نور مو د ملحدانو او د اسلام د دښمنانو د تور او پیغور نه خلاص کړئ
همدومره انتظار بس دې. نور باید په ډاګه وویل شي چه :
د هغو خیالې او وهمي ستوونزو څخه د خلاصون لار چه د ښځو د عصري تعلیم څخه د یو څو ( هو د یو څو) نازولو، خو مقتدرو چارواکو په ذهن کې راټوکیږي، کله هم د ښځو په وړاندې د ښوونځي او پوهنتون دروازې تړل نه دي، د ستونزو څخه تیښته کله هم د حل لار نه ده ، بلکه د حل لار د ستونزو سره د مقابلې معقوله لار لټول دي.
ټول ولس، او که ټول نه وي نو یقینا چه غوڅ اکثریت د خلاصون غوښتونکي دي، خو تاسو پری غوږونه کاڼه کړي دي، نه ولس( خپل رعیت) ته د هو ځواب ورکوئ او نه د نه. دغه استبدادي چلند، او استعلايي تصور، او د ضد او عناد نه ډکه پریکړه ډیرې خطرناکې پایلې لري، چه تاسو به یی هم د الله تعالی او هم د ټولو مسلمانانو او هم ددغې ولس په وړاندې مسئول او جواب ده وئ.
آیا کله مو هم دا فکر کړې دې چه دغه کار مو څومره زړونه زخمي کړي دي؟
آیا کله مو هم دا فکر کړې دې چه د نن نجوني د سبا میندې دي، هغوی به خپلو بچیانو ته ستاسو ښه وایی او که بد؟ او که نه ، تاسو د چا د ښه او بد ویلو پروا نه لرئ؟؟؟!!!
آیا کله مو هم د ا فکر کړې دې چه دغه ناموجه کار مو په نورو ډیر مثبتو کارونو څومره توره پرده غوړولې ده؟!
که د تعلیم د تحریم دلیل درسره وي نو په ډاګه یی ووایاست، او د حق په وینا کې د چا پروا مه کوۍ، خو که دلیل درسره نه وي، او بیا یی هم ددین په نوم بندوئ، نو بس دې:
نور مو د ملحدانو او د اسلام ددښمنانو د تور او پیغور، د ملنډو او خندا نه خلاص، او د اسلام د بی موجبه بدنامولو دغه دروازه بنده کړئ.