No-IMG

مهم ترين های امروز سه شنبه

: ‏د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې د متحده عربي اماراتو د ملي لوبدلې پر وړاندې د درې شل اوریزو سیالیو د لوبلړۍ درېیمه لوبه له ۴ ویکټو سره وګټله او له دې سره یې د لوبلړۍ اتلولي هم خپله کړه.

: د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر کندهار کې د یو جومات په پرانیسته کې وایي چې دم‌ګړۍ د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د څه باندې ۵۰۰ لویو او وړو پروژو چارې روانې دي.

: ‏تفنگ‌داران ناشناس خان قو‌مندان شیرین تگابی را در ولسوالی شیرین تگاب ولایت فاریاب با ضرب گلوله کشتند.

منابع مردمی در فاریاب به رسانه ها گفته‌اند که خان قو‌مندان شیرین تگابی یکی از فرماندهان نیروهای اربکی در حکومت پیشین بود که روز گذشته هنگامی که از شهر میمنه به سمت خانه خود در حرکت بود، در منطقه دریاچه گورزاد این ولسوالی به قتل رسیده است.

: ‏د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې ۳۰ تنه غله نیول شوي دي.

د دغې ولسوالۍ امنيه قومندانۍ په يوه اعلاميه کې ویلي، چې نيول شوي ۳۰ تنه غله د تېرو درېيو ورځو په لړ کې، د دغې ولسوالۍ په بېلابېلو برخو کې د موټرونو، موټرسایکلونو، دوکانونو او کورونو د لوټلو په تور نيول شوي دي.

: ‏د نهم ځل لپاره د پنجشیر ولایت له کانونو۲ زره او ۷۴۶ قیراطه لاسته راغلي زمرد په یوه داوطلبی کې په ۸۰ زره امریکایي ډالر پر کورنیو سوداګرو و پلورل شول.

د پنجشیر ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس نصرت الله ملکزاده و ویل چې دا زمرد تازه د دغه ولایت له کانونو لاسته راغلي وو.

له دې مخکې هم د پنجیشر ولایت ۲ زره او ۱۱۸ قیراطه زمرد د ۱۲۳ زره او ۴۰۰ امریکایي ډالرو په ارزښت پر کورنیو سوداګرو پلورل شوي وو.

: ‏د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر ویلي چې هېواد کې باید جوماتونه او منبرونه ازاد وي.

خلیل الرحمن حقاني چې لوګر ولایت کې یوې غونډې ته خبرې کولې ویلي، په تېرو نظامونو کې «درباري» ملایانو د حکومت پر ناسمو پالیسیو سترګې پټولې.

ښاغلي حقاني ویلي چې په لرې پرتو سیمو کې دې مدرسې پیاوړې شي او له ولس یې غوښتي چې د مدرسو ملاتړ دې وکړي.

: افغاني سرې میاشتې ټولنی له سره صليب او سعودي عربستان څخه په دوو برخو کی مرستې ترلاسه کړی.

مسوولان وايي، سره صليب ۱۶ عرادې امبولانسونه سرې مياشتې ته ورکړي او دغه راز د سعودي عربستان د اړينو توکو مرستې هم شوي، چې له پاکستان څخه پر راستنو شوو افغانانو به ووېشل شي.

پلازمېنه کابل کې د ناپېژانده کسانو لوري د یوه کورس وژل شوي استاد جنازه خاورو ته وسپارل شوه.

کورنۍ یې وایي، چې د دوشنبې په ورځ ناوخته یې د نوموړي د مړینې خبر تر لاسه کړ او تر څېړنو وروسته یې جسد د قرغې په ده عربانو سیمه کې وموند.

: ‏د راپورونو له مخې؛ د کلیفورنیا ایالت یوه سوداګریز مرکز کې د ډزو له کبله دوه تنه وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

راپورونه زیاتوي، دلته یوې بلې ورته پېښه کې یو تن وژل شوی او څلور نور ټپيان دي.

: ‏د راپورونو له مخې؛ اسراییلي پوځ ویلي چې غزه کې د خپلو سرتېرو شمېر کموي.

راپورونه زیاتوي، پوځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د سرتېرو شمېر کمول به اقتصاي بوج راکم کړي او سرتېرو ته به د نویو پلانونو عملي کولو وړتیا ورکړي.

: ‏د راپورونو له مخې؛ د خیبر پښتونخوا په میرعلي بازار کې د نامعلومو وسله والو له لوري شپږ تنه وژل شوي دي.

راپورونه زیاتوي، وژل شوي کسان د پنجاب اړوند اوسېدونکي دي.

: ‏امریکايي چارواکو ویلي چې له ختیځې مدیترانې هغه کښتۍ وباسي چې د حماس ډلې ګواښونو مخنیوي لپاره ځای پر ځای شوې وه.

چارواکو زیاته کړې چې د دغې بېړۍ پر ځای بله ځای پر ځای کوي څو سیمه کې شته ګواښونه شنډ کړي.

: ‏د راپورونو له مخې؛ د جاپان هوايي شرکت یوه الوتکه نن د توکیو په هانیدا هوايي ډګر کې له یوې بلې الوتکې سره د ټکر له کبله اور اخیستی دی.

راپورونه زیاتوي، د دغې الوتکې ۳۷۹ کسیزه سورلي ژغورل شوې ده.

: ‏د رویټرز راپور له مخې؛ ترکي پوځ د اسراییلو موساد استخباراتو ته د جاسوسۍ په تور ۳۳ تنه نیولي.

اخوا انادولو خبري اژانس بیا راپور ورکړی چې پولیس د ۱۳ نورو موندنې په موخه هم څېړنې پیل کړې دي.

: ‏د راپورونو له مخې؛ غزه کې د اسراییلي پوځیانو تازه بریدونو کې نږدې ۵۰ تنه شهيدان شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

راپورونه زیاتوي، دغه بریدونه د غزې په دېر البلاح سیمه کې شوي دي.

: ‏روسیې پر اوکراین پراخ بریدونه کړي.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلینسکي ویلي، چې روسي ځواکونو له یکشنبې راهیسې د شاهد په نوم ۱۷۰ بې پېلوټه الوتکو او لسګونه توغندیزو بریدونو کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او ۹۲ ټپیان دي.

د راپورونو له مخې، نن سهار ګڼو چاودنو د اوکراین مرکز کییف لړزولی او په ګڼو ساحو کې برېښنا هم پرچاو شوې ده.

په راپورونو کې راغلي، چې زلینسکي د یادو بریدونو په تړاو د ځوابي اقداماتو خبرداری ورکړی.

: ‏د ملګرو ملتونو پرمختیايي ادارې د هرات زلزله ځپلو کورنیو لپاره له نړیوالې ټولنې څخه ۲۵ میلیونه ډالر د بودیجې برابرولو غوښتنه کړې.

دې ادارې پر اېکس لیکلي، چې له یادې بودیجې یې موخه د هرات زلزله ځپلو ته د موقتي او دایمي سرپناو جوړول، د اساسي زیربناو بیارغونه، د اوبو سیستم بیارغونه، د کاري فرصتونو رامنځ ته کول او خلکو ته د بدیل معشیت د امکاناتو برابرول دي.

: ‏د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) پر اېکس لیکلي، چې د دې سازمان مشر حسین ابراهیم طحه د روسیې فدراسیون له نوي دایمي څارونکي تورکو داودوف سره لیدلي دي.

د یاد سازمان په خبره، تورکو داودوف د روسيې فدراسیون د دایمي څارونکي په توګه خپل باور لیک (OIC) ته سپارلی.

دغه سازمان زیاتوي، چې په دې لېدنه کې دواړو لورو د اړیکو په لا پراختیا او ګډو ګټو خبرې وکړې.

: ‏د جاپان لومړي وزیر فومیو کیشیدا حکومت ته لارښوونه کړې، چې ژوند ته لومړیتوب ورکړي او د زلزلې له امله رامنځته شوی وضعیت درک کړي.

د راپورونو له مخې، د جاپان حکومت خلکو ته خبرداری ورکړی، چې ښایي په دغه هېواد کې د زلزلې شدت د یوې اونۍ لپاره تر ۷ درجو پورې وي.

جاپاني چارواکو ویلي، چې تر دې دمه ۵۷ زره ۳۶۰ کسان ژغورلي دي.

: ‏سعودي عربستان دولتي ټلوېزیون ویلي، چې یاد هېواد په رسمي ډول له بریکس سره یو ځای شوی.

بریکس په نړۍ کې د تازه ټوکېدلو اقتصادي قدرتونو نړیوال سازمان دی، چې چین، روسیه، هند، برازیل او جنوبي افریقا یې غړي دي.

: ‏د پاکستان لنډمهالي لومړي وزیر د افغان ټرانزیټ سوداګرۍ هوکړې (ATTA) د لا پیاوړي کولو سپارښتنه کړې.

انوارالحق کاکړ تېره ورځ د خپلې کابینې غړو سره په لیدنه کې ویلي چې په تورخم، چمن، غلام خان او له افغانستان سره په نورو لارو کې باید د لاریو د څار سیسټم پیاوړی شي ترڅو د قاچاق مخه ونیول شي.

هغه ویلي چې قاچاقي او غیرقانوني توکو یې د هېواد اقتصاد ته زیان رسولی دی.

: ‏رویټرز د سویلي کوریا د اپوزوسیون، «دیموکراتیک ګوند» غړو په حواله ویلي، چې د یاد ګوند مشر لي جای-میونګ په چړو وهل شوی دی.

د راپور له مخې، ښاغلی میونګ تېره ورځ د سیویلي کوریا په بوسان ښار کې د برید ښکاری شوی چې وروسته د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوی دی.

: ‏رویترز گزارش داده که در پی زمین‌لرزه قدرت‌مند روز گذشته در جاپان دست‌کم ۳۰ فرد جان باخته‌اند.

در گزارش آمده که تیم‌های امدادی برای نجات جان شهروندان گیرمانده زیر آوار تلاش دارند.

یک زمین‌لرزه به درجه ۷.۶ (دوشنبه، اول جنوری) رخ داده که در نتیجه سیستم برق‌رسانی، پروازها و خدمات ریلی مختل شدند.

: ‏صالح العاروری معاون رییس دفتر سیاسی حماس در بیروت کشته شد.

رویترز از زبان سه منبع امنیتی گزارش داده است که صالح العاروری سه‌شنبه شب در حمله پهپاد اسراییلی در ضاحیه در جنوب بیروت کشته شده است.

گفته شده که سه عضو دیگر حماس نیز در این حمله کشته شده‌اند.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک