آیا امریکا د ملیاردونو ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات موږ ته را پرېږدي؟!
هر څه ساده کیسه بلل او یا د امریکایانو موقت سکوت ته د گرین سگنال په سترگه کتل ناپوهي او له معاصرو تاریخي واقعیتونو بېـخبري بللی سو؛ موږ ولیدل چي څنگه اسرائيل په یوه ورځ د مقتدر مصر ټولي جنگي الوتکي وویشتې په داسي حال کي چي د مصر پوځي صيب منصبانو څښاک کاوه او شپه ئې د ام کلثوم سندرو او د رقاصو د گېډو نڅا ته تېره کړېوه او کله چي اسرائيلي جيټانو د مصر هوايي اډې ويجاړولې نو د دفاع وزير عبدالحکيم عامر خمار په همدغه کړنگهار کي ماتېده؛ هغه بيا څانوژنه وکړه.
امریکایان تل د نورو هیوادونو هوایي حریم نقض کړی دئ؛ همدا اوس ئې زموږ فضاء اشغال ساتلې او پر دې خبره مســؤلینو بار بار اعتراف کړیدئ؛ دوی د ډرون او نورو انسي جاسوسانو په واسطه تل دقیق کوردینات ترلاسه کړي او بیا ئې د نړۍ په لسگونو هیوادونو کي بریالي عملیات ترسره کړیدي؛ پر هغوی ئې میزایلونه ویشتلي دي؛ همدا اوس ئې پر یمن راکټي بریدونه وروستی مثال دئ؛ په نوییمه لسیزه کي ئې د اسلامي امارت پر وخت هم راکټي بریدونه وکړل؛ د ایمن الظواهري او اسامه وژلو ئې بیا د هدف دقت هم ښه روښانه کړ؛ دا ځل یوه خطرناکه خبره دا ده چي د راتلونکو امریکایي ټاکنو مقتدر نوماند چي د سروې گانو په قول ممکن له جوبایډن څخه هم ټاکني وگټلی سي؛ هغه د افغانستان په ارتباط ډېر مشکوک نظر لري؛ همدا به ئې په راتلونکو ټاکنو کي یو مهم شعار هم وي.
د راتلونکو امریکایي ټاکنو مقتدر نوماند ټرمپ د افغانستان په اړه څه وایي؟!
د متحده ایالاتو پخواني ولسمشر او راتلونکو ټاکنو ته یو ځل بیا نوماند ټرمپ وخت ناوخت د افغانستان په ارتباط د اوسني امریکایي ادارې تگلاره غندلې ده؛ هغوی ئې په نړۍ کي د امریکایي حیثیت تباه کوونکي بللي او تل ئې ټینگار کړیدئ چي بایډن او اداره ئې پر نړئوال سټېج د امریکا مناسبه نمایندگي نسي کولی؛ په دې ورځو کي د مشهورو رسنیو او مؤسساتو لخوا ترسره سوي سروې گاني همدا په گوته کوي چي د بایډن په محبوبیت کي بې ساری کمی راغلی؛ بالخصوص د اسرائیل – حماس تر جگړي رامنځته کېدلو وروسته.
دا سمه خبره ده چي داسي امکان تر ډېره نه تر سترگو کیږي چي امریکایان دي بیا دې هیواد ته راسي البته ۱۰۰% فیصد هیڅوک هم دا احتمال نسي ردولی؛ عراق ئې غوره مثال دئ… نن عراقي چارواکي او صدراعظم ئې په ډېر ټینگار غوښتنه کوي هغوی چي ئې باید له خاوري ووځي؛ خو دوی په ډېره سپین سترگي هلته مېشت دي او د دوی رأیي او فیصلې ته هیڅ ارزښت نه ورکوي. د نظامي تجهیزاتو په اړه همدا خبره کافي ده چي داسي نه ښکاري چي امریکایان دي بیرته دلته راسي او دا ستر وسائط دي له ځان سره یوسي؛ البته دا وېره بالکل موجوده ده چي هر گړی دا احتمال سته چي متحده ایالات دي دا ټول او یا ئې ډېری مؤثره برخه د میزایلونو او یا جنگي الوتکو په بمونو له منځه یوسي؛ ممکن دا کار تر هغه وروسته وسي چي پر نړئواله سطح له غیرِ رسمي افغان دولت سره کومي حتمي پایلي ته ونه رسېږي؛ او یا یوه وړه پلمه ورته جوړه کړي؛ دا هم پوره امکان لري چي په رسمیت نه پېژندلو یو علت دا هم وي.
امریکایانو ته که څوک نږدې پاته سوی وي هغوی ته دا معلومه ده چي هغوی به خپل خالي د اوبو بوتلونه هم له خپلو بېسونو څخه را ایستل او سوځول ئې. هیڅکله ئې خپل مستعمل شیان او یا حتی کثافات بې ځایه نه غورځول؛ په دې کار کې ډېر حکمتونه پټ ول؛ دوی ته دوکه ورکول ستونزمن کار وو، د دغو شیانو په مرسته ئې پر ضد کوم اقدام کول ممکن نه وو، جعلي شیان ورته جوړول او یا ورباندي خوړل او دې ته د ورته کارونو ترسره کولو احتمال صفر وو… فکر نکوم چي د دوی په قول د ۸۵-میلیارده ډالرو پوځي تجهیزات به همداسي پرېږدي.
بله جالبه تبصره او یا تور ټرمپ دا پوري کوي چي افغانستان دا مهال په نړۍ کي د امریکایي پوځي تجهیزاتو له سترو پلورونکو څخه دئ. نوموړی وایي امریکا په افغانستان کي د ۸۵-میلیاردو ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات پرېښودل، دی له افغانستانه د امریکا وتل د دې هیواد په تاریخ کي تر ټولو شرموونکې شېبه بولي او اوسنۍ امریکایي اداره یوازي د دې شرم په راوړلو نه بلکي په انتهايي زیاتي بې کفایتۍ تورنوي او وایي موږ باید دا ستره تېروتنه جبران کړو. دا چي څنگه به ئې جبرانوي هغه به وخت ثابته کړي اما مسؤلین باید په دې ارتباط غافل پاته نسي.
نړئوالي رسنۍ له همدغسي راپورونو ډکي دي؛ دوی وخت پر وخت داسي تبصرې، پېغورونه او راپورونه نشروي چي هغه د دې موضوع حساسیت هم زیاتوي او هم ئې روښانه کوي؛ مثلاً THE HILL وېبپاڼه لیکي: “د طالبانو په نیول سویو توکو کي بلېک هاک چورلکي او A-29 سوپر توکانو الوتکي شاملي دي؛ د طالب جنگیالیو داسي عکسونه هم خپاره سوي چي د متحده ایالاتو جوړ سوي M4 کاربینونه او M16 ټوپکونه د دوی د مشهور AK-47 پر ځای د دوی په لاسونو کي موجود دي. همداسي دا وسله وال د متحده ایالاتو په همویز او د ماین پر وړاندي مقاومت کوونکو موټرونو سره لیدل کیږي. کله چي یوه وسله واله ډله د امریکا په لاس جوړي سوي وسلې ته لاس اچوي؛ نو دا د حیثیت سمبول بلل کیږي. دا یوه رواني بریا ده.”
د NBC نیوز لیکي: په افغانستان کي له امریکایانو پاته سوي سلاوي د هغوی تر وتلو وروسته په یوه نوي ناورین اوړي؛ د هندوستان په مقبوضه کشمیر کي له کشمیري جنگیالیو سره ځیني امریکایي سلاوي نیول سويدي؛ دا ممکن د دغو سلاوو د نړئـوال څرخ د پیل سفر وي.
فارن پالیسي وېبپاڼه لیکي: متحده ایالاتو په افغانستان کي د ملیاردونو ډالرو په ارزښت وسلې تر شا پرېښودې؛ ځیني چارواکي اندېښمن دي چي طالبان کولی سي د متحده ایالاتو بې پیلوټه الوتکي او کوچنۍ وسلې وکاروي.
همدې ته ورته کیسې نوري نړئوالي رسنۍ او په ځانگړي ډول زموږ مغرض گاونډیان هم کوي… ممکن ځینو جذباتي فاتحینو ته دا هسي ټوکي ښکاري خو دا یوه حساسه موضوع ده؛ پر دې غور پکار دئ چي د نړۍ د درېیمې درجې یو انتهایي غریب هېواد څنگه کولی سي د لېویانو په منځ کي خپل سالم وجود ته بقاء وبخښي؟! هغه چي دښمن ته ئې د نظامي شکست تر څنگ روحي آزار هم ورکړی؛ څنگه کولی سي ځان له لېوني انتقامه وژغوري؟! دا او دې ته ورته پوښتني ځواب بلکي تر ځواب زیات مثبت عمل ته ضرورت لري.
څه کول پکار دي؟!
دا د یوه نظامي کارپوه کار دئ چي په دې ارتباط ږغ پورته کړي؛ مناسبه طرحه جوړه او مسولینو ته ئې وړاندي کړي. د افغانستان د اسلامي امارت د تېر نظام یوه له سترو تېروتنو دا وه چي ملت ئې خلع سلاح کړ؛ جذباتي حضرات دې لږ په غور واوري؛ هدف یوازي اصلاح ده نقد نه؛ تېروتنه ځکه ورته ویلی سو چي د کلونو لپاره که څه هم ابتدایي کلونه ول مقاومت صفر وو؛ وروسته چي کله هغوی خپلي کورنۍ مصئونو ځایونو ته انتقال کړې بیا مجاهدین میدان ته راووتل او حتی تر ۲۰۱۳م پوري ئې په ډېرو محدودو وسائلو مبارزه کوله؛ دا د الله تعالیﷻ کرم وو چي بهرنیان ئې دومره ژر ذلیل او رسوی کړل؛ پر دې هم نړئوالو مبصرینو او هم مسئولینو اعتراف کړی دئ چي دوی دومره ژر د داسي ستري معجزاتي بریا تصور هم نسو کولی؛ د مجاهدینو په یوه پوره اطاق کي به دوه درې میله سلاح موجوده وه… هدف مي له دې خبري یوازي دا دئ چي د ملت صالح او مسئول افراد(البته دا افراد دي په گوندي او تحریکي ترازو نه تلل کیږی) دي حداقل تر یو وخته نه خلع سلاح کیږي. د هغوی روزني ته دي ځانگړې پاملرنه وسي ولو که په رسمي نظامي کرښو کي ځای هم ورنکول سي؛ د هغوی دي فکري او نظامي تربیې ته پاملرنه وسي او دا موضوع تفصیل ته اړتیا لري.
زموږ د سلاوو د ساتلو یوازینی ځای رېگونه ول؛ ځینو هلته د خپلو مخالفینو اجساد هم غیب کول؛ ځینو طیارې او نور مهمات پکې پټول؛ همهغسي لکه صدام حسین چي د جگړو په وروستیو ورځو کي ځیني طیارې په رېگونو کي پټـي کړې او وروسته امریکایانو را وایستې… په داسي حال کي چي هغه وخت ډرون او نور جسوسي فعالیتونو دومره پراخ سوی هم نه ول؛ اوس باید هغوی په نظر کي ونیول سي او بیا د هغه مطابق تگلاره ورته جوړه سي… په همدغو رېگونو کي ځینو مهمات داسي پټ اوساتل چي اوس حتی دوی ته هم معلوم نه دي… دا غیر معیاري او بې تجربې کار وو. دنظامي تجهیزاتو ساتل، پر وخت مناسب کارول او بریالۍ دفاعي ستراتیژي ورته جوړول ډېر اړین اقدام دئ؛ پوځونو ته همغه پخواني تمرینات ورکول نور هغومره مهم نه دي لکه یوه نظامي شخص ته د معاصرو او پرمختللو آلاتو د کارولو، جوړولو او یا ځان ترې ساتلو چي کومي طریقې مهمي دي.
په دې اړه باید یوه منل سوې طرحه جوړه او عملي سي چي نظام څنگه کولی سي دا ستر نظامي وسائط محفوظ وساتي؟! څنگه کولی سي پر وخت کار ترې واخلي؟! د افغانستان پر فضاء د ډرون گرځېدلو یو علت دا هم دئ چي دوی ډېر زورور څار کوي… داسي یو اقدام باید وسي چي دا هر څه ئې په پام کي نیولي وي چي دوی څنگه کولی سي د هغوی له سترگو نظامي وسائط مصئون ځای ته انتقال کړي.
گورئ! اسلامي نظام او یا د هغه کار یوازي د تعزیراتو عملي کول نه وي؛ تعزیرات تر موږ وړاندي سعودي، اندونیزیا او ځینو نورو هیوادونو هم عملي کړيدي… د اسلامي نظام اصل مسئولیت لومړی د ځان او بیا د نورو لپاره یوه مثالي ټولنه، مثالي اقتصاد او مثالي دفاعي سیسټم جوړول وي. دا هر څه بیا د ملت مشروعو غوښتنو ته تر لبیک ویلو او هغوی ځانته تر رانږدې کولو وروسته ممکن کېدی سي؛ هغه وخت چي موږ له گوندي تعریفونو او تحریکي اقداماتو څخه ملي تعریفونو او د هغوی پراخو چوکاټونو ته ارتقاء وکړو.