
اخوان د غزې د ملاتړ تر ټولو ستر پور پرې کړی
د عیاشو عرب دیکتاتورانو په ریالونو تبدیل Convert سوي وهابیان راغورځي او اخـ.وان المسلمیـ.ن نقدوي؛ دوی باید دا درک کړي چي اخـ.وان د غـ.زې د ملاتړ تر ټولو ستر پور پرې کړی؛ حکومت ئې له لاسه ورکړ، په زرگونو کارکوونکي ئې په شهادت ورسېدل او په زرگونو ئې زندانونو ته ولاړل... نن هم د ۷-اکتوبر حملې د فلسـ.طیـ.ني اخـ.وان (حـ..مـ...اس) په ابتکار ترسره سوې چي د عـ.ربانو له ماتو ډک معاصر تاریخ ته ئې نوي ویاړونو راوړل...
دا کار د ”لن نترک غـ..زة وحدها“ شعار ته تر عملي بڼي ورکولو وروسته وسو... هغه وخت چي د مصر منتخب ولسمشر د رفـ.ـح بندر پرانیستی او هر ډول نړئـوال فشار ئې نظرانداز کړ؛ تاسي به نن د اسـ..رائیل زور لیدلی وي چي غربي نړۍ ئې څنگه په پټو سترگو ملاتړ کوي؛ خو اخـ.وان دا هر څه نظرانداز کړل او د هغوی نړئـوال قوت ئې چېلنج کړ او الحمد لله په خپل زورور اقدام کي بریالي هم سول؛ نن اسـ.رائـ.یل دوهم اوربند ته لېوالتیا ښودلې بلکي مجبور سوی او زارۍ کوي خو د زمریانو لخوا ئې غوښتنه رد کېږي...
د مصر دیکتاتور یوازي دا نه چي د غزې مرسته نکوي بلکي د یمن حوثیانو چي کوم جرأت مندانه اقدام کړیدئ د هغوی په مقابل کي د امریکا په اتحادیې ورگډېږي؛ د مصر د بهرنیو چارو وزارت وايي: موږ به د خپلو ملگرو سره گډ کار ته دوام ورکړو؛ ترڅو په سور سمندر کي د بېړیـو د آزادۍ لپاره مناسب شرایط چمتو کړو.
د اخـ.وان دعوت او مبارزه هغه څوک درک کولی سي چي پر سترگو ئې ریال او پر زړونو او عقلونو ئې د تعصب مهرونه نه وي لگول سوي؛ دا څنگه سازشي تنظیم دئ چي ټوله نړۍ(شیطاني قوتونه) ئې په ټکولو پسې ده؟! په زرگونو افراد ئې په عربي نړۍ کي په زندانونو کي پراته دي؛ عملاً د صـ.هیـ.ونیسـ.ټانو په مقابل کي د جگړي په میدان کي ولاړ دي! هیڅ مادي گټه ئې څوک نسي په گوته کولی؛ ټول فعالیتونه ئې ټکني سوي وي؛ مشران ئې له زندانونو څخه په داسي حالت کي مړه راویستل کيږي چي حتٰی د جنازې اداء کولو اجازه هم نلري خو بیا هم ریالیست ځوانان وایي دوی سازشونه کوي.
دوی دي د شاه فیصل تر یوه مختصر جذباتي اقدام را وروسته او یا تر هغه وړاندي بیا د خپلو اتلانو د غیرت یوه نمونه وړاندي کړي! آیا د پېړۍ سودا دوی نه وه روانه کړې؟ د ابراهیمي تړون امضاء ته څوک لېوال ول او یا دي؟ اوس څوک له بیزوگانو غوښتني کوي چي هغوی دي دا مقدس مقاومت وځپي او نوم و نښان دې ورک کړي؟ دا څوک دي چي امریکا ته ډاډ ورکوي چي په سور سمندر کي دي خپل عملیات پیل کړي؟! او هغه څوک دي چي په دې امریکایي ائتلاف کي د خپل نومونو پر مخفي ساتلو ټینگار کوي لکه د OIC او عرب لیگ غونډو د پرېکړو په مخالفت کي چي ئې رأيي ورکړې او خپل نومونه ئې پټ وساتل.