No-IMG

پېښور او نوره پښتونخوا لوئ بحران سره مخ ده

پېښور او نوره پښتونخوا لوئ بحران سره مخ ده، دريمه حصه ځوانان يې په چرسو، آيس او شرابو تر څنګ په ټيک ټاک، فلمونو او نورو بې لاريو سر دي.

تعليمي ادارې (خصوصاً دنيوي) تقريباً تباهي سره مخ دي، لکه مثال :

- کالجونو او سکولونو کې اعلی درجه تجارت روان دی، ټول کال غټ فيسونه اخلي خو د امتحانونو په وخت کې له شاګردانو اضافي روپئ په دې خاطر اخلي چې د وفاق بهرني مشران راځي او هغوئ ته رشوت ورکوو تر خو تاسې نقل کولو ته پرېږدي ، دې کار ته يوه خاص اصطلاح کارول کيږي چې ( حال فري کول) ورته وايې، په تعليمي ادارو کې د تعليم نه علاوه نور هر څه کيږي، تعليمي ادارې تقريباً منډۍ ګانې دي، خريد او فروخت پکې روان دی.

- کالجونو ، يونيورسټيو او انسټیټیوټو کې نامشروع اړيکي او زناګانې خپل اوج ته رسېدلي، دا فيصدې خورا لوړه ده، د ځينو کالجونو استادان او مشران د امتحان لپاره ښځينه شاګردانو باندې فشار راوړي ترڅو د جنسي اړيکو په بدل کې نومرې ورکړي، ځينې استادان د زنا ويډيو هم کوي تر څو پرې ياده جينۍ د ډېري مودې لپاره بليک ميل کړي او بيا بيا خپلې غوښتنې پرې ومني، د موضوع اهميت له دې معلومولی شئ چې تير کال د يو پوهنتون د چوکيدار سره په سلګونو ويډيوګانې راوتلی او چوکيدار په دې اقرار وکړ چې ډيری استادان پکې شريک دي، د پېښور اسلاميه کالج کې ځينې ښځو برملا مظاهرې وکړې، د انسټیټیوټو اکثره مشران ، ځينې استادان هم ښځينه شاګرانو ته غله دي او سرو کال يې جال په لاس کې نيولی وي چې کله به ماهيان رانيسم.

د استادانو نه چې خبره پاتې شي بيا ځينې شاګردان هم خوند اخيستل خپل حق بولي او دا بیا يو لوئ داستان دی.

اکثره نارينه شاګردان په عشقونو، فلمونو او په ډول ډول بې لاريو روږدې شوي، هغه ځوانان چې په ليليو هاسټلو کې پاتې کېږي سختو اخلاقي مشکلاتو سره مخ دي.

- د دې ټولو ترڅنګ تعليمي ادارې په لوړه کچه فکري انحراف ، الحاد او سيکولرزم طرفته روانې دي، پيښور کې ناکامه کمونيزم باندې ځينې ځوانان فخر هم کوي، ډيرو ځانته کامريډان ليکلي او وايي، دوئ د خپلې ځوانۍ د جذبې اظهار په دې طريقه کوي، هر کامريډ ځان چيګوارا احساسوي خو چې عمر پرې تیریږي او حقيقي ژوند کې داخلېږي بيا ترې چيګوارا ورو ورو وځي.

همدا راز سيکولرزم لپاره باقاعده په پوهنتونونو کې سيمينارونه جوړېږي، د ملحدو ځوانانو تنظيمونه جوړ شوي، هره هفته ناستې او مجالس کوي تر څو فکر خپور کړي.

لنډه دا چې يو ځوان د لس دولس کاله تعليم نه بعد يوازې يو څو انګليسي ټکو باندې ککړ او شکل يې تعليمي يافته شوی وي او بس ....! د ځوانانو وخت او انرجي ضايعه کيږي، شل کاله تعليم نه بعد ځوان ته اندازه وشي چې ما اسې وخت ضايع کړی، بيا اکثره ځوانان انلاين کارونو ته او ځيني په شل ديرش زره کالدارو مزدوري شروع کړي.

هلته حالات ورځ تر بله له چتۍ وځي .

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک