثبته وه.
دلته دا خبره بیا تکراروم، حشمت د بل هر افغان لوبغاړي په څېر یو لوبغاړی دی، خو مسئولیت یې تر نورو ځکه ډېر دی چې مشر دی، مګر تر شاه یې روزونکي، مجرب لوبغاړي او ټول ټیم ولاړ دي او یوازې نه دی.
حشمت شهیدي چې له قوي لوبډلو سره څومره ډېر لوبېږي او کپتاني کوي، هماغومره پخیږي او تجربې یې لا زیاتېږي، د لوبې په ستراتیژیو یې ذهن لا ښه رسېږي، جرات یې زیاتېږي او سترګې یې روښانه کېږي. په دغه نړیوال جام کې د کپتان په توګه د حشمت شهیدي کپتانۍ کې ورځ تر بلې مثبت تغیرات لیدل کېږي.
ښکاري چې حشمت شهیدي په ټیم ورک باندې قوي باور لري.
د حشمت شهیدي په کپتانۍ کې باندې که رغوونکي نیوکي وې، هغه به دا وي چې دی باید لوبې کې د هماغه یو ورکړل شوي پلان عملي کېدو پسې ونه نښلي، باید پلان ب او سي هم په ذهن کې ولري او حالت او شرایطو ته په کتو ژر او زړه ورې پرېکړې وکړې. حشمت شهیدي که څه هم په لومړیو لوبو کې تر ډېره دودیزه کپتاني کوله، خو په وروستیو لوبو کې لیدل کېږي، چې له دودیزې کپتانۍ څخه د یوې با جراتي او مبتکرې کپتانۍ په لور روان دی. دی باید د عصري کرکټ او کپتانۍ ته په کتو مشري او پرېکړې وکړي.
بل رغوونکی نظر به دا وي چې حشمت باید په فلیډینګ کې تر بل هر لوبغاړي ښه وي، که ښه نه وي، نو بد خو باید نه وي. ځکه کپتان د نورو لپاره لارښود وي، په ځینو لوبو کې ده کیچونه ډراپ کړل او په فیلډینګ کې هم ښه نه و.
دی باید په میدان کې لږ نور هم متحرک ، با انرژي او باجرات وي.
د حشمت انګلیسي ډېره ښه ده او ډېره ښه شوې ده، خو که لږ نور کار هم پرې وکړي، د افغانستان پیغامونه به نړۍ ته ښه او په اسانه طریقه ورسول شي.
هیله ده چې حشمت د لوبډلې د مشرۍ ښه صفتونه نور هم خپل کړي او همداسې ادامه ورکړي.
رب دې افغانستان لا وځلوي.