No-IMG

د هغه په وړاندې به د هغه پلار ته زورلي نه کوي

کله چي د ابوجهل ځوي ايمان راوړلو لپاره راتله رسول الله صلی الله عليه وسلم ټول صحابه رضي الله تعالی عنهم کينول او ورته وويل: ما ته خبر رسيدلي چې عکرمه د ايمان راوړلو لپاره راځي تاسو زما خبري واوري! صحابوو وويل: يا رسول الله حکم وکړه..

رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: د هغه په وړاندې به د هغه پلار ته زورلي نه کوي. د هغه په وړاندې به د پلار پسي بدي ردي نه وايي.. لکه څرنګه چې زما د امت فرعون  خطاب ابوجهل ته ورکړ شوي.‌ د هغه په وړاندې به دا نه ووايي.

حضرت ابوبکر صديق رضي الله تعالی عنه په دغه ورځ دومره وژړل چي ګيري له وښکوو لمنده شوه او دا خبره تکراروله.‌ څوک به هغه ته کافر نه وايي ځکه چې د هغه ځوي ته تکليف ورسيږي ، څوک به د ابوجهل ظلمونو تذکر نه کوي ځکه چې ځوي ته يي تکليف رسيږي ، څوک به د ابوجهل په هکله زما قول نه ووايي ځکه چې ځوي ته يي تکليف رسيږي..

کله چي حضرت ابوبکر صدیق رضي الله تعالی عنه ژړا زياته شوه حضرت ابي دردا رضي الله تعالی عنه ورته وويل: ولي دومره ژاړي ؟

هغه وفرمايل: زما محبوب ته وګوره څرنګه رحمة العالمين دي نن د هغه چا استقبال لپاره تياری کوي چې ټول عمر يي هغه ته اذيت رسولي...

ورونو: زمونږ ټولو تعامل بيا د عامو مسلمانانو په هکله سرچپه دي ټوله ورځ ګورو چې مسلمانانو کي خامي او تشي پيدا کړو او د خلکو پر وړاندې رسوا او ذليل کړو.. هره ورځ ورته په اداراتو او منبرونو پيغورونه ورکوو..

د مسلمانانو ذليله کولو کي له عامو خلکو نيولي حتي دين ته منسوب يو شمېر مذهبي مشران هم وڼډه لري...

حضرت عکرمه رضي الله تعالی عنه بيا د يرموک په جګړه کي په شهادت ورسيد..

الله تعالی د اول ما ته هدایت وکړي.....

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

عبد الرشید

الله ج دی ټولو مسلمانانو هدایت وکړی ترڅو رسول پاک (ٌص) په نبوی ارشاد او دالله د کتاب په نص(ولا تجسسو ولا یغتب۰۰۰۰)عمل وکړی۰

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک