No-IMG

د چڼیتوب په اړه زما شخصي نظر

ما تر شرح جامې پورې چې په افغانستان کې د نحوې وروستی کتاب دی درسونه په کور او کلي کې ویلي دي.

مور مې د خدای وبښي هغې چړیتوب ته اجازه رانکړه ویل یې چې کوم ملا چړي/چڼی پاتې شوی وي هغه د کلي او ولس په نبض نه پوهیږي.

ډېرو به  داسې ګڼلي وي چې چړي لکه څنګه چې په تسپو کې نه حسابیږي له تسپو د باندې به هم حساب نه ورباندې کیږي خو داسې نه ده.

و اېستم د ښکلو د محفل له ذکره تېر عمر

دادی د تسپو چړي شوم اوس له شماره و وتم

پسرلی

په جوماتو کې او دغه راز هغو مدرسو کې چې د اقتصاد وضعه یې ښه نه وي خلک ډوډۍ ورکوي دغه ډوډۍ چې وظیفه او زیره ورته وايي چړيان یا چڼي را ټولوي. وظیفه ماهم راټوله کړي د هغو شپو تاثیرات مې په شعر کې هم شته

د ورهٔ په خوله کې یوه خوله راکړه ښایسته جانانه

وظیفه راوړه خدای د وبښه راځه جانانه

همدغه چڼي بیا تالبان کیږي عالمان کیږي او د دین خدمت کوي، او خپله هم دین زده کوي.

زما ماشومتوب له چړیانو سره تېرشوی ځکه چې موږ مدرسه درلوده د تالبانو ترڅنګ چړیان هم پکې و، د تالبي په دوره کې مې وخت ورسره تېرکړی او د تدریس پرمهال هم له چړیانو بېل نه یم پاتې شوی زموږ مدرسه له سږ کال پرته یو وخت هم بې چړي نه ده پاتې. له پورته خبرو سره سره زه چړیتوب نه خوښوم

لکه څنګه چې هرشی منفي او مثبت اړخ لري چړیتوب هم له دغې قاعدې مستثنی نه دی، مثبت پواینټونه خو مې یادکړل منفي دادی چې ماشوم له تعلیمه تربیې ته ډېر ضرورت لري. تر بیه تر هر چا دمورو پلار موثره تمامیږي په علمي مراکزو کې که مدرسې دي که مکتبونه .... د تربیې سیستم نشته. بله داچې مربي هر څومره نیک شي پردی اولاد، پردی اولاد دی. تر ځواني پورې چې کوم ژوند دی دا پخپل کلي ولس او د مورو پلار په وړاندې پکار دی. بله داچې د چړیتوب په عمر کې زدکړه هغې مرحلې ته نه وي رسېدلی چې سړی ورته مسافرشي د دوی د مستوی کتابونه پخپل کلي او جومات کې هم ممکن دي چې زده شي.

زما مشوره مدرسینو مهتممینو ته داده چې د چړیتوب دود لغوه کړي او د پوهنې وزارت نه مې غوښتنه ده چې د ابتدايي کتابونو دزدکړې لپاره په هرکلي مدرسې جوړې شي چې دمکتب په څېر یوازې نهاري وي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک