No-IMG

د افغانستان يو نومورکی ډبرين مسجد، فراه؛ افغانستان

د افغانستان په جنوب لوېديځ کي د فراه ښار څخه ليري د پرچمن اولسوالۍ لاربند سیمه، ملکان کلي په رېګنه سيمه کي له پخواني برم لوېدلی یو ډبرين مسجد په رېګ نيم پټ ولاړ دئ.

له مېټ ډوله پستو ډبرو څخه په ښكلي ډول پکښي د اسلامي هنر جالبي ليکني او سمبولونه رسم سوي دي، په داسي حال كي چي ظاهراً نور ساختماني مواد لكه پلستر او نور پكښي نه دي كار سوي.

د ودانۍ ځای ۳۰ متره مربع او شاوخوا دوه زره مربع متره ساحه ده.

ددې تاريخي ودانۍ [مسجد] د معمارۍ طرز ته په پام سره، د غوریانو سلطنت ته ځي چي په لسمه او یولسمه پیړۍ کي له افغانستان څخه هند ته ولاړل او هلته واک په لاس ورغلی.

د ځايي خلګو د کيسو له مخه دغه تاريخي ودانۍ د سلطان_غياث_الدين_غوري د پاچاهۍ له وخته ده چي څه باندي اته سوه کلن تاريخ لري.

د ودانۍ گنبده هم له ډبرو جوړه سوې، خو اوس وران سوی او چت یې د ځايي اوسېدونکو له خوا په وښو او ګلانو پوښل سوی. د ښه مرغه د گنبدو د ډبرو ټوټې، په ځانګړې توګه د ډبرې گنبده، د اوسېدونکو لخوا ضایع سوي نه دي او دننه ځای پرځای سوي دي، اوس نو دا قیمتي اثار د افغانستان د نورو تاريخي ابدو په څير د ویجاړیدو او ګډوډۍ په حال کي دي.

________________

A famous rock mosque in Afghanistan, Farah; Afghanistan:

In this mosque, Islamic art writings and symbols have been beautifully drawn from stones, while apparently other construction materials such as plaster and other plasters have not been used.

The area of ​​the building is 30 square meters and about 2000 square meters.

Considering the architectural style of this historic building [mosque], it goes back to the Ghori dynasty, who moved from Afghanistan to India in the 10th and 11th centuries and took power there.

According to the stories of the local people, this historical building dates back to the reign of Sultan_Ghiyath_Din_Ghori, which has a history of more than eight hundred years.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک