تصوف له بلې زاويې
په تصوف کې د نفس د اصلاح يوه خبره دا هم ده چې باید له خلکو يو څه فاصله ونيول شي
زما لپاره دا خبره لږه عجيبه غوندې وه چې اسلام خو وايي د خلکو اصلاح وکړئ، د خلکو په منځ کې امر بالمعروف او نهي عن المنکر بايد د مسلمانانو لپاره يو اصل وي... او دا کارونه هغه وخت عملي کېدی شي چې مسلمان داعي د خلکو په منځ کې واوسي.
په همدې اړه د تصوف د يو داعي عالم خبره راته جالبه وه، هغه ويل چې له خلکو فاصله اخيستل په دې معنی نه ده چې له خلکو نفرت وکړو، يا خلک ګنهګاران او ځان ته د فرشتې ګومان وکړو، بلکې له خلکو د فاصلې نيولو خبره د دې په خاطر ده چې صوفي انسان د خپلې اصلاح په خاطر بايد له خلکو تر يوه حده او تر يوه وخته فاصله ونيسي، دا د دې په خاطر چې خلک له ده متضرره نه شي، د ده د نفس د حرص، انانيت، تعصب او د نورو بدو عادتونو څوک ښکار نه شي، د صوفي لپاره دا تنهايي بايد دائمي نه وي، بلکې دا تنهايي او له خلکو فاصله د خپلو نيمګړتياو د اصلاح کولو او پوره کولو لپاره بايد يوه تمريناتي مرحله وي او کله چې پوه شي اوس مې ځان اصلاح کړ، په خپل نفس اوس د کنترول څښتن شوی يم، نو بيا ورباندې د خلکو په منځ کې اوسېدل او د خلکو لارښوونه کول لازمي دي.
تصوف
له_بلې_زاويې