کله چې د ژوند کړۍ درباندې راتنګه شوه، د ځان آرامولو له پاره دا 14 کارونه وکړه
1. قدم وهل: په قدم وهلو سره دې ذهني حالت ښه کيږي او نوې روحيه درکوي.
2. رخصت اخيستل: يوه مکمله ورځ له کاره رخصت واخله او هغه څه وکړه چې زړه دې غواړي.
3. مرسته کول: له يوه ناپېژانده کس سره مرسته او د همدردۍ اظهار وکړه. له نورو سره مرسته او د همدرۍ اظهار دروني خوښي او سکون دربخښي.
4. کافي شاپ ته تلل: د ښار يوه مصروف کافي شاپ ته ولاړ شه يا د يوه مشهور سړک پر سر کېنه او په چوپه خوله د خپلې شاوخوا خلک ننداره کړه. هېڅ ضرور نه ده چې له چا سره خبرې وکړې.
5. پوهه ترلاسه کول: له کوم حالت او ستونزې سره چې مخ يې، د هغې په اړه تحقيق وکړه. ځان په پوهه سمبال کړه او خپلې ستونزې پرې راکمې کړه.
6. آمادهګي: د سبانۍ ورځې د کارونو له پاره سر له نن ماښامه لست جوړ کړه.
7. د قوت نقاط: د خپل قوت 20 نقاط وليکه او خپل ځان ته خوشاله شه.
8. مخته ځه: کوچني-کوچني قدمونه اخله او پرلهپسې مخته ځه. پر يوه حال پاتې کېدل هېڅ نه درسره ښايي.
9. پخوانی شوق: د خپلې ماضي يو پخوانی شوق راتازه کړه او که يې نه لرې، نوی راپیدا کړه.
10. لومړيتوبونه: د خپل ژوند او اوسني وخت لومړيتوبونه درک کړه او له اضافي بوختياوو سره خدای پاماني وکړه.
11. ماشومانه خوی: داسې يو څه وکړه لکه په ماشومتوب کې چې دې کول. ژوند ډېر جدي مه نيسه.
12. ورځنی يادښت: د ورځنيو يادښتونو د ليکلو عادت خپل کړه. دا عادت به درسره مرسته وکړي چې خپل ذهن له منفي خيالاتو خالي کړې.
13. کافي خوب: هڅه وکړه هره شپه له 9-7 ساعتونو خوب وکړې.
14. له ځان سره همېشه دا خبره تکراروه چې ژوند يو سفر دی او اوس چې کوم حالت تجربه کوې، دا موقتي دی او تېرېږي.