No-IMG

يو شمېر نجوني په ډير ناز او نخرو د عزيزيه مدرسي تر څنګ تيريدلي...

د شاه محمد اسماعيل شهيد سترګې پري ولږيدي... پوښتنه يي وکړه دا څوک دي ؟ ملګرو ورته وويل: دا سندرغاړی ، نڅاګري او کنجري دي او کوم ځانګړې د فحشا محفل ته رواني دي

شاه صاحب ورته وويل:  د کوم مذهب پوري تړاو لري؟

هغوي ځواب ورکړ: دوي اسلام د بدنامي سبب ګرځېدلی او ځان ته مسلماناني وايي.

شاه صاحب چې کله دا خبري واوريدي نو وويل:  دا قبلوم چې بدعمله او بد کرداره دي ليکن د کلمه ويونکو په حيث خو زمونږ مسلماني خويندي دي لهذا دوي ته بايد نصيحت وکړو ممکن له ګناهونو توبه ګاري شي ...

ملګرو ورته وويل: په دوي به خاوري نصيحت اثر وکړي! دوي خو نصيحت کوونکې لا نور بدناموي....

شاه صاحب وفرمايل: نو څه به وشي؟ زه خو خپله فريضه ادا کوم.... که خلک هر سنګه فکر کوي هغوي پوري اړه لري..

ملګرو ورته وويل: ستاسو تلل د هغوي ځاي ته مصلحت ندي! تاسو ته معلومه ده چې ټول هندوستان کی ستا مذهبي مخالفين شتون لری هغوي به ستا د بدنامولو هيڅ موقع د لاسه ورنکړي!

شاه صاحب وفرمايل: هيڅ پروا نلري تاسو پدي اړه تشويش مه کوي. لدي وروسته شاه صاحب درويشانه د ملنګانو لباس واغوسته او يواځې د هغو نڅاګرو نجونو حولي لوري ته روان شو. شاه صاحب چې کله دروازي ته ورسید نو په لوړ آواز يي غږ کړ چې اي د الله تعالی بندګانو! دروازه خلاصه کړي او د يوه فقير آواز واورئ!

آواز اوريدو سره څو نجونو دروازه خلاصه کړه ګوري چې نوراني درويش سپين ګيري دروازي ته ولاړ دي.

هغو فکر وکړ چې کوم فقير سوالګر دي څو پيسې يي ورته ورکولې ليکن درويش اصرار درلود چې حولي ته د ننوتو اجازه ورکړ شي.. بالاخره شاه صاحب حولي ته ننوت...

شاه صاحب ګوري چې څلورو خواوو ته څراغونه روښانه دي.. د طبلو او زنګ جامن آوازونه دي ، هر لوري ته سندري او نڅاګاني دي او يو ځانګړي عجيب منظر دي...

کله چي ټولو نجونو په نوراني درويش سترګي ولږيدي هر لوري ته خاموشي شوه..

هغوي وپيژانده چي فقيرانه لباس کي درويش د هندوستان لوي عالم شاه اسماعیل شهيد د حضرت شاه ولی الله رحمة الله علیه لمسي او د شاه عبدالعزيز رحمة الله علیه وراره دي!

ټولي نجونې له خپله ځايه پاسيدي ، ځانونه يي راټول کړل او په ډير آدب او احترام د شاه صاحب مخامخ کيناستي او وويل:  حضرت شاه صاحب!  تاسی ولی زمونږ ګنهګارو ځاي ته د راتلو زحمت وويست تاسو به څوک راليږلي ول مونږ به خپله ستاسو خدمت ته راغلي وو..

شاه صاحب ځواب ورکړ: تاسو ټول عمر خلکو ته سندرې ويلي نن څو شيبې زمونږ فقيرانو آواز هم واري!

هغو په ډير آدب ځواب ورکړ او وويل: مونږ په شوق او توجه ستاسو آواز اورو...

شاه اسماعیل شهيد د سورت التين تلاوت پيل کړ د شاه صاحب تلاوت دومره پر سوزه ، وجد آفرين او دردمن وو چې آوريدو سره يو شمېر نجونې بي خوده شوي او خپل توازن يي د لاسه ورکړ لدي وروسته شاه صاحب د اياتونو ښکلي ترجمه وکړه او خپله روح پروره وينا يي پيل کړه . شاه صاحب چې دعوتی پر کيفيته ژبه درلوده له ويناوو سره يي له سترګو دردمندي وښکوو بدرګه کيدلي.. د شاه وينا په نجونو دومره اثر وکړ چې بي اختياره ژړاګاني پيل شوي يو شمېر نجونې بي هوشه شوي...

کله چي شاه صاحب دغه حالت وليد د خپل وينا لوري بدل کړ او د توبی فضايل او د  الله تعالی د رحمن او رحیم صفتونو په اړه او هغه موارد بيان کړل چي الله تعالی له خپل بنده څخه د توبی په اساس څومره خوشحاليږئ بيا د الله تعالی سره د دوستۍ او محبت فضايل ، واقعات او اجرونه يي بيان کړل..

په کومه طريقه ښاريانو ته دا خبر ورسېد.. خلک جوپي جوپي دروازي تر شاه راټول شول يو شمېر په ديوالونو وختل او غوښتل يي چي د شاه اسماعیل شهيد بيان واوري..

شاه صاحب نجونو ته د اوداسه او دوه رکعته نفل لمونځ هدايت وکړ.. نجونې چي کله الله تعالی ته په سجده پريتوتي بل لوري ته شاه صاحب قبلی لوري ته ودريد او په لوړ آواز يي الله تعالی دغه ډول فرياد وکړ.. اي مقلب القلوب او مصرف الاحوال ذاته!

زه ستا د حکم د تعميل لپاره دومره کولای شم چي ستا بندګاني نن تا ته په سجده پرتي دي.. ته د دوي زړونه پاک کړه.. ګناهونه معاف کړه.. ابرومند ژوند ورکول ستا لپاره هيڅ مشکل ندي.. ابرومند ژوند ورکړه .. هدايت ورنصيب کړه او په نيکو بندګانو کي يي شامل کړه....

يو لوري دعا ختمه شوه او بل لوري ته په سجده پرتو نجونو په سلګو سلګو د الله تعالی څخه د توبی ګاري شوي...

له همدې ورسته ټولو نجونو توبه وکړه.. د فحاشۍ هډه د تل لپاره بنده شو.. ځوانانو نجونو نکاح ګاني وکړي.. پاخه عمر لرونکو ښځو په خپلو کورنو کي خواري مزدوري پيل کړه...

په دغه نجونې کي تر ټولو ښايسته او مشهوره چې په موتي بيګم یاديده.... په خپل عبادت او د خلکو په اجتماعي خدمت کي تر ټولو مخکښ شوه.

څو کاله ورسته هغي د مجاهدينو ته د خوراک تيارولو کار په غاړه واخيست... په خپلو لاسو به يي خوراک تيارو.. ژوند يي دين ته وقف کړ په غريبانه او ساده لباس کي چا تري پوښتنه وکړه چې څه احساس کوي....

هغي وويل: په الله تعالی سوګند يادوم کله ما هم د ژوند څخه دومره لطف او خوند ندي اخستي لکه څومره يي چې زه د الله تعالی بندګانو په خدمت کي اخلم...

قدرمنو ورونو: مونږ هميشه د ګناه پر ځاي د انسانانو نفرت کړي.. د خپلو ګناهونو لپاره وکيل او نورو انسانانو ګناهونو لپاره قاضيان او مفتيان يو... هميشه خپل ګناهونه راته واړه او د نورو راته غټ ښکاري. د ځان د حالت څخه خبر نه يو ليکن د نورو ځاي راته په جهنم کي معلوم وي..

الله تعالی دي لمړي ما ته هدایت نصيب کړي.....

 ( تذکرہ الشہید )

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک