No-IMG

نن د تاریخ د هغې ورځې یاد دی چې د افغانستان د بهرني سیاست استقلال اړو آزادۍ ته پکې د پای ټکی کېښودل شو

نن د تاریخ د هغې ورځې یاد دی چې د افغانستان د بهرني سیاست استقلال اړو آزادۍ ته پکې د پای ټکی کېښودل شو. د هیواد په معاصر تاریخ کې په لومړي ځل د انترناسیونالېزم علمبردارانو بهرنۍ آیډیالوژي (کمونېزم) هیواد ته را انتقال کړه او کوښښ یې وکړ تر څو د ملي منافعو پرخلاف او د حزبي او آیډیالوژیکو تمایلاتو پر اساس افغانستان د سړې جګړۍ اور ته ور ټېل وهي.‌ دوی په میلیونونه انسانان د شوروي سیمه ایزو ګټو ته له تېغه تېر کړل.

د افغانستان قهرمان ملت د خپلو مټو او قربانیو په زور وتوانېد د شوروي‌ اشغال ته د پای ټکی کېږدي خو رهبرانو یې د یو پاک او سپېڅلي اسلامي نظام ارمان خاورې کړ.

د همدې بنیادي تېروتنې وروسته مونږ جوګه نشو چې آزاد، مستقل او داسې بهرنی سیاست ولرو چې زمونږ دملي ګټو تمثیل وکړای شي.‌ افغانستان له یادې تاریخي تېروتنې وروسته تېر څلوېښت کاله په عکس العملي ډول د فاجعو او ناخوالو شاهد ؤ.

تېر څلوېښت کاله چې نړۍ پکې د اقتصادي پېشرفت،‌ علم او تحقیق مزل کړی، مونږ جګړو ته ټېل وهل شوي ؤ. نن یو ځل بیا زرین فرصت دی چې نړۍ ته خپل مستقل هویت ثابت کړو او د راتلونکي داسې نقشه وباسو چې افغانستان بیا د آسیا په دبستان کې د استاذۍ ممبر ته پورته شي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک