No-IMG

مهم ترين های امروز سه شنبه

: ‏د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدران وایي چې نن مازدیگر د کابل ښار ۱۶مې حوزې اړوند الوخیلو سیمه کې په یوه موتړ کې د ځای پر ځای شوي مقناطیسي ماین د چاودنې له کبله درۍ تنه وژل شوي او څلور تنه نور یې ټپیان شوي دي. خالد ځدران زیاتوي چې د پیښې په تړاو یو شکمن کس نیول شوی دی.

: ‏د ملي تدارکاتو کمیسیون د شاوخوا لسو میلیاردو افغانیو په ارزښت ۲۴ بیلابیلې پروژې منظورې کړي دي.

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وایي چې پدې پروژو کې د پارنده پنجشیر د مایکرو هایدل برېښنا بند جوړولو، زابل ولایت کې د توري بند د پاتې چارو بشپړولو، ‏په کابل ښار کې د ځینو مهمو سړکونو اساسي جوړونې، په مختلفو ولایتونو کې هېوادوالو ته د برېښنا رسولو، پر ښارونو سربېره په لرې پرتو سیمو کې هېوادوالو ته د باکیفیته او چټکو انټرنيټي خدمتونو وړاندې کول او یوشمېر نورې پروژې شاملې دي.

: ‏د پنجشېر د کانونو او پټرولیم ریاست ویلي چې نن (سې‌شنبې د مرغومې په ۱۹مه) په یوې داوطلبۍ کې د ۱۹۸ زره او ۲۰۰ ډالرو په ارزښت ۱۵۱۹ قیراطه زمرد وپلورل شول.

د پنجشېر د کانونو او پټرولیم رییس محمد قاسم امیري ویلي چې دغه زمرد کورنیو سوداګرو پېرلي دي.

: ‏عطاالله عمری سرپرست وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در دیدار با رزا اوتونبایوا رییس یوناما درباره مسایل مربوط به کشاورزی و باغ‌داری گفت‌وگو کرده است.

در خبرنامه وزارت زراعت آمده که آقای عمری در این دیدار درخواست کمک بیش‌تر در زمینه‌ی کشاورزی را کرده و گفته که امارت اسلامی هنوز امکانات کافی را در این بخش ندارد.

بر بنیاد خبرنامه وزارت زراعت، رییس یوناما گفته که بسیاری از کشورها آمادگی خود را برای ایجاد کشت بدیل موادمخدر در افغانستان نشان داده‌اند.

: د بهرنیو چارو وزارت ویاند پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې ښاغلی بکن په دغې لیدنه کې افغانستان ته د افغان کډوالو د راستنېدو د «ښه مدیریت» ستاینه کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په دغې لیدنه کې ویلي چې په افغانستان کې له وروستیو پرمختګونو باید سترګې پټې نه‌شي او افغانستان لاهم له کډوالو سره د مرستې په برخه کې د نړۍوالو همکارۍ ته اړتیا لري.

: ‏د افغانستان کرېکټ بورډ د هغو دریو ملي لوبغاړو بندیزونه تعدیل کړل چې تېره میاشت یې پرې لګولي و.

بورډ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې نوین الحق، مجیب الرحمن او فضل الحق فاروقي دوی ته په جلا برېښنالیکونو کې د افغانستان لپاره لوبو کولو ته چمتووالی ښودلی دی.

د خبرپاڼې له مخې، یادو درې واړو لوبغاړو ته ښایي مرکزي تړون او په بهرنیو لیګونو کې د لوبېدو اجازه هم ورکړل شي.

: ‏د جرمني زلزلې پېژندنې ادارې راپور ورکړی چې تېره شپه ناوخته مهال بدخشان ولایت کې زلزله شوې ده.

راپور زیاتوي، د دغې زلزلې شدت ۴.۲ رېښتر ښودل شوی دی.

: ‏د بلخ صنعت او سوداګرۍ خونې مشر امام الدین سنايي زاده وايي، دغه ولایت کې تېر کال نږدې ۲۰۰ تولیدي کارخونو ته جوازونه ورکړل شوي او فعالیت یې پیل کړی.

د هغه په خبره، اوس مهال بلخ کې ۱۷۰۰ تولیدي کارخونې فعالیت کوي چې نږدې ۳۰ زره کسانو ته په کې د کار زمینه برابره شوې.

: ‏سازمان ملل: افغانستان با «بدترین خشکسالی» در 30 سال اخیر مواجه است.

دفتر هماهنگی امور بشردوستانه سازمان ملل متحد (اوچا) در گزارشی اعلام کرد: 30 ولایت از 34 ولایت افغانستان با کیفیت شدید یا بسیار ضعیف آب دست و پنجه نرم می‌کنند. افغانستان در سال گذشته با بدترین خشکسالی طی 30 سال اخیر مواجه شده است.

: ‏تعداد قربانیان حملات اسرائیل به غزه به 23 هزار و 210 نفر افزایش یافت.

شمار قربانیان در حملات اسرائیل با جان باختن 126 نفر دیگر در 24 ساعت گذشته به 23 هزار و 210 نفر و شمار مجروحان به 59 هزار و 167 نفر رسید.

: هاکان فیدان، وزیر امور خارجه ترکیه در کنفرانس مطبوعاتی مشترک با جن‌بیک کولوبایف، همتای قرقیزستانی خود در بیشکک ضمن انتقاد از سکوت غرب در قبال بحران غزه گفت: سکوت و بی‌تفاوتی برخی کشورها به ویژه کشورهای غربی امنیت جهانی را دچار مخاطره می‌کند.

: ‏د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي چې له اسراییلي چارواکو سره خبرې کوي څو غزه تخلیه کړي.

بایډن چې په ټاکنیزو کمپاینونو بوخت دی، یوې وینا کې ویلي چې له اسراییلو سره خبرې کوي څو له غزې یې وتلو ته راضي کړي.

: ‏یوناما وايي، چې ۲۰۲۳ کال د هغو خبریالانو لپاره مرګونی کال و، چې د جګړې په سیمو کې یې کار کاوه.

په خبره یې، دغه کال کې د تېرو دریو کلونو په پرتله د وژل شویو خبریالانو شمېر دوه برابره شوی.

یادې ادارې پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې پر خبریالانو بریدونه د بیان پر ازادۍ برید دی او باید خوندي وساتل شي.

: ‏به گزارش رویترز وزارت خارجه امریکا از انتخابات بنگله‌‌دیش انتقاد کرده و گفته که این انتخابات آزاد نبوده و از به هم ریختگی آرا نیز ابراز نگرانی کرده است؛ اما اگر شخص مورد نظر امریکا برنده انتخابات می شد در این صورت شفاف ترین انتخابات روی زمین به حساب میرفت.

شیخ حسینه نخست‌وزیر بنگله‌دیش برای چهارمین بار در انتخابات سراسری روز (یک‌شنبه، ۱۷جدی) پیروز شد و بار دیگر قدرت را به دست گرفت.

: ‏رویترز گزارش داده که در نتیجه یک انفجار بر اثر  نشت گاز در «هُتل سندمن سیگنچر» در شهر فورت‌ورث ایالت تگزاس امریکا، ۲۱ تن زخم برداشته‌اند.

در گزارش به نقل از مقام‌های این کشور آمده که در این انفجار کسی کشته نشده و این رویداد زیر بررسی قرار دارد.

: ‏د ایران د اسلامي شورا جرګې مشر محمد باقر قالیباف ادعا کړې چې په کرمان ښار کې وروستۍ چاودنې «په افغانستان کې د داعش» فعالیتونو سره ریښه لري.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، قالیباف د تاجېکستان د ملي جرګې له مشر رستم امامعلي سره په لیدنه کې ویلي چې داعش په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې د ناامنۍ پیدا کولو په لټه کې دی.

ښاغلي امامعلي په دغه لیدنه کې د ایران او تاجېکستان لپاره د افغانستان وضعیت اندښمنونکی ښودلی او دلته یې د یو ټولشموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی دی.

: د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي څارونکي جان ساپکو ویلي په سویس کې د افغانستان د اماني صندوق له پیسو د ناوړې استفادې لپاره هېڅ ډول کنټرول شتون نه‌لري.

ښاغلي ساپکو په خپل یوه نوي راپور چې تېره ورځ (دوشنبې) خپور شوی ویلي چې تراوسه د دغه صندوق له پیسو د افغانستان د خلکو په ګټه ترې کار نه‌دی اخیستل شوی.

د سیګر په راپور کې راغلي:«د دغه راپور پر بنسټ، د افغانستان له اماني صندوقه د پیسو ایستل د دغه صندوق د ټولو غړو له مثبتو رایو وروسته ترسره کېږي او ویل شوي چې د دغه صندوق هر غړی د ویټو حق لري

: ‏پاکستان د امریکا د هغو تصمیم په غبرگون کې چې د پاکستان نوم یې د مذهبي آزادۍ د نقض کوونکو هیوادونو په لیست کې اضافه کړی ویلي چې پدې لیست کې د هند د نوم نشتون چې د مذهبي اقلیتونو سره ناوړه چلند کوي د دې لیست اعتبار تر سوال لاندې راولي.

‏د متحده ایالتونو بهرنیو چارو وزارت وړمه ورځ د یو شمیر نورو هیوادونو په گډون د پاکستان نوم د هغو هیوادونو په لیست کې اضافه کړ چې مذهبي آزادي نقض کوي او یا هم د مذهبي آزادی پر وړاندې له سرغړونو مخه نه نیسي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک