د افغانستان او ايرلنډ راتلونکی لوبې
د افغانستان په پرتله د ایرلنډ لوبډله کمزورې ده. په اسیايي میدانونو او پچونو کې خو دوی ډېر له ستونزو سره مخامخ وي.
له ایرلنډ سره لوبو کې باید تر ګټې ستراتیژېیک هدف ته ډېر وکتل شي. ګټه به د دې میاشتې او موقت هدف وي، خو په دغه سیریز کې ځینې نور مهم هدفونه هم شته چې باید ترلاسه شي.
تر ټولو عمده هدف شل اوریز نړیوال جام دی او بیا بل کال چمپین ټرافي ده. د ټست سیالیو اتلولۍ ته خو هسې هم وتلای نه شو او لاره لا ډېره اوږده ده.
له ایرلنډ سره باید هغه لوبغاړي ولوبول شي چې تر دې دمه پوره چانس ورکړل شوی نه دي او یا یې امکان نه و چې ورکړل شي.
که له دې ډارېږئ چې ایرلنډ یې درڅخه ونه ګټي، دا ستاسو په ګمرزوي فکر او په ځان او خپلو لوبغاړو نه باور دلالت کوي. البته ایرلنډ مخکې هم له افغانستان څخه لوبې ګټلې دي. د هند، استرالیا او کوم بل قوي هېواد په پرتله به د افغانستان لپاره ډېره غوره وي چې د ایرلنډ په خلاف ځینې نوي او کم تجربه لوبغاړي وازمايي.
د ټست او یوې ورځنیو لوبو لپاره نوید ځدراڼ، بلال سمیع، نجات مسعود، ابراهیم عبدالرحیمزی، عبدالرحمن، وفادار مومند....... ریاض حسن، محمد اسحق، اکبر زبیدي، صدیق اتل او... همدغو لوبغاړو ته باید په دغه سیریز کې پوره چانس ورکړل شي.
که ایرلنډ یې راڅخه وګټي، یوازې تاوان به مو د لوبو بایلل وي، خو په بدل کې به مو دغو ځوانانو ته پوره چانس ورکړی وي او د اینده لپاره به مو لاره ډېره روښانه شوي وې. ګټه په تاوان کېږي.
زموږ ځینې لوبغاړي چې دایمي په لوبډلې کې لوبېږي او مسلسل لږبېږي، هغوی ته باید لږ د استراحت او ارام فرصت برابر شي.
دې سیریز کې ستراتېژیک هدف باید شل اوریز جام او چمپین ټرافي ته د لوبډلې د ترکیب لا ښه جوړول او نویو استعدادونو ته چانس ورکول او پرې باور کول وي.
ما غوښتل چې اظهار نوید هم په دغو سیالیو کې ووینم، خو هغه بیچاره ژوبل شوی، د کرکټ بورد ډاکټران یې په علاج نه پوهېږي او یا پوره امکانات او وسائیل نه لري چې علاج یې وکړي، اظهار دومره پېسې نه لري چې خپل غم په خپله وخوري او بورډ سره قرار داد هم نه لريچې بل چېرې یې واستوي. اظهار د افغانستان د ورو توپ اچوونې یو بل استعداد دی، چې لا پوره څرګند شوی نه دی.
که روزونکي موقتي ګټې پسې ولاړل چې د لوبو ګټل دي، بیا دا یوه خبره هم نه شي عملي کېدای. هیله ده چې دوی د ګټې تر څنګ، ډېر فکر اینده ته وکړي.
افغانستان کوربه دی، هر وخت چې وغواړي سکواډ اعلانولای شي، د لوبې څو ساعته مخکې دې اعلان کړي، خو ښه دې اعلان کړي.
له ایرلنډ سره لوبې د چهارشنبې په ورځ پیلیږي.