No-IMG

زړۀ... – سپين کوچی

سپين کوچی

 

کله،کله چې مې وسکونډي ستا یاد زړۀ

زیل یې واخلي او شروع مې کړي فریاد زړۀ

چې لۀ درد ورسره لاس پر سینه نیسم

دومره ولې شي پۀ چا پسې برباد زړۀ

چې د زړونو ازار ټوکې ورته ښکاري

د هغوی بۀ پۀ چا هم نۀ شي بیا ښاد زړۀ

تابیعت لري د نورو هېوادونو

درد یې ځکه نۀ کوي پۀ خپل هېواد زړۀ

هسې امن بۀ مې بیا پۀ وطن راشي؟

چې خپل چم کې د شپې ګرځې پۀ ازاد زړۀ

سپیناوی راته د چا مکوه جار دې

اوس مې نۀ کوي پر ډېرو اعتماد زړۀ

پۀ چا هسې د زړۀ مینه د چا راشي

پۀ چا هسې شي د چا د زړۀ اباد زړۀ

کۀ دانه، وانه شیندلی وي کوچیه !

بس را ټول مې شي پۀ خپل جلال آباد زړۀ

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟