
خپل محبوب يي هيڅکله يواځې پرينښود!
د تبوک غزوي نفير عام وو- د روم قيصر يو نيم لک فوځ د هر څه له منځه وړلو لپاره روان شوي وو، په مدينه کي اعلانونه وشول چې پرته له مريض، معذور، ماشوم ، ضعيف العمر او ښځو نور ټول د جهاد لپاره راووځي ، معني دا چې پرته له شرعې عذره که څوک پاتي شول منافق به پيژندل کيږي ، نوي کسانو پوري مختلف خلک په حيلو او بهانو پاتې شول. حضور سره تر ديرش زره کسان ووتل چې هغه کي يو شمېر منافقين هم ول ، هغو يو ځای کوښښ وکړ چې تا په يوه ځانګړي موقع کي د غره له کمره وغورځوي.
ځاي پر ځاي به احوالونه راتلل چې فلاني پاتي شو او رانغلو ، يو شمېرو سره چې چټکۍ سورلۍ وی وروسته يي ځانونه درورسول ، تر دوه نيم سوه کلو متر مزل وو، د عربو شګلنو دښتو د سختۍ ګرمۍ موسم وو ، چې دا ټول سفر پرته له سورلي ممکن نه وو
ابوذر غفاري له نظرونو غايب وو، له هغه محبوب څخه چې هغه د مدينې ژوند کي هيڅکله ابوذر يواځې پرينښود -ليکن دلته ټول حيران ول، هغه ابوذر چې ټول د خپل محبوب سره محبت وو، هغه خو به پخوا له ټولو مخکي وو، کله هم شاه ته نه پاتي کيده ، پريشاني وه ، حضور هم ظاهرا څه نه ويلي!
يو ورځ خلکو وليدل چې يو سړي چې يواځې څه يي په خپل سر يخي او د لري څخه په صحرا کي ور روان ښکاري - د صحرا ګرمي او سختيو سره مبارزې وهلي يو کمزوري حرکت شيبه په شيبه رانږدې کیږي
معلوم ندی چی څوک دي؟
رسول الله صلی الله عليه وسلم ته وويل شو!
هغه وفرمايل: ابوذر به وي!
چي نږدي شو!
نو- ابوذر وو!
څه شوي او ولي؟
ووښ يي د مزل او تللو انکار وکړ، ډير کوښښ يي وکړ ، ليکن لښکر تري روان شو!
چي کله بله چاره نه وه ، سامان يي په سر کيښود او پياده د لښکر پسي روان شو،
چي کله د محبوب حضور ته حاضر شو هغه صلي الله عليه وسلم ورته وفرمایل: ابوذر به يواځې ژوند کوي، يواځې به مړ کيږي او يواځې به د قيامت په ورځ حشر کيږي!
وختونه تير شول ، په شام کي امير معاويه والي وو، شاهانه جال جلال سره يي ژوند روان وو
د خداي درويش به د مال ، زر ، جال او جلال په مذمت کي هر ورځ اياتونو او د محبوب څرګندنې په دربار کي بيانول.
والي نور په تنګ شو نو امير المومنين عثمان بن عفان رضي الله تعالی عنه ته يي وليکل چې هغه نور مدينې ته وروغواي،
هغه مدينې ته راوغوښتل شو، ليکن ابوذر هلته هم خپل دعوت جاري وساته، د مال او منصب فتنو به يي خلک ډارول ، آخر د نو عمره ځوانانو لخوا يي زوريدنه پيل شوه ، خليفه حضرت عثمان بن عفان مشوره ورکړه چې چيرته لري د خلکو او ښارونو په صحرا کي خپل پاتې عمر تير کړي،
حضرت علي رضي الله تعالی عنه چې خبر شو د مدينې تر سرحدونو يي د احترام په پار همراهی کړ...
دواړه ضعيفه ښځه او خاوند په يوه کڼډواله کي ژوند پيل کړ
کله چي د ابوذر ته مرګ نږدي شو او مرګ ته يي شيبې شمارل وو - ښځي يي ورته په ژړا وويل: زه يواځې ضعيفه ښځه يم ، که ته وفات شي کفن له کومه کړم، غسل څرنګه درکړم! جنازه به څرنګه شي او بيا تدفين به څرنګه کړم؟
هغه په دردمند او مريضي وهلی ټکني او کمزوري آواز وويل: تشويش مه کوه کله چي مړ شوم جنازه مي هغي لارې په سر کيږده ، د خلکو يو پاکه ډله به راشي هم به غسل راکړي هم به کفن راکړي او هم به مي خاورو ته وسپاري ، ما ته زما حبيب دا هرڅه لا پخوا ويلي!
وفات شو، ښځي يي په تکليف جسد تر نږدي لاري ورساوو- سر ته يي په صحرا کي يواځي ناسته ده - لږ وخت وروسته يو قافله راښکاره شوه - رانږدې شوه ګوري چې دښته کي يو ښځه ناسته ده راوګرځيدل ، پوښتنه يي وکړه څه مرسته وکړو؟
هغي جنازي ته اشاره وکړه ، پوښتنه وشوه څوک دي؟
ښځي وويل: ابوذر
د قافلي مشر له خولي چغي ووتي، په ټوله قافله کي د انا لله وانا اليه راجعون چغو انګازي شوي
قافلي مشر يو نحيف سړي وو چې خلکو به د رسول الله صلی الله عليه وسلم کورنۍ ته منسوباوو په ژړا له خپلي سورلۍ راکوز شو، لوي عالم ، محدث او فقيه ، هغه چې يو يو آيات به يي خپله د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه زده کاوه
حضرت عبدالله بن مسعود رضي الله تعالی عنه غسل ورکړ، کفن يي ورکړ او په صحرا کي يواځي خاورو ته وسپاره ،
هغه چې قيامت په ورځ به يواځې حشر شي.
الله تعالی د پر تا رحم وکړي د امت درويشه!
........
هسي د نظامونو درويشانو پوري راياده شوه چې دفتر په دفتر او کور په کور ګرځي او نور د مال او منصب فتنو څخه ويروي ليکن څوک يي نه خوښوي يواځې به وي او يواځې به شي او يواځې به مړه شي!!