No-IMG

دا د پب جي ګيم کومه مصنوعي صحنه نده - بلکي د فلسطين مظلومو خلکو ته د خوراک غورزوني صحنه ده!


په 57 اسلامي هيوادونو ، نيمه اسلامي ، شاهي او د نړي اکثرو سيکولر هيوادونو کي دومره همت نشته چې غزي ته د زمکې او سمندر د لاري خوراک او څښاک وليږي..
دا ناچیزه خوراک هم د اسراييلي استخباراتو او روزل شوي سپو معاينې وروسته د اجازي په صورت کي غوځول کيږي..
که دغه ډول بي همتي روانه وي نو هغه مظلوم فلسطنيان چې د مرميو او بمونو له امله تر اوسه مړه نشول د لوږې له امله به ژوند د لاسه ورکړي..
څه فکر کوي چې پرته له همته زمونږ وچي دعاګانې او ژړا ګاني به د معصومو فلسطنيانو لوږه ختمه کړي ؟ هغوي ماشومان به ماړه کړي ؟  آيا هغه بمونه او ميزايل چې په هغوي غورځول کيږي هغه به په هوا کي معلق او معطل کړي؟
دا ژړاګاني او دعاګانې خو د حرمينو په شمول په ټوله اسلامي نړي کي له تير اتيا کلونو راهسې له هر لمانځه وروسته رواني دي! 
دا دعاګانې او ژړا ګاني خو د حج په  مليوني اجتماګانو کي له اتيا کلونو راهسې کوو..
دا وچي دعاګانې او ژړا ګاني خو له تير اتيا کالو راهيسي په هره وړه او لويه غونده او مجلسونو کي کوو..
جناب عالی! که د اسماعيل عليه السلام غاړه چاړه پري نه کړه ليکن ستا پري کوي!
که ابراهیم عليه السلام اور ونسيزه ليکن تا سيزي!
که موسي عليه السلام أبو غرق نه کړ لېکن تا غرقوي..
دا د فطرت دين دي ، دلته د دين تعليمات نور دي. دلته د خارق العاده کارونو په طمعه ژوند مه کوي. دلته به د درياب ظالمو څپو هغه څوک نجات مومي چې د ظالمو څپو پر وړاندې يي لامبو زده وي..
د چا لامبو نه وي زده هغه د درياب د څپو خوراک شي..
هغه يواځې د انبياوو لپاره ځانګړي معجزي وي..
تعليم حصول فرض دي، معيشت او اقتصاد رشد لازم دي ، کارخاني او فابريکې جوړول لازم دي، تکنالوژۍ او ساينس زدګړه او حصول فرض ده ، د خلا او فضا تسخير فرض دي. اتحاد او اتفاق فرض دي ، 
جګړه او مړه کيدل اسانه دي ليکن دغه پورتنی مقام ته رسيدل سخت دي ، د الله تعالی او رسول په محبت کی مرګ يواځېني مقصود ندي بلکي د الله تعالی او رسول محبت او اصولو کي ژوند تر ټولو لوي مقصد دي
 وَ أَعِدُّوا لَهُمْ مَا اسْتَطَعْتُمْ مِنْ قُوَّة وَ مِنْ رِباطِ الْخَیْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدُوَّ اللهِ وَ عَدُوَّکُمْ.
دلته يي اعداد او تياري په مادي وسائلو او د وخت اسلحي په حصول په اساس فرض کړي لدي لپاره چې دښمن درڅخه وويريږي او پري غالب شي..
دا حاصل کړه بيا د الله تعالی د مرستي او کمک په طمعه شه
ليکن د نن دښمن پرته له تيکنالوژي ، ساينس ، علم ، فضا او خلا تسخير ، پياوړي اقتصاد ، وحدت او مطلوب ايمان له تا نه ويريږي او نه پري پوره برياليتوب حاصولي شي..
او داسې به ذليله وي لکه اوسني اسلامي نړي د واړه اسراييل په وړاندې ذليله ده.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک