نن د پښتو ژبې او ادبیاتو د پلار، خوشال خټک د وفات ۳۳۵م تلين دئ
خوشال د پښتو ژبي شاعر، مبارز او ليکوال وو چي نږدې ۴۰ زره بیتونه لري او د ۱۷ اثرونو ليکوال دئ.
خوشال د پښتنو د يوالي ارمان ګور ته يووړ، او لمسيان اوس هم د بې اتفاقۍ پر هغه ميدان چي ټول نارې وهي چي «راځئ يووالۍ وکړو» بې يووالي ولاړ دي.
د خوشال خټک ژوند، کور، کلي او مرګ په اړه نوي روايات:
له نن څخه ۴۵٠ کاله پخوا په پېښور ته نږدې کوهاټ کي د خټکو دوو پښو[بولاک او تري] يوه ستره خپل منځي جګړه وکړه، د تري ښاخ مشر اکوړه خان د خيبر پښتونخوا د پېښور او راولپېنډۍ ترمنځ لويي لاري ته نږدې یو کلی اباد چي اوس اکوړه خټک نومېږي، اکبر باچا ددې کلي مشر ملک اکوړه چي په سيمه کي بيا مشهور سو، ځان ته وغوښت او هيله ئې وښوده چي ددې سيمي د خټکو ماليه بايد هغه[ملک اکوړه]راټوله کړي، هغه ومنله او د اوسني ګمرک رئيس غوندي دنده ورته وسپارل سوه او دغه ځای تر جلال اباد پوري ددې کس دنده وه. [د مغولي سرکار اصول دا وه چي چا به ماليه/ټيکس ټولوه، نيم به د هغه او نيم به د سرکار وو].
ملک اکوړه خټک د خوشال بابا ور/غور نيکه وو چي ځان ته ئې يو ښه ډبرين کور جوړ کړ او وروسته د پښتو ژبي ستر شاعر، ليکوال او اتل خوشال خان همدلته وزېږېد او دا ئې د زوکړي او نيکونو ټاټوبی سو. دغه کلی د مغولي دربار د اهميت له امله ژر وده وکړه.
خوشال په اتلس کلنۍ کي د نيکه او پلار ځايناستی سو او له خانۍ سره ئې تفسیر، فقه، حديث، فلسفه، طبابت، منطق، حکمت، معاني، عروض، بیان او نور هم ولوستل او له مغلو سره د يوه کړکېچ پر سر زندان ته په تللو د مغلو سرسخت مخالف او د پښتنو مشرتوب په رسېدو د مغولي دولت په خلاف د لوی جنګ مشرتوب ور د غاړي سو.
د ۶۲ اولادونو له ډلي مغلو د هغه زوی بهرام خان ته د خوشال د نیولو یا وژلو لپاره رشوت ورکړ او هغه ته په رسمي ډول د خټکو د ملکۍ يا خانۍ تمه هم ورکړه. خو مخکي له دې چي بهرام دا کار وکړي، خوشال د خپلو دوو زامنو نصرت خان او ګوهر خان په مرسته د تیرا په سیمه کي د افریديو سیمي ته ولاړ.
خوشحال د ۱۶۸۹ع کال د فبرورۍ پر ۱۸ د جمعې په ورځ د ۷۶ کلونو په عمر په ډمبارا کي مړ سو. کله چي خټک د هغه په تلاش کي سوه، د هغه مړی، توره او آس وموندل سول، مړينه ئې يو ډول مشکوکه ده يا ما نکړه پيدا؟
روايت دئ چي خوشال د خپل مرګ څخه مخکي وصيت کړی چي د هغه جسد باید په داسي ځای کي ښخ سي چي: "د مغولو د اسانو د پښو دوړي د هغه پر قبر نه راځي"، له دې امله د هغه جسد د اکوړه خټک په خټک غونډۍ کي د چشمې کلي کي ښخ سو او عام پښتانه ئې قبر ته د يوه مشر مبارز په توګه ورتلل او وروسته پښتنو يوه وړه وداني ورته جوړه کړه چي دغه وداني چي تر مخ یې سیند بهیږي، د پښتني کلالۍ ډېره هنري برخه جوړه وي، کور کي تر ډېره د ځآيي کاڼو څخه کار اخيستل سوی دئ.
اويا کاله وړاندي چي د افغانستان هنرپال پاچا محمد_ظاهر_شاه د خوشال خټک مقبره رغوله، نو د هغه په ياد ئې يو ووړ کتابتون هم جوړ کړ چي اوس پراخ سوی دئ.
د خوشال خټک مقبره د افغانستان د دولت په مرسته اول محمد نادر خان قبر جوړ کړ خو ډېر ساده، وروسته د خوشال مقبره د افغان دولت لخوا د پښتو ټولني په هڅو د کابل په ډبرينه کارخانه کي جوړه او ودانه سوه.
خوشال خان خټک په خپل شعر کي د خپلو بچيانو شمېر ٦٢ ياد کړی، چي ٣٠ يې زامن او ٣٢ لوڼي دي.
د ښه مرغه نوښار اولسوالۍ کي د اکوړه_خټک ښارګوټی اوسېدونکو د خپلو نيکونو ډېري زړې ودانۍ ساتلي دي چي يوه پکښي د خوشال خان خټک د کورنۍ ده چي تر اوسه ښه ولاړه ده، دې هديره کي د ملک اکوړه خان خټک مقبره هم سته چي د خټک ټبر د ۱۶پیړۍ مشر او د مغل امپراتور اکبر معاصر او نوښار اولسوالۍ کي د اکوړه خټک ښارګوټی د هغه لخوا تاسیس او ونومول سو.
علامه عبدالحی حبیبی د ده د شاعرۍ په هکله لیکی:
"د ده اشعار تقریباً څلوېښت زره بیت ته رسېږی. هغه انقلاب چي ده د پښتو ژبي شعر ته ورکړی دئ، نو دی هر کله په حیث د مؤسس او پلار د پښتو ژبې منل کیږی، تر ده وروسته چي ټوله ادباء راغلي په فکر او ډول کې یې دی مقتدر دی..."
د هغه تر شاه يوه لويه کورنۍ پاته سوه او کور ئې هغوی تر ډېره کاراوه، کامنټ کي د هغه د پاته کور او اثارو ننداره کوو.