No-IMG

د جنرال سیسي ټاکني؛ د غرب خاموشي او فلاډلفیا محور

د ۷-اکتوبر پېښو ډېري بدرنگي څېرې بربنډي کړې؛ د اسلامي هېوادونو د مرگوني سکوت تر شا ځیني دسیسې، پیسې (سودي ډالري پورونه) او سیاسي گټي مخفي دي؛ مثلاً د مصر د سکوت علت څه دئ؟! پر ټاکنو د تائید غربي مهر او که د آی اېم اېف د پورونو اسانه کول او که مصري پوځ ته نوي امریکایي پېکجونه؟!

د جمهوریت په اړه د غرب دوه گونی معیار او مرگونی سکوت:

امریکایي سیاسیون په ځانگړي ډول د دوی بهرنیو چارو وزیران ډېره داغداره ماضي لري؛ د دوی په تاریخ کي تر ټولو بدنام ترین وزیر هنري کسنچر وو چي څه موده وړاندي مړ سو؛ نوموړي نږدې یوه پېړۍ ژوند وکړ او د امریکا تر ټولو فعالترین وزیر وو او ټول ژوند ئې د نورو هېوادونو او ولسونو تباه کولواو ځپلو ته وقف کړی وو؛ د اسلامي نړۍ د سړې جگړي د بنیاد خښته همده ایښې وه؛ په هر صورت تاریخ ئې کتلی سئ! چي کله د اسرائیل او ابراهیمي تړون اجراء کوونکو عرب مشرانو نیت وکړ چي مصري جمهوریت پر همهغه تعریف عیار کړي چي غرب ئې د درېیمي نړۍ به هېوادونو کي تعریفوي نو مصري دیکتاتور جنرال عبدالفتاح السیسي ته ئې وړاندیزونه وکړل؛ د مصري پوځ لوړ رتبه جنرالان ئې رانیول او په وروستۍ ورځ ئې د مصر منتخب ولسمشر مرسي ته د اماراتو د بهرنیو چارو د وزیر او امریکایي سفیري په واسطه آخري اخطار هم ورکړ او د هغه د نه منلو په نتیجه کي کودتا پیل سوه. تفصیل لپاره ئې “له آزادۍ تېښته” کتاب وگورئ!

د امریکا د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر جان کېري چي د افغانستان معیوب جمهوریت ئې جوړ کړ او په مصر کي ئې همدې ته د ورته يوه جمهوریت د بنیاد خښته ایښې وه د ۲۰۱۳م کال د اگست پر لوموړۍ نېټه د جنرال سیسي د کودتا په اړه وویل: “له شکه پرته چي مصري پوځ د محمد مرسي په راپرځولو سره د (غربي) جمهوریت ساتنه وکړه.”

د امریکا ټول سیاسیون پر همدې تگلار عمل کوي چي دوی د اسلامپالو په لاسونو کي حکومت او اختیار نسي لیدلی؛ جنرال سیسي په نویو ټاکنو (۲۰۲۳م دسمبر) کي تر ۸۹% زیاتي رأیي گټي؛ ټول غرب لکه ړوند او کوڼ چي وي؛ سپوڼ نه وهي؛ خو د آسیا په یوه کوچني هېواد (افغانستان) کي بیا چیغي وهي چي پر شرمېدلي غربي جمهوریت د غربي اصولو له مخي ناروا تېری وسو؛ له مېرمنو سره ناوړه چلند روان دئ او داسي نور او په همدې پلمو ئې يو فقیر ملت ځپلی؛ شتمنۍ ئې ترې کنگل کړيدي او د امارت سزا د همدې هېواد مظلوم ملت ته ورکوي؛ اما د سیسي غاصب نظام ته بیا نړئوال بانک او آی اېم اېف پورونه ورکوي؛ افغان ملت د موجوده نظام له ضده په محدودیتونو ځپي او مصري ملت بیا د پوځي دیکتاتور په خوښه په درنو سودي پورونو نازوي؛ آلِ سعود، آلِ نهیان، آلَ صباح او د دوی د ابراهیمي تړون ستراتیژیک ملگری اسرائیل بیا د همدوی په اقتداء سمدستي د سیسي نظام په رسمیت ومنی او د همکارۍ ژمني ئې وکړې.

د امریکا د انقلاب راوستلو (د غربي جمهوریت د جوړولو) ماډل ډېر مشهور دئ. امریکا حقیر، مجرم او مفسد خلک راټولوي، د خزانې خولې ورته خلاصوي او دوی بیا د سیاسي کشمکش تر عنوان لاندي سړکونو ته راوباسي؛ بیا دوی د ملّي مخالفت په اصلي څېره کي وړاندي کوي او تر هغه وروسته پوځي کودتا رامنځته کوي. دلته نو رسنۍ د ذهنیت سازۍ ستر کردار لوبوي؛ بیا د بشپړي نړۍ نه د مال و دولت، ډالیو او سیاسي رشوتونو یوه لړۍ پیل سي او له نړئوالو بانکونو نه پورونه واخیستل سي تر څو ملت ته د یو څه وخت لپاره خوښي ورکړي او له ځان نه ئې راضي کړي او باغیان لا قوي کړي. د دې موخي د ترلاسه کولو لپاره په ملیاردونو ډالر مصرف کړي. په دغو پیسو کي د خاصو جنرالانو او سیاستوالو ځانگړې او ټاکلې برخه موجوده وي؛ د دوی د خادمانو او سپرلیو لپاره بیا جلا بودیجه پرته وي. او دا هر څه د هغه سودي پورونو په واسطه بیرته وصول کيږي چي په نږدې راتلونکي کي ئې د دوی همدغه نوکران له آی اېم اېف او نړئوال بانک څخه په زاريو ترلاسه کوي.

د جنرال سیسي تر پوځي کودتا وروسته چي کله د اروپایي اتحاديې د بهرنیو چارو وزیره مصر ته راغله نو له سیسي او باغیانو سره ئې ولیدل او د هغوی سره ئې مجلسونه وکړل. خو هغې نه د قانوني ولسمشر محمد المرسي سره ولیدل او نه ئې هم د ده له باغي انقلابیانو نه دا غوښتنه وکړه چي دوی مرسي مخ ته راولي؛ له دې نه دا جوته سوې چي د اروپایانو له بغاوت نه لري والی غوره کول یوازي رسمي بیان وو اما په حقیقت کي له امریکا سره دوی هم فکره دي. د اسلامي هېوادونو په اړه د دوی یوه نظریه ده او هغه د همداسي ناقص، معیوب او کرکجن غربي جمهوریت نظریه ده؛ دا هغه غربي جمهوریت نه وي چي په غرب کي حاکم وي بلکي دا د همغې اصطلاح او تعریف پر نوم را وارِد سوی داسي یو نظام وي چي نه په اسلامي/غربي وروستاړي او مختاړي اسلامي کېږي او نه غربي کېږي. دې جمهوریت ته نوې اصطلاح جوړول پکار دي لکه د افغانستان جمهوریت چي ځینو وروسته په ټامهوریت ونوموی.

په بشپړه اروپا کي یوازي د سویډن او جرمني د بهرنیو چارو وزیرانو د مصري انقلابیونو پر تشدد او ظلم و وحشت باندي د حیرت او افسوس اظهار وکړ خو دوی هم څه جدي عکس العمل ښکاره نکړ. نه ئې د مصري دیکتاتور پر ضد اروپایي پارلمان احتجاج، بایکاټ او غبرگون ته متوجه یا اړ کړ او نه ئې بل داسي مؤثر اقدام وکړ.

په مصري پوځ کي د امریکايي نفوذ او غلبې کیسه ډېره پخوانۍ ده، دا لاسوهنه د ۱۹۵۲م کال د جولای د انقلاب پر وخت پیل سوه؛ هغه وخت د انقلابیونو قوماندان حسن التهامي وو، ده د جمال عبدالناصر او امریکا تر منځ اړیکي ټینگي کړې؛ همداسي حسنین هیکل چي د جمال عبدالناصر د اطلاعاتو د مشاورت نه مخکي د قاهرې په امریکايي سفارت کي د مطبوعاتو د څانگي کارکوونکی وو؛ ده هم په دغو اړیکو جوړولو کي ستر کردار ولوبوی. چي کله پر مصر باندي نورو هیوادونو نیوکي کولې هغه وخت امریکا ظاهراً د مصر د حمایت او تائید لپاره میدان ته راووتله؛ امریکا په ۱۹۵۶م کال کي د برتانوي او فرانسوي پوځ په شړلو کي د مصر سره مرسته وکړه او اسرائیل چي د مصر کومي زمکي اشغال کړي وې د هغوی په ترلاسه کولو کي ئې هم د دوی مرسته وکړه.

د امریکا د دې مرستي او حمایت له امله د جمال عبدالناصر اعتماد او تکیه پر امریکا ډېره سوه او په پوځ کي د لومړي ځل لپاره د امریکا لاسوهنه پیل سوه؛ خو دا معامله محدوده وه. کله چي د ۱۹۶۷م کال د ماتي حادثه پېښه شوه او د جمال عبدالناصر دولت ولړزېدی او په عربو کي د ده شهرت په ختمېدلو سو نو ده په اضطراري حالت کي عبدالحکیم عامر قتل کړ او دا دروغ ئې مشهور کړل چي هغه ځانوژنه کړې ده. بیا ئې علي صبري بندي کړ او دا پروپاگند ئې پیل کړل چي اوس د استخباراتو حکومت ختم سو او داسي نور خلک له دندو وشړل سول او هیواد ئې پرېښود. وروسته چي کله سادات د حکومت واک په لاس کي واخیستی نو امریکا په ډېر احتیاط سره خپل نفوذ زیات کړ او چي کله سادات د کمپ ډېويډ تر تړون وروسته راگیر سو نو دا معامله ئې له لاسونو ووتله. امریکايي او اسرائیلي استخباراتو د مصري پوځ په منځ کي پراخي لاسوهني پیل کړې. چي کله سادات ووژل سو او حسني مبارک راغی نو د امریکا د نفوذ او اثر رجحان لا زیات بلکي بشپړ سو ځکه ستر ستر پوځي افسران به په ډلو ډلو د امریکايي سټاف روزنیزو پوهنځیو او ورکشاپونو ته ورتلل؛ تر څو په ډېر احتیاط سره ئې ذهنیت سازي(برېن واشډ) وسي؛ دغه راتلونکي پوځي څوکۍ رانیول سي او بیا وروسته د امریکايي ماسټر پلان مطابق په کار واچول سي.

یوه پخوانۍ پېښه چي په هغه کي مصري الوتکه امریکايي ساحل ته نږدې د خطرناکي پېښي ښکار سوه؛ دې پېښي ډېر رازونه بربنډ کړل. په دې طیاره کي داسي مصري جنرالان سپاره ول چي هغوی د امریکايي روزنیزو کمپونو نه خپل تمرینات سرته رسولي وو خو د تمریناتو په پای کي د دوی له جملې نه ئې ځینو امریکا ته د سر ټیټولو نه انکار کړی وو او اسرائیل د دوی د وژلو فیصله وکړه او په طیاره کي ئې بم ورته ځای په ځای کړی وو؛ همدا لامل وو چي هغوی ټول ووژل سول او وروستیو څېړنو همدا کیسه رسویٰ کړه. تر دې وروسته د حسني مبارک د واک په وروستیو کلونو کي امریکايي نفوذ ډېر ښه څرگند سو او مصري پوځ په بشپړه توگه امریکایي مِلیکیت وگرځېدو. نږدې دوه ملیارده ډالر مصري پوځ ته د امریکا له خوا کلنی اُجرت ورکول کیږي؛ او د دې خیرات نیمه برخه یوازي د څو محدودو جنرالانو حسابونو ته ځي. دا موضوع ډېره تفصیلي ده… (مصدر: له آزادۍ تېښته)

نن یو ځل بیا مصري دیکتاتور د خپل کار (د غزې پر بحران او فلاډلفیا محور ته د اسرائیلي پوځ پر ورتگ او پر نورو ځینو معاملاتو سکوت) ښه سم مُزد(مزدوري) تر لاس کړ؛ د خلیج په اوسني بحران کي ئې د خپلو بادارانو په اشاره د اسرائیل سره پوره مرسته وکړه؛ د مظلومانو ستر نړئوال زندان (غزې) دروازه ئې همداسي تړلې وساتله؛ نو ځکه به هم تر دې وروسته په اصطلاح جنرال عبدالفتاح السیسي تر ۲۰۳۰-م کال پوري د مصر ولسمشر وي… دا چي نوموړی په مسخره ټاکنو کي د ۸۹.۶% سلنه رایو په گټلو سره د مصر نوی ولسمشر اعلان سو… مقابل طرف ته ئې ولاړو ټولو کاندیدانو حتٰی لس فیصده رأيي هم ونه گټلې… د دې غربي جمهوریت (؟) په اړه هم د اروپایانو او امریکا سکوت بلکي څرگند تائید همدا خبره په اثبات رسوي چي دوی په اسلامي نړۍ کي څنگه نظامونه غواړي؟!

د جنرال سیسي غوندي بې یونیفارمه پوځي دولتونه (جمهوریتونه) د ملتونو د ویده ساتلو او د هغوی د غولولو په هدف په ملیاردونو ډالر یوازي پر تبلیغاتو Advertisements او رسنیو مصرفوي تر څو د دوی ښکلی انځور ملت ته وښيي؛ دوی همدا په ملیاردونو ډالر په درنو سودونو تر لاسه کوي او بیا ئې دومره په بې رحمۍ سره ضایع کوي؛ د همدې لوبي په تسلسل کي کله کله سروې گاني او نظرپوښتني کوي چي په ملت کي د دوی د محبوییت کچه وښيي؛ تاسي باور وکړئ د دوی د دغو سروې گانو پایلي تر ۹۰% فیصدي ټیټي نه وي… همهغسي لکه د سیسي د ټاکنو د رأیو کچه چي بې سارې لوړه ښودل کېږي

 فلاډلفیا محور څه دئ؟!

د فلاډیلفیا محور چي په دې ورځو کي ئې په اړه ډېر بحثونه کېږي؛ د غزې او مصر تر منځ د پولې په اوږدو کي یو تنگ دهلېز دئ. دغه لاره د مدیترانې له بحیرې څخه د “کرم ابو سالم” سوداگریزي تر لاري چي د صهیونیسټ رژیم تر کنټرول لاندي ده غزیدلې ده. اوږدوالی ئې تر ۱۴-کلومتره زیاته ده؛ د مصر او صهیونیسټ رژیم تر منځ په ۱۹۷۹م کال کي د لاسلیک سوي سولي د موافقې له مخي د فلاډلفیا محور د بفر زون په توگه مطرح سو . تر هغه وخته چي غزه د تل ابیب تر اشغال لاندي وه؛ د دې لاري امنیت د اشغالگر رژیم د پوځ له خوا اداره کېدی؛ خو د غزې له تړانگې څخه د اسرائیل تر وتلو وروسته تل ابیب مجبور سو چي د رفح له فلاډلفیا له محورونو څخه هم ووځي؛ دلته نو د دې سیمي امنیت د فلسطین ادارې ته په لاس ورغی او یو شمېر د اروپايي ټولني څارونکو هم کار ورسره کوی. یوه بله یادونه هم دلته مهمه ده؛ هغه دا چي کله د مصر لخوا نړئوالي مرستي غزې ته ننوځي نو دا کانټینرونه او موټران به په همدې زمکه کي یو ځل اسرائیل ته ځي او هلته به تر پلټنو وروسته په ډېر کم شمېر غزې ته ننوځي؛ مثلاً د ۷-اکتوبر د جگړي په لومړۍ میاشت کي نږدي ۵۰۰-کانټینره مرسته غزې ته داخله سوې وه؛ یعني د يوې پوره میاشتپ په موده کي خو تر جگړي وړاندي هره ورځ تقریباً شپږ سوه کانټینره خوراکي توکي او نور د بنیادي تجارت سامان غزې ته ورتلی؛ د غزې د اوسېدونکو شمېر تر دوه میلونه زیات دئ؛ اوس تصور وکړئ چي دوی به د بنیادي ضروریاتو له څومره کمښت سره مخ وي؟!

که څه هم دا محور (فلاډلفیا محور) عملاً د فلسطین زمکه ده خو تر یو وخته دا ټوله سیمه د مصر په ولکه کي پاته سوېده؛ مصري پوځ چي د یو څو تش لاسو فلسطینیانو حضور او وجود دلته نسي زغملی نو د اسرائیلي پوځ لخوا د دې کرښي کنټرول څنگه زغملی سي؟! په داسي حال کي چي دوی د اسرائیل سره د تصادم سابقه لري؛ ښکاره خبره ده چي فلاډلفیا محور د بریالیو مصري ټاکنو د اجراء او منلو د شرائطو څخه یو شرط دئ؛ دا به د فلسطین په ارتباط د مصري دیکتاتور د ډارن او خاموش سیاست برخه/ډالۍ وي.

په داسي حال کي چي اسرائیل مصر ته اخطار ورکړ چي مصري فوځ دي سمدستي فلاډلفیا محور خالي کړي او خپل پوځونه دي شاته کړي؛ اسرائیل به یو ځل بیا دا د مصر -غزې صفري سرحدي نقطه په خپل کنټرول کي واخلي تر څو د غزې د حماس د خلعِ سلاح کولو په پلمه د غزې د مظلومو اوسېدونکو کلابندۍ ته پوره عملي بڼه ورکړي. د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر ایهود باراک وايي: “د اکتوبر د اوومي برید زموږ په تاریخ کي تر ټولو خونړی برید وو؛ او په دې برید کي زموږ ذلت، بې کفایتي او زموږ د تجهیزاتو ناکامي شامله وه.” نورو هم په لسگونو اسرائیلي متقاعدو او برحاله مسئولینو ورته اعترافات کړيدي؛ له غزې نن جالب خبرونه خپاره سول چي وايي له ډېرو سیمو څخه اسرائیلي اشغالگر ځواکونه د مقاومت د شدت له وجهي وتښتېدل/شاتگ ئې وکړ؛ په دغو سیمو کي الشجاعیه، بیت حنون، د بیت لاهیا ډېره سیمه او د غزې شمالي برخي شامله ده؛ د الشجاعيې خو کیسه بل ډول ده؟! هغوی خو د اسرائیل د گولاني لواء پر ضد تاریخ ثبت کړ.

تر دغو اعترافونو، ماتو او تېښتو وروسته داسي ښکاري لکه اسرائیل چي د جگړي نوعیت او حالت ته تغییر ورکوي؛ دا شاتگ ئې یو نظامي چال دئ؛ دوی غواړي د غزې محاصرې ته شدت ورکړي؛ دا چي د یوه راپور پر اساس چي اسرائیل په ړندو او بې رحمانه بمباردونو کي د غزې نږدې ۸۰% د اوسېدلو اپارتمانونه او د هستوگني ځایونه بمبارد کړيدي؛ تر دې جگړي وروسته به د دغو ځایونو د بیا جوړولو هڅي پیل کېږي او د دغو کارونو لپاره به بیرته سیمنټ، سریه، برقي سامان او نور د اړتیا شیان غزې ته را واردېږي؛ نو ځکه هم دوی غواړي پر همهغه لومړني امریکایي پلان عمل وکړي چي پر غزې یوازي هوائي بریدونو ته دوام ورکړي؛ خپل پوځونه د غزې د څلورو خواوو پر سرحداتو او اوبو موظف کړي او غزې ته راتلونکي مرستي او د ضرورت سامانونه ښه وڅاري او په هغو کې هر هغه څه را وگرځوي چي هغه دي د غزې د بیا آبادۍ او جوړېدلو لامل کېږي او یا د مخالفینو لاس ته څه داسي شی ورسي چي هغوی د دوی پر ضد د مقاومت ابزار ترې جوړولی سي؛ دا ځکه حماس د خپلو سلاوو ډېره برخه اوس د غزې په تونلونو کي جوړوي. د همدې پلان د عملي کولو په موخه اسرائیل په غواړي د غزې ټولي سرحدي سیمي په خپل کنټرول کي واخلي.

ايسنا (د ایران د محصلینو خبري آژانس) ليکلي: که څه هم مصر په ښکاره او رسماً د رفح له سرحدي سيمي څخه د خپلو ځواکونو د ويستلو په اړه د صهيونېسټي رژيم د غوښتني خبرونه رد کړي دي؛ خو امنيتي سرچينې په دې باور دي چي غاصب رژيم د دغه پلان د عملي کولو هڅي کوي او غواړي د فلاډلفیا د محور پر لور حرکت وکړي.

په بالکان کي د نړئوالي سولي پخواني کارپوه “ایمن سلامه” د لندن څخه چاپېدونکي همدې ورځپاڼي ته ویلي: مصر مخکي هم څو ځله اسرائیل ته خبرداری ورکړی چي له احتیاط څخه دي کار واخلي؛ ځکه اسرائیلي پوځ تر دې وړاندي د رفح په کرښه بمباري وکړه او یوه اسرائیلي ټانک په تېروتنه د مصر د سرحدي څار یوه نقطه په نښه کړه او مصري سرتېرو ته ئې ځاني زیان واړوی. اسرائیل سمدستي له مصر څخه بخښنه وغوښتله ځکه چي دوی وېره درلوده چي دا پېښه به د غزې د جگړي په جریان کي د مصر او غاصب اسرائیل (غزې) پر پوله د نظامي شخړي لامل سي.

د مصر متقاعد جنرال او د ستراتیژیکو چارو کارپوه “سمیر فراج” وايي: اسرائیل که حتٰی د فلاډلفیا محور ته ننوځي؛ بیا به هم هغوی د غزې په خاوره کي دننه وي. که اسرائيل د مصر پولي ته نږدې راسي دا به نو د کمپ ډېویډ تړون څخه سرغړونه وي؛ موږ د مصر په سرحدي کرښه کي زغره وال ځواکونه لرو. د فلاډلفیا محور د فلسطین خاوره ده او په غزې پوري اړه لري او مصر پرې هیڅ حق نه لري؛ دا محور د مصر او فلسطین ترمنځ د فلسطین بفر زون دئ او هیڅوک د مصر پولې ته نه نږدې کیږي؛ ځکه دا یوه سره کرښه ده او د مصر وسله والو ځواکونو د سینا څخه د دفاع په موخه د مصر د ولسمشر عبدالفتاح السیسي د حکمونو پر اساس خپل پلانونه او چمتووالی نیولی دئ.

په دې اړه د مصر د بهرنیو چارو پخوانی وزیر “محمد العربي” هم وايي: په دې ورځو کي موږ له یوه داسي اسرائیل سره مخامخ یو چي هر څه د حقیقت خلاف وايي. دوی ځیني دروغ ځکه وايي چي حیثیت ئې پر ځای پاته وي؛ دا ځکه فعلاً د اسرائیل نظامي ځواک په هیڅ ډول شرایطو کي د نویو نظامي جبهو د پرانیستلو او د هغوی کنټرول کولو توان نلري. نوموړي وړاندوینه وکړه مصر او اسرائيل اوس د جگړي او تصادم نیت نلري؛ په سینا کي د نړئوالو قوتونو څو ملّیتي ځواکونه هم موجود دي تر څو د دواړو خواوو هر ډول سرغړوني وڅاري. په سیاسي لحاظ اسرائیل نسي کولی مصر چي د دوی د سولي د منځگړیتوب مهم لوبغاړی دئ؛ له لاسه ورکړي. تل ابیب په دې ورځو کي د امریکا او لویدیځ له هر ډول ملاتړ سره سره په ډېر کمزوري وضعیت کي قرار لري.

خو اسرائیل بیا د همدې محور پر بیرته سمبالولو ټینگار کوي او نتن یاهو وایي: “جگړه اوس اوج ته رسېدلې؛ له مصر سره د غزې د پولي په اوږدو کي بفر زون (فلادلفیا محور) باید د اسرائیلو په لاس کي وي. دا دهلېز باید وتړل سي؛ دا څرگنده ده چي کوم بل ترتیب به د مقاومت کوونکو بې وسلې کېدل تضمین نه کړي.”

دا خبره حتمي ده چي د مصري پوځ سوړ غبرگون اسرائیل تر دې هم سترو اقداماتو ته تیاروي؛ ډاکټر یوسف په دې اړه جالبه وړاندوینه کوي: د مصر پر پوله د اسرائیل لخوا د فلاډلفیا د کریم شالوم کرښي اشغال د مخکیني پلان سوي اشغال یوه برخه ده؛ یعني دا به د مصر سینا دښتي ته د فلسطینیانو د کډوال کولو د دسیسې پیل وي. دې ځای ته د اسرائيلي ټانکونو د ننوتلو اصلي موخه او د جنرال سيسي د حکومت چوپتيا په دې معنٰی ده چي ما دا اندېښنه درلوده چي په سیناء کي به د غزې د فلسطینیانو بیا مېشتېدنه او سیسټماتیک کډوال کولو پروسه به د ۲۰۲۴م کال په پیل کي د سیسي حکومت سره د یوې موافقې له مخي پیل سي.

د همدې وړاندویني پر اساس به دې موضوع ته تر لاندیني عنوان لاندي یو څه وضاحت ورکړم.

د فلسطینیانو کډوالۍ ته زمینه سازي:

د اسرائیل د مالیې وزیر بیزالیل سموټرېچ وایي: په غزه کي مېشت فلسطینیان باید نورو هېوادونو ته مهاجرت ته وهڅول (مجبور) سي. حماس ئې په ځواب کي رسمي اعلامیه خپره کړه چي: د سموټرېچ غوښتنه یو جنگي جرم او جنايي تېری دئ چي وايي: په غزه کي دي یوازي دوه لکه انسانان پرېښودل سي او شاوخوا دوه میلیونه فلسطینیان باید کډوالۍ ته اړویستل سي.

دا اوس د اسرائیل رسمي دریځ گرځېدلی او بار بار ئې دولتي مسئولینو ورته اعترافات کړيدي؛ د دوی جنگي جرائم تر حساب تېر سوي؛ غرب د امریکا په مشرۍ د یمن لخوا د همدغو جنایاتو په ځواب کي د سور سمندرگي د تنگي تړل جرم بولي او پر هغوی حتٰی برید ته لا زړه ښه کوي؛ خو اسرائیل ته ئې بیا تر اوسه ۵۰۰-طیارې نظامي مهمات استولي؛ د برتانیې په سرپرستۍ اسرائیل په لومړۍ نکبه کي ډېری فلسطینیان لبنان او نورو هېوادونو ته مهاجر کړل؛ بیا ئې هملته (لبنان کي) هغوی بمبارد کړل؛ لبنانیان ئې په ډول ډول سازشونو وهڅول چي دوی ووژني او یا ئې له خپل هېواده وشړي؛ همهغسي وسول؛ په لبنان کي ډېر ستر ظلمونه پر فلسطینیانو ترسره سول؛ البته چي د دې هجرت یوه خطرناکه نتیجه اسرائیل ولیدله؛ هغه دا چي هملته د لبنان په مهاجرتي کمپونو کي د یاسر عرفات سیکولر تنظیم PLO د ایران انقلابیون وروزل، نظامي زدکړي ئې ورکړې او د آیت الله خمیني اسلامي انقلاب ته ئې لار هواره کړه؛ د خمیني تر انقلاب وروسته لومړنۍ طیاره چي په تهران کي کښته سوه د یاسر عرفات طیاره وه؛ نوي انقلابي مشر د یاسر عرفات تود هرکلی وکړ او د اسرائیل سفارت ئې فلسطین ته وسپاری.

دا ځل بیا اسرائیل همهغسي کړني تکراروي؛ د اردن شاه عبدالله او جنرال سیسي بیا د خپل بې کفایتۍ، ډارن طبیعت او له دې وېري چي دوی ته ستونزي جوړي نسي بار بار اخطار ورکوي چي دوی ته دا سرې کرښي دي؛ یعني د اُردن او د مصر سینا دښتي ته د فلسطینیانو مهاجر کول د دوی سره د جگړي په معنٰی دي؛ دوی نه غواړي د غزې اوسېدونکي د دوی هېوادونو ته مهاجر سي او دا هیوادونه له نویو امتحانونو او کړاوونو سره مخامخ سي؛ دوی له فلسطیني په ځانگړې توگه د غزې له ملت څخه وېره لري؛ د دوی دا وېره او ډار ډېر بېځایه هم نه دئ؛ تر دې وړاندي په لبنان کي د دوی تاریخ عربانو لوستی دئ؛ فلسطینیان بالخصوص د غزې مسلمان او مجاهد ملت د انقلابي ذهنیت څښتن دئ؛ د اخوان المسلمین پر تگلار روزل سوی ملت دئ او اخوان بیا هسي هم د دیکتاتورانو سره بدي لري؛ بلکي

دیکتاتوران ورسره وران ځکه دي چي د قدرت انحصار او خپلو هېوادونو اقتصاد او شتمنۍ ئې یرغمال کړيدي؛ یوازي د دوی کورنۍ آبادي دي؛ د دغو دیکتاتورانو یوه بله وېره دا ده چي د دوی ناقص اقتصاد د دې بوج د برداشت صلاحیت نلري؛ په ځانگړې توگه د دیکتاتور سیسي انقلابي حکومت خو بیا د آی اېم اېف دومره پوروړی دئ چي حتٰی مصریانو ته لا سپارښتني کوي چي اولاد ډېر مه زېږوئ؛ د مصر اقتصاد ئې د کفالت جوگه نه دئ. خو داسي ښکاري لکه اسرائیل چي پوخ نیت کړی وي او قصداً غواړي غزه د دې سیمي پر اوسېدونکو تنگه کړي او خپل زمکنی اشغال پای ته ورسوي او د سیناء دښتي او یا هم د اردن پر خوا د غزې د اوسېدونکو شړلو او یوې ستري تخلیې ته لار هواره کړي.

راتلونکي ورځي به دا وښيي چي د ستر اسرائیل جوړوونکي صهیونیسټان کوم پلانونه پکار اچوي او دغه عرب دیکتاتوران ئې په مقابل کي څومره مقاومت کولی سي؟! البته چي زمریان به خپل مقدس مقاومت جاري ساتي او دښمن به له ماتي سره مخ کیږي. دا د الله تعالی سنت دئ چي ظالم په مظلوم ټکوي او صهیونیسټي ظالمان به دا مقدسه خاوره پرېږدي او تښتي به؛ اما تر دې وړاندي به حماس پر صهیونیسټانو او هغوی به بیا پر دغو عرب دیکتاتورانو فشار واردوي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک