هر چا چې ملت ته د خپل سیاسي حریف او رقیب په سترګه کتلي؛ هغوی له تور برخليک سره مخ شوي
هر چا چې ملت ته د خپل سیاسي حریف او رقیب په سترګه کتلي، له بده مرغه هغوی په يو نه یو شکل له تور برخليک سره مخ شوي.
د نړۍ پرمختللو هېوادونو سياستوال شخصي موقف، واک او او شهرت لپاره نه، بلکې د خپل هېواد او ولسونو لپاره له قدرت او شخصي شهرت نه تیریږي، تر څو خپل ملت او هیواد له بدبختیو او ناخوالو وژغوري؛ او په ضمن کې د هیواد ملي سیاسي ګټو په خاطر له خپل ملت سره هر ډول د تعامل لاره پرانیزي.
مګر متأسفانه زموږ مسلمانان او په تیره بیا زموږ افغانان د قدرت او شهرت لپاره له خپل سر، مال، ملت، او هیواد نه تیریږو، خو د خپل ملت او هیواد لپاره خپل قدرت مقام او شهرت له لاسه نه ورکوو.
“هوښیارانو ته یوازې اشاره کافي ده”