No-IMG

د خوشالۍ راز

د یو سوداګر زوی به تل له بدبختۍ نه شکایت کاوه، پلار یې د سیمې یو حکیم ته ولیږه چې د سعادت او نیکبختۍ په معنی یې وپوهوي.

کله چې د حکیم ماڼۍته ورسید، د ماڼۍ ښکلا ته ګوته په غاښ شو.

ماڼۍ ته ورننوت، حکیم ته یې وویل: ما د نېکبختۍ په راز پوهولی شې؟

حکیم ځواب ورکړ: دومره وخت نه لرم چې په دې راز دې پوهه کړم، خو ته په دې ماڼۍ کې وګرځه او یو ساعت وروسته راشه.

په کاشوغه کې یې ورته د زیتونو تېل واچول او ورته یې وویل:ماته دا کاشوغه بېرته راوړه.. خو پام دې وي چې څاڅکی ترې توی نه شي.

ځوان ووت، د ماڼۍ په هره برخه کې وګرځېد، بیا بېرته حکیم ته راستون شو.

حکیم ورته وویل: د ماڼۍ هغه باغچه دې ولیده چې په ډول ډول ګلونه ښکلې شوې وه؟

ځوان وویل:نه

بیا یې وپوښته: د ماڼۍ کتابتون او هغه قیمتي کتابونه دې ولیدل؟

ځوان وویل:نه!!

حکیم بیا وویل : د ماڼۍ پر دیوالونو دې میناتوري ولیده ؟؟

ځوان وویل:نه!!

حکیم ترې پوښتنه وکړه : ولې؟

ځوان وویل: ما له کاشوغې سترګې بلې خوا ته نه اړولې، وېریدم چې زیتون ترې توی نه شي.

حکیم ورته وویل: بېرته لاړ شه او هغه ټول شیان وګوره چې مې درته یاد کړل.ځوان لاړ، ټول هغه شیان چې حکیم ورته ویلي و، یو یو ولیدل..

حکیم ورته وویل: ووایه څه شی دې ولیدل؟

ځوان له موسکا نه په ډکه خوله ورته د ټولو هغو ښکلو شیانو وویل چې لیدلي یې و؟

حکیم د زیتونو کاشوغې ته وکتل چې د ځوان په لاس کې وه، څاڅکې تیل په کې نه و.

نو ځوان ته یې وویل: زویه وګوره ..همدا د نېکبختۍ کیلي ده!! موږ په دې دنیا کې اوسیږو، زموږ څلور خوا وې د الله تعالی په نعمتونو ډکې دي، خو موږ یې نه وینو، سترګې مو پرې ړندې کړي او غوږونه مو پرې کاڼه کړي دي ځکه چې موږ په خپلو ډېرو وړو غمونو بوخت یو.

نېکبختي دې ته وایي چې د نعمتونو قدر وپېژنې او هغه وړې ستونزې داسې هېرې کړې لکه د ماڼۍ د ښکلاګانو د لیدو پرمهال چې دې په کاشوغه کې زیتون هېر کړل.!!

او که په وړو غمونو کې ډوب شوې نو له دومره لویو ښکلاګانو به بې برخې شې.

نو د نعمتونو قدر وکړئ، د خپل رب شکر وباسئ.....

په دې ځمکه یوځل د ژوند حق لرې...

که تېروتنه دې وکړه بخښنه وغواړه..

کینه مه کوه...

ژوند په یوې موسکا تغیر کړه...

ژوند مه پریږده چې ستا موسکا تغیر کړي..

سهار مو نېکمرغه

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک