
مهم ترين های امروز دوشنبه
✒️: د پاسپورټ عمومي ریاست، رییس عبدالکریم حسیب په یوې ویډیو کې چې د دغه ریاست پر اېکس پاڼه خپره شوې ویلي چې «په افلاین بڼه یا په سپينو عریضو به د پاسپورټ د وېش لړۍ د چهارشنبې په ورځ چې د مرغومې له ۲۰ مې سره برابره ده پېل شي.»
ښاغلی حسیب زیاتوي «چې په انلاین بڼه کې ځینې ستونزې وې او هغو کسانو چې پاسپورټ ته یې اړتیا درلوده هغوی ته وار نهرسېد، نو ځکه مو په افلاین بڼه د پاسپورټ د وېش بهیر پېل کړ.»
✒️: د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت پر اېکس پاڼه د يو انځور په خپرولو سره، په کابل کې د ښځو د نیولو راپور له حقیقته لېرې بللی دی.
دغه وزارت لیکلي چې ښځې نیول شوې نهدي بلکې هغوی هغه سوالګرې دي چې له ښاره راټولې او تر بایومېټریک وروسته ورته معاش وټاکل شي. اما پر خواله رسنيو کې خپرو شوو ويډيو ګانې کې خلک ادعا کوي چي د امربالمعروف وزارت کارکوونکي له بازار څخه ښځې د بې حجابۍ په نوم له ځان سره وړي.
✒️: د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیالۍ په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي چې تر دې مهاله یې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو څخه د ۱۴ زره او ۸۱۳ ښځینه وو، اووه زره او ۵۸۰ نارینه وو او ۲۵ زره او ۷۲۶ تنه ماشومانو په ګډون ۴۸ زره او ۱۱۹ تنه سوالګر راټول کړي دي.
✒️: د اسلامي امارت رییسالوزرا ملا محمد حسن اخوند د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیرخان متقي په ګډون د کابینې د ځینو غړو په شتون کې د پاکستان د جعیت علمای اسلام ګوند له مشر، مولانا فضل الرحمن سره لیدلي دي.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغې لیدنه کې مولوي محمد حسن اخوند ویلي چې پاکستاني چارواکي باید د افغان کډوالو پر وړاندې له روان ظالمانه چلنده لاس واخلي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه لیدنه کې مولانا فضلالرحمن ویلي چې د جمعیت علمای اسلام ګوند د افغان کډوالو په تړاو د پاکستاني حکومت پر وړاندې غږ پورته کړی او دغه چلند یې ناسم بللی دی. د خبرپاڼې له مخې، مولانا فضلالرحمن کابل ته د خپل سفر موخه د دواړو هېوادونو تر منځ د ناخوالو پای ته رسول او د اقتصادي او سیاسي اړیکو پراختیا یاده کړې ده.
✒️: امارت اسلامی با ابراز خرسندی از کارکردهای فریدون سینیرلی اوغلو هماهنگکننده ویژه سازمان ملل متحد برای افغانستان، میگوید او تا حدی واقعیتهای افغانستان را به جهان نشان داده است.
✒️: د کورنیو چارو وزارت لومړی مرستیال، محمد نبي عمري د دغه وزارت له لوري د ویاندویانو د ظرفیت لوړونې په سیمینار کې وایي، چې په افغانستان کې به د اسلامي نظام پرته بل هېڅ نظام ته اجازه ونه کړل شي او زیاتوي چې په دغه برخه کې "هر ډول قربانیو ته چمتو یو".
✒️: د ننګرهار د پوهنې ریاست ویاند، فرهاد احمد ستانکزي ویلي چې تېره شپه د دغه ولایت د حصارک ولسوالۍ د پوهنې د امر، غلام جیلاني حنفي کور ته د نامعلولو کسانو له لوري لاسي بمونه غورځول شوي چې د نوموړي څلور لورګانې په کې وژل شوي دي.
✒️: مولوی عبدالکبیر معاون سیاسی ریاستالوزرا در دیدار با حسن کاظمی قمی، سفیر و نمایندهی ویژه رییسجمهور ایران در افغانستان، داعش را دشمن مشترک خوانده و گفته که هدف این گروه بیثباتسازی منطقه و کشتن افراد بیگناه است. بر بنیاد خبرنامه ارگ، حسن کاظمی قمی در این دیدار گفته که گروههایی که به اختلاف میان افغانستان و ایران دامن میزنند، هیچگاه کامیاب نمیشوند.
در خبرنامه آمده که حسن کاظمی قمی اطمینان داده که اگر افغانستان به محلی برای صادرات کالاهای کشاورزی تبدیل شود، ایران بازار خارجی این کالاها خواهد بود.
✒️: سازمان ملل: اسرائیل با حملات خود از 7 اکتبر تاکنون 1.9 میلیون نفر از جمعیت 2.3 میلیون نفری نوار غزه را آواره کرده است.
✒️: وزارت صحت فلسطین در غزه: تعداد قربانیان حملات اسرائیل با جان باختن ۲۴۹ نفر دیگر در ۲۴ ساعت گذشته به ۲۳ هزار و ۸۴ نفر و شمار مجروحان به ۵۸ هزار و ۹۲۶ نفر رسید.
✒️: تدروس آدهانوم گبریسوس، مدیرکل سازمان جهانی بهداشت در شبکه اجتماعی ایکس تاکید کرد: قتل عام در غزه باید پایان یابد.
او اعلام کرد که گزارشهای نگرانکنندهای از تشدید درگیریها و دستور تخلیه مداوم در نزدیکی بیمارستان شهدای اقصی در غزه دریافت کرده است. گبریسوس با بیان اینکه به گفته رئیس این بیمارستان، بیش از 600 بیمار و اکثر کارکنان بخش بهداشت مجبور به ترک بیمارستان شدند، توضیح داد که مشخص نیست این افراد کجا هستند.
✒️: آنتونی بلینکن، وزیر امور خارجه آمریکا در دیدار با محمد بن زاید آل نهیان، رئیس دولت امارات متحده عربی بر حمایت آمریکا از تشکیل دولت مستقل فلسطین تاکید کرد.
بلینکن طی پیامی در شبکه اجتماعی ایکس اعلام کرد که امروز با آل نهیان در ابوظبی دیدار و تلاشها برای جلوگیری از گسترش درگیریها و تامین نیازهای بشردوستانه در نوار غزه را بررسی کردهاند.
وزیر امور خارجه آمریکا افزود: (در این دیدار) بر تعهد به تشکیل کشور مستقل فلسطین تاکید کردم.
✒️: د راپورونو له مخې؛ د میانمار شمال لویدیځ کې د ډیموکراسۍ پلوه مقاومت کوونکو تر ولکې لاندې کلي د پوځ په هوايي برید کې لږ تر لږه ۱۷ تنه وژل شوي دي.
دغه څرګندونې ځايي خلکو کړې، خو اخوا پوځ بیا دا بیان رد کړی او ویلي یې دي چې دوی نه دی کړی.
✒️: د راپورونو له مخې؛ شیخ حسینې د څلورم ځل لپاره د بنګله دېش ټاکنې وګټلې.
راپورونه زیاتوي، حسینې له ۳ سوه پارلماني څوکیو ۱۵۲ یې ګټلې چې په دې سره به پنځه کاله نوره په واک کې پاتې شي.
✒️: روغتیا نړیوال سازمان وايي چې اسراییلي پوځیانو د غزې الاقصا روغتون سلګونه ناروغان او ډاکټران نامالوم ځای ته وړي.
د راپورونو له مخې؛ پر دې سربېره غزه کې د الجزیزې ټلوېزیون د دفتر رییس زوی او یو بل سیمه ییز خبریال د غزې په سویل کې د اسراییلو په برید کې وژل شوي دي.
✒️: د راپورونو له مخې؛ ټاکل شوې چې امریکا نن یوه فضايي بېړۍ سپوږمۍ ته واستوي.
راپورونه زیاتوي، که له پلان سره سم دغه ماموریت پرمخ یوړل شي نو د روان کال فبرورۍ په ۲۳مه به فضايي بېړۍ د سپوږمۍ پر مخ کېني.
✒️: د ایران کډوالۍ سازمان راپور له مخې؛ کرمان ولایت کې د تېرې چارشنبې بریدونو کې د وژل شویو افغانانو شمېر ۱۴ تنو ته پورته شوی.
راپورونه زیاتوي، دغه بریدونو کې ۱۹ نور افغانان ټپیان شوي دي.
✒️: د لبنان حزب الله ډلې په یوه پیغام کې د خپل یوه پوځي قومندان وسام حسن طویل ( حاج جواد) وژل کېدل تایید کړي دي.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، نوموړی چې د اسراییلو پر میرون هوايي اډې د توغندیز برید قوماندان و، د لبنان جنوب خربت سلم ښار کې په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی.
✒️: یوناما وايي، چې اوسنیو شرایطو ته په کتو به په نړۍ کې تر ۲۰۳۰ کال پورې ۱۱۰ میلیونه ښځې او انجونې له ښوونځي څخه بې برخې پاتې شي.
دې ادارې پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې دا چاره به ښځې او انجونې له تاوتریخوالي او ناوړه ګټې اخېستنې سره مخ کړي.
✒️: سویس په روان ۲۰۲۴ کال افغانستان کې خپل دایمي بشري ماموریت پیلوي.
د یاد هېواد بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې له دغه ماموریت یې موخه اړمنو افغانانو ته د موثرو بشري مرستو رسول دي.
✒️: پاکستانۍ «اکسپرس تریبیون» ورځپاڼې د ا.ا لخوا د کونړ سیند پر سر د بند جوړولو پروژې په هکله یوه مقاله خپره کړې او ویلي یې دي چې که دا کار وشي نو د افغانستان او پاکستان ترمنځ موجودو لانجو باندې به یوه بله هم وراضافه کړي.
لیکوال ویلي «مگر دا چې افغانستان پر کونړ سیند باندې بند جوړ کړاي شي ډیر ممکن نه بریښي ځکه چې افغانستان یې نه پیسې لري او نه بین المللي ملاتړ او شناخت»
✒️: د افغانستان لپاره د ایران ځانگړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي د یوناما له مشرې «روزا اتونباییوا» سره کتلي دي.
په کابل کې د ایران سفارت ویلي چې پدې لیدنې کې په افغانستان کې د آنلاین زده کړو او یو شمیر نورو برخو کې د ایران او ملگرو ملتونو د همکاریو په اړه بحث او خبرې اترې شوي دي.
✒️: د خېبر پښتونخوا په باجوړ سیمه کې د چاودنې له امله د دغه هېواد پنځه سرتېري وژل شوي او ۲۷ تنه نور ټپیان شوي دي. د پاکستان امنیتي مسوولینو ویلي چې دغه چاودنه داسې مهال رامنځته شوې چې پولیس د ماشومانو د فلج د واکسین له ټیمونو سره د هغوی د خوندیتوب په مخه یوځای شوي وه. په دغه چاودنه کې د لس تنه ټپیانو وضعیت هم نازک ښودل شوی دی.