No-IMG

د 2024 کال له پاره 24 عالي عادتونه

۱. هره ورځ سهار وختي راپاڅېږه او لږ تر لږه د يوه ساعت له پاره مراقبه (لمونځ، ذکر) يا مطالعه وکړه يا منډه ووهه. ژوند به دې نور د تېر په څېر نه وي.

۲. لږ تر لږه د يوې اوونۍ له پاره په داسې حال کې کار ته ولاړ شه چې له هيچا او هېڅ شي شکايت ونه لرې. ځان به ډېر قوي او ښه احساس کړې.

۳. د خلکو له تېروتنو تېر شه او پر ځای يې د دوی د قوت نقاط تقويه کړه. دا هغه نهايت ساده خبره ده چې تر اوسه په ټولنه کې ډېره لږه عملي کيږي.

۴. هره ورځ د يوه ساعت له پاره قدم ووهه.

۵. هره شپه يو ساعت مطالعه وکړه.

۶. د هرې ليدنې/ مجلس تر ټولو آماده کس اوسه.

۷. درسپارل شوی کار په ښه شکل ترسره کړه. دا به دې د ځاني احترام روحيه قوي کړي.

۸. ژور او کافي خوب خپل لومړيتوب وګرځوه.

۹. هغه خلک وبخښه چې درد یې دررسولی ځکه همدوی له تا اوسنی ښه انسان جوړ کړی.

۱۰. په ۲۰۲۴ کال کې هر درې میاشتې پس درې خطرناک او غير عادي کارونه وکړه.

۱۱. هره ورځ تر غرمې پورې له خپل سمارټ فون پرته کار وکړه.

۱۲. هره جمعه خپل موبايل بند کړه. ستا کورنۍ پر تا حق لري چې وخت ورکړې.

۱۳. ښو ته هیله من اوسه خو بدو ته هم پوره آماده ګي ولره. سستي د برياوو او نېکمرغيو د ځنډ لامل ګرځي.

۱۴. هر سهار د پنځو لويو نعمتونو شکرانه اداء کړه. ورځ به دې رنګينه شي.

۱۵. په خپل کور کې تر ټولو غوره اورېدونکی اوسه.

۱۶. د خپلې رشتې تر ټولو هوښيار زده کوونکی اوسه.

۱۷. خپل ښه کړه وړه لا نور ښه کړه.

۱۸. کله کله هنري نندارتونونو ته ورځه چې د دې برخې د نوابغو شهکارونه دې شعور رابيدار کړي. که له دې خاص عادته ډېره ګټه اخيستل غواړې، موبایل دې کور کې پرېږده.

۱۹. هره نوښتګره پروژه د هغې تر پيل په ښه شکل پای ته ورسوه.

۲۰. ځان ته په کمه سترګه مه ګوره، ته فوق العاده خاص يې.

۲۱. هېڅکله خپل ژوند د نورو له ژوند سره مه پرتله کوه. ستا د ژوند سفر فقط ستا له پاره مناسب دی.

۲۲. څومره چې ډېرې برياوې ترلاسه کوې، ځان همغومره مبتدي وبوله. ځينې انسانان د برياوو په نشه کې ځان بايلي.

۲۳. له چا سره چې مينه لرې، هره ورځ ورته د خپلې مينې اظهار وکړه. (په همدې مفهوم يو حديث شريف هم شته. ژباړن)

۲۴. په ياد ولره چې ستا ورځني عادتونه ستا د ټول ژوند وړاندوينه کولای شي نو هڅه وکړه چې عادتونه دې عالي کړې.

ژباړه

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک