هرات، چشت شريف کي د غوري دورې مخ پر ورکېدو اثار
اته پېړۍ وړاندي د افغان واکمن شهاب الدين غوري ښوونځی:
د اوسني هرات په ختيځ کي يوه تنګه دره چشت شريف نومېږي، مځکه ئې کمه خو تاريخي ده.
نهه سوه کاله پخوا دلته د خواجه ابدال چشتي يو مشهور صوفي تېر سوی چي اوس هم په امريکا، افريقا او اسيا ځانګړی ډول هند په اجمير کي د خواجه معين الدين چشتي په نامه پراخ پلويان لري.
کله چي د غوريانو دوهم واکمن شهاب الدين په ۱۱۷۳ع کال د محمود_غزنوي پاته واکمني له منځه يوړه او هرات ئې خپله پلازمېنه وټاکله. نو ئې د نننۍ افغانستان په ډېرو برخو کي پلونه، منارونه، مساجد، مدرسې او فکري مکاتب چي ډېره برخه ئې د صوفي نرمو ادبياتو توليد وو، پيل کړه، دې لړ کي ئې همدلته چشت کي يوه خانقا، مدرسه او هنري ښوونځی چي فلکيات، رسامي او انځورګري پکښي تدريس کېده، په خورا عالي ډول جوړي کړې، د وخت په تېرېدو ئې ډيري برخي ونړېدې اوس ولاړه برخه ئې يوازي د ښوونځی دروازه ښکاري چي د تاريخي رواياتو پر بنسټ په دغو ودانیو کي هري یوې څلور لویې دروازې لرلې، د لوېدیځ لور یې په ګچو له بهر څخه بنده ده، د دغو گنبدونو څخه د یوې (کوچنۍ گنبدي) په بهرنۍ برخه کي د جومات د محراب په څیر نخښه ده.
يوه بله ګردۍ وداني چي اوس نو مخ پر نړېدو ده، له ګچو، خټو او شنو کاشيو جوړه ده چي د غوري دورې د معمارۍ او د یوولسمي او دولسمي پیړۍ د اسلامي معمارۍ په تاریخ کي ځانګړی اهمیت لري. د دغو گنبدونو څخه په یوه کي دننه یوه لیکنه ده چي په ګلونو پلستر سوې او سینګار سوې په زړه پوري د کوفي رسم الخط قراني ايتونو لري.
سلجوقي عالم زنده داد فخري د هرات د مقبرو په کتاب کي تورو شکل په لاندي ډول ليکي:
«بسماللهالرحمنالرحیم - لااله الاالله الملکالقدوس السلام المومن المهیمن العزیزالجبار المتکبر... [امر] به تجدید هذاالعمارة فی ایامالدوله الملک المعظم الموید المظفر المنصور العادل شمسالدنیا والدین رکنالسلام والمسلمین اعدلالملوک، تاجالسلاطین مغیثالامام، کهفالانام، فخرالخلافه، عضدالدوله، نظالمالعالم، فلکالمعلا، ملک شرف ... ابوالفتح محمد بن سام نصیر امیرالمومنین...»
په چشت کي د افغان شاهانو دا دوې ودانۍ [خانقا او مکتب] ديرش کاله وړاندي د توپکيانو لخوا د ټانګ د مرمۍ په وسيله ونړل سوه!
دا دوه ښکلي او تاریخي مکتبونه چي زموږ د هیواد له مهمو لرغونو اثارو څخه شمیرل کیږي، په افسوس سره د افغان حکومتونو له لوري ورته هيڅ پاملرنه نه ده سوې او اوس-اوس د خپل وروستي ساه اخلي
مورخين شهاب الدین محمد غوري د سور پښتنو له ټبره ګڼي، سيمه ايز خلګ ئې پښتو ساګزی ګڼي، د غوري کورنۍ د غور د شاهي ټبر وو چي يو ډول د غور سرداران ګڼل کېده چي دوی به ( شنسب) باله[شنسب ۳۷ه د غور واکمن وو چي بیا وروسته د ابومسلم د تحریک په زمانه کښي امیرپولاد سوري د غور حکمران سو، امیرکروړ د امير مشر پولاد زوی وو]، څرنګه چي د امير کړوړ ژبه پخوانۍ سوچه پښتو وه، نو شک نسته چي غوريان سوچه پښتانه دي.