
مهاجر
فضل مولا توره کی
مهاجر به خپل وطن ته درنه ولاړ شي
دا بنګلې او دا قصرونه به ټول شاړ شي
دی اثر د دعا هر څه چې آباد دي
که ښېرا ته شول دا هر څه به لتاړ شي
بیا به مروړې په ارمان دواړه لاسونه
د ژوند ټولې اسانتياوې به کباړ شي
مه نازېږه په ورېښمينو تورو زلفو
دا به سپينې د لمڅي په شانته جاړ شي
بې معنا به شي شعار دلر او بر بیا
چې خبره د کوتک او د څوباړ شي
رحمتونه شي ستانه له له هغو خلکو
چې يې زړونه بې رحمۍ کې له کاړ شي
د افغان مثال د باز او د ګربت دی
چې ښکاره شي پټ په سوړو کې خراړ شي
په نفاق شقاق نفرت کې( توره کيه)
خوږ ګنی پيکه بې خونده لکه ناړ شي
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
