No-IMG

افغانستان له متحدو عربو اماراتو څخه د دریو لوبو لړۍ ۲-۱ وګټله

افغانستان له متحدو عربو اماراتو څخه د دریو لوبو لړۍ ۲-۱ وګټله. ټولو ته دې مبارک وي. د نجیب ځدراڼ دې کور ودان وي چې اخره کې یې شپږیزې ووهلې او زموږ پرده یې وکړه.

له هند سره تر لوبې مخکې او نړیوال جام ته د چمتوالي په درشل کې د دغه سیریز کټل هم لوبغاړو ته له رواني لحاظه، هم د لوبډلې د ترکیب او هم د افغانستان د کرکټ د حیثیت ساتلو له لحاظه مهم وو.

نوین الحق ته دې مبارک وي چې په شل اوریزو لوبو کې یې خپل تر ټولو غوره بالینګ وکړ، د شل اوریزو سیالیو په لوبې کې یې تر دې دمه څلور ویکټې نه وې اخیستې.

قیس احمد هم بهترین بالینګ وکړ او درې ویکټې یې واخیستې. خو له لوبې وروسته یې چې په اردو خبرې وکړې، دا یې سنجیده کار ونکړ. موږ خپلې ژبې لرو، که په انګلسي خبرې نه شی کولای، په خپلې مورنۍ ژبې وغږېږئ، هېڅ عیب په کې نه شته. که په پردۍ ژبې خبرې کوی، بیا په انګلیسي وغږېږي چې هم د کرکټ ژبه ده او هم نړیواله ژبه.

عمده ستونزه څه وه؟

په دې سیریز کې عمده ستونزه د افغانستان توپ وهنه وه. دا سیریز  زما په فکر  باید د ځینو لوبغاړو د ازمایلو او ځینو ته د خدای په امانۍ سیریز وي.

افغانستان په شل اوریزو لوبو کې د نړۍ بهترین او غوره لوبغاړي لري، خو د لوبډلې ترکیب یې فوق العاده نه دی.

د توپ وهنې یوه عمده ستونزه دا وه چې لوبغاړو اوږده پارټنرشېپونه ونشو کړای.

شل اوریزې لوبې د بالونو د مس کولو او ډاټ کولو لوبې نه دي، خو متاسفانه په دې سیریز کې د اکثریت توپ وهونکو منډې تر بالونو کمې وې، دا په شل اوریزو نړیوالو سیالیو کې یوه لویه او نه جبرانېدونکې ستونزه ده.

په اولې لوبې کې د رحمان الله ګربز له سلیزې پرته، نورو توپ وهونکو ښې لوبې ونه کړي. سمه ده چې د شارجې پچ په شپه کې د توپ وهنې لپاره سختېږي، خو اکثریت لوبغاړو وضعیت او حالت ته په کتو لوبه ونه شوه کړای.

له اماراتو سره لوبو کې خو بچ شو مګر له هند او نورو قوي لوبډلو سره داسې لوبې کول به موږ ډېر بد خراب کړي.

د توپ وهونکو مسئله هم وه. دوی هم وایډونه ډېر کړل، نو بال هم په کې وشو، بالینګ کې ډسپلین ډېر ونه لیدل شو.

څه باید وشي؟

افغانستان په جنوري کې له هند سره لوبې کوي او بیا به نړیوال جام وي.

په اوپنېنګ باندې کار کول، شاید ځينې دلیل ووايي چې اوس ناوخته دی چې بل نوی ځوان اوپنر وازمایل شي او یا چانس ورکړل شي، پوهېږم ناوخته ده، خو دا ناوختي په دې مانا نه ده چې یو لوبغاړي چې مسلسل لس ۱۵ لوبې کوي او یوه پنځوسیزه نه شي کولای، هغه بیا هم ولوبوو او بیا هم چانس ورکړو. له اماراتو سره د یو یا دوو اوپنرانو د ازمایلو ښه وخت و، که مو بایللې هم وای، ځوانو لوبغاړو به تجربې ترلاسه کړې وای. له لومړۍ لوبې وروسته د بورډ یو مسئول د یو اوپنر او دوو نورو لوبغاړو په اړه راته ویلي وو چې له اماراتو سره یې لوبې اخري چانسونه دي، که ونه ځلېدل اساسي سکواډ ته به غوره نه کړل شي. وګورو چې څه کېږي.

دا هم یو انتخاب کېدای شي چې اوپنېنګ ابراهم او ګربز وکړي، ګربز تېزه لوبه کوي او ابراهیم ارامه. یو اړخ به منډې کوي او بل اړخ به ویکټه هم ساتي او لوبه به هم روانه ساتي. زما هیله دا ده چې کرکټ بورډ په دې انتخاب باندې جدي فکر وکړي.

هماغسې چې نړیوال جام کې عظمت عمرزی مخکې لوبې ته راوستل کېده، ښه به وي چې شل اوریزو لوبو کې ون ډاون راوستل شي. دی وضعیت ته په کتو لوبه کوي، که د تېزې لوبې ضرورت وي، تېزه لوبه درته کوي او که د ورو ضرورت و، ورو.

البته په مډل ارډر کې د یو بل توپ وهونکي اشد ضرورت دی. بدیلونه شته. دروېش رسولي له بده مرغه په دوو لوبو کې هېڅ هم ونه شو کړای. تېر شل اوریزو نړیوال جام کې هم و. البته، که یو لوبغاړی په بد وضعیت کې او په ښه توپ باندې اوټ کېږي، یوه پلمه کېدای شي، خو که لوبغاړی حالت او وضعیت درک کولای نه شي، دا د اندېښنې وړ مسئله ده.

زه بیا هم وایم، اکرام علي خېل هم یو ښه انتخاب کېدای شي په مډل ارډر کې، هغه ون ډاون هم لوبه کولای شي که ضرورت و. ټو ډاون او وروسته خو یې خپل پوزېشن دی.

نور ټول لوبغاړي د شل اویزو لوبو غوره لوبغاړي دي.

زه فکر کوم، چې افغان کرکټ بورډ به یو شمېر لوبغاړي تر نړیوال جام پورې ځان سره ساتي، کله به یو او کله به بل ازمايي او په اخره کې به یې شره راټولوي. اصلي هدف شل اوریز نړیوال جام دی چې د هغه لپاره باید د لوبډلې ښه ترکیب برابر او هلته لوبې وګټل شي. موږ په شل اوریزو سیالیو کې د ډېرو لوبو ګټلو چانس لرو.

توکل په خدای.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک