No-IMG

مهم ترين های امروز دوشنبه:

: بخش مطبوعاتی دفتر امیر ح ا ا: یکشنبه ۲۰ حوت ۱۴۰۲:

امیر معزز حزب اسلامی امروز در دهمین نشست ماهوار با مسئولین و متعهدین خارج از کشور که بصورت انلاین از طریق برنامه زوم ترتیب شده بود شرکت نمودند.

این جلسه با تحلیل موضوع  نظام اقتصادی اسلام برگزار گردید.

اشتراک کننده گان این جلسه ضمن ابراز نظرات شان، سئوالات شان را نیز با امیر معزز در میان گذاشتند. جلسه با دعائیه استاد خبیب سادات به اتمام رسید.

: ‏پاکستان د تورخم دروازه د هغو افغان ناروغانو پر مخ وتړله چې پاسپورټ او ویزه نه‌لري.

د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر صدیق‌الله قریشي بدلون طلوع‌نیوز ته وایي چې، پاکستاني لوري تېره شپه تورخم ښارګوټي کې افغان لوري ته خبر ورکړی چې، نور دې له ویزې او پاسپورت پرته ناروغان نه‌ور استوي.

تورخم دروازه داسې مهال د افغان ناروغانو پر مخ تړل کېږي، چې د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ پر سرطان ناروغۍ اخته یو شمېر ناروغانو د پاکستاني سرحدي مسوولانو له ناسم چلند شکایت کاوه.

: ‏د کورنیو چارو وزارت د پلټنې او ارزونې يو پلاوی کندهار ته تللی دی.

د کندهار د امنیې قومندانۍ ویاند اسدالله جمشد طلوع‌نیوز ته وایي چې، د کورنیو چارو وزارت د پلټني د عمومي رياست د مرستيال حميم‌الله حقاني په مشرۍ ۲۵ کسيز پلاوی کندهار ته راغلی دی. ښاغلی جميشد وایي د پلاوي د راتګ موخه د امنیې قومندانۍ اړوند د ټولو چارو ارزونه ده.

: ‏د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست، نن او سبا (د کب ۲۱مه او ۲۲مه) د هېواد په کابو شلو ولایتونو کې د واورې، نسبتاً تېز باران او تالندې برېښنا اټکل کړی دی.

په دغو ولایتونو کې، فراه، هلمند، نیمروز، بامیان، سمنګان، بدخشان، غور، بادغیس او ډایکنډي او یو شمېر نور شامل دي. همدا راز دغه ریاست د سالنګونو په ګډون په شمالي، لویدیځو، سوېل لویدیځو او سوېلي ولایتونو کې د توندو بادونو اټکل هم کړی دی.

: ‏د اسلامي امارت رییس الوزرا د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت پیغام کې له چارواکو، پانګوالو او هېوادوالو غوښتي چې د بېوزلو، طبیعي پېښو ځپلو او په ځانګړې توګه د تازه راستنو شویو افغانانو لاسنیوی وکړي.

رییس الوزرا، ملا محمد حسن اخوند له سوداګرو غواړي چې د روژې په میاشت کې د خوراکي توکو بیې لوړې نه کړي او مسوولین دې د نرخونو راټیټولو په موخه جدي څارنه وکړي.

هغه یو ځل بیا پر نړۍوالو غږ کړی چې د روژې په دغه مبارکه میاشت کې فلسطین هېر نه کړي او د غزې د اوسېدونکو ملاتړ ته را وړاندې شي او په ډاګه کړې يې ده چې که څوک په دغه برخه کې رښتینې هڅې نه کوي هغه د اسراییلو جرمي شریکان دي.

: ‏د هرات ۲۰۷ الفاروق قول اردو  پر خپل اېکس لیکلي چې د افغانستان او ایران پوله ساتو ځواکونو ترمنځ غونډه شوې ده.

دغه غونډه په اسلام قلعه کې شوې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي کرښو د ستونزو د حل سربېره پکې د دوغارون ګمرک د سرتېرو او د اسلام قلعه د کمیسارۍ د سرتېرو ترمنځ د تپه سیاه پوستې ته څېرمه له ایراني لوري د سړک جوړولو د موضوع په تړاو هم خبرې شوې دي.

: ‏د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر اېکس لیکلي، چې د دې وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د پاکستان د سوداګرۍ وزارت له مرستیال محمد خرم سره د انلاین ناستې له لارې د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ کچې د زیاتوالي، د ستونزو حل او د ټرانزیټي او سوداګریزو خنډونو له منځه وړلو، د دولت او خصوصي سکتور تر منځ د اړیکو پر زیاتوالي او سمیه ییزې همکارۍ په اړه خبرې کړې.

: د امریکا کانګرېس د بهرنیو اړیکو کمېټې له سرپرست حکومت سره د هر راز تعامل پر امکان نیوکه کړې.

د دې کمېټې رییس مایکل مککال ویلي، د افغانستان له سرپرست حکومت سره د امریکا تعامل د هغو افغانانو پر مخ څپېړه ده چې په خبره یې دا مهال په افغانستان کې ژوند کوي.

: ‏د فلسطین روغتیا وزارت وايي چې د روژې په راتګ سره غزه کې د اسراییلو بریدونه زیات شوي دي.                    

یاد وزارت ویلي، اسراییلي ځواکونو د غزې په رفح سیمه کې چېرته چې د غزه مېشتو لپاره پنډغالی جوړ شوی، بریدونه ترسره کړي دي.

: ‏اوکرایني چارواکو ویلي چې روسي پوځیانو د هوايي بریدونو او سترو ویجاړیو په ملاتړ د جګړې اړخ بدل کړی او ډېرې سیمې یې نیولې دي.

بلخوا روسي چارواکو بیا د روسیې پولې ته نږدې د اوکرایني بې پیلوټه الوتکې له منځه وړلو خبر ورکړی دی.

اوکراین تر دې دمه پر الوتکې د برید پخلی نه دی کړی.

: ‏د جرمني لومړي وزیر اولاف شولز یوه ویډیويي پیغام کې په غزه کې د روژې په میاشت کې د دومداره اوربند غوښتنه کړې.

شولز زیاته کړې چې اوربند باید دا هم یقیني کړي چې اسراییلي یرغمل شوي کسان د حماس له لاسونو خلاص شي. د شولز په خبره چې د فلسطین او اسراییلو د خلکو لویه برخه سوله غواړي.

: ‏د پاکستان نوي حکومت لوړه وکړه.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د پاکستان نوي حکومت د مالیې وزیر د یوه خصوصي بانک HBL اجرایوي رییس محمد اورنګ زېب ټاکلی دی. ریټرز زیاته کړې، اسحاق دار چې له دې وړاندې څلور ځله د پاکستان مالیې وزیر په توګه دنده ترسره کړې وه، د یاد هېواد بهرنیو چارو وزیر ټاکل شوی دی.

: ‏شمار جان‌باختگان حملات اسرائیل به غزه به 31 هزار و 112 نفر رسید.

اشرف القدره، سخنگوی وزارت بهداشت فلسطین در نوار غزه اعلام کرد که در حملات اسرائیل که به اتهام نسل کشی در حال محاکمه است، به این منطقه طی 24 ساعت گذشته 67 فلسطینی کشته و 106 تن دیگر نیز زخمی شده‌اند.

: ‏کنعانی: امیدواریم حجم تجارت با ترکیه را به سقف 30 میلیارد دلار ارتقا دهیم.

ناصر کنعانی، سخنگوی وزارت امور خارجه ایران امروز در نشست خبری در خصوص روابط ایران و ترکیه گفت: به روند خوب مناسبات اشاره کردم. دو کشور همسایه در سایه وجود اراده سیاسی نزد رهبران دو کشور، در مسیر خوبی قرار دارند. زیرساخت و ریل‌گذاری مناسبی برای همکاری دو کشور فراهم است.

: در حالی که حملات اسرائیل که به اتهام نسل کشی محاکمه می‌شود به غزه، بیش از 5 ماه است که ادامه دارد، خشم نسبت به برگزاری نشست‌هایی جهت فروش املاک و مستغلات فلسطینیان در سرزمین‌های اشغالی که ساکنان غیرقانونی یهودی در آن مستقر هستند، در برخی کنیسه‌ها در آمریکا و کانادا ادامه دارد.

ریچ سیگل، فعال آمریکایی و خاخام دیوید میواسایر از کانادا که در شبکه‌های اجتماعی نسبت به جلسات فروش املاک فلسطینیان واکنش نشان دادند، در گفتگو با خبرنگار آنادولو نظرات خود را بیان کردند.

: ‏خطیب مسجدالاقصی: عبادت در ماه رمضان    باید بلامانع و بدون تنش باشد.

شیخ عکرمه صبری، امام و خطیب مسجدالاقصی در گفت‌وگو با خبرنگار آنادولو ضمن انتقاد از رویکرد اسرائیل در خصوص عبادت مسلمانان فلسطینی در مسجدالاقصی اظهار داشت: عبادت در ماه رمضان باید بلامانع و بدون تنش باشد.

: ‏په یمن کې د القاعده شبکې څانگې د خپل مشر «خالد سعید باطرفي» د مړینې خبر ورکړی.

القاعده د «باطرفي» د مړینې په اړه نور معلومات ندي وړاندې کړي خو اعلان یې کړی چې د نوموړي پر ځای «سعد بن عاطف العولقي» د یمن څانگې مشر ټاکل شوی دی.

: ‏د امریکا د مرکزي قومندانۍ قومندان ایرېک کوریلا د سنا جرګې د وسله‌والو خدمتونو کمېټې ته په خبرو کې ادعا کړې، چې د دې امکان شته چې په راتلونکو شپږ میاشتو کې له افغانستانه بهر د امریکا پر متحدینو برید وشي.

ښاغلي کوریلا ویلي، چې دا ډول برید به پر امریکا سخت وي خو پر متحدینو یې امکان شته.

دغه امریکایي جنرال همداراز ویلي چې له افغانستانه یې د پوځونو له وتلو وروسته پر دغه هېواد استخباراتي څار محدود شوی دی خو هڅه کوي دا څار د خپلو استخباراتي ټکنالوژیو په مرسته ډېر کړي. اسلامي امارت تر دې مخکې ویلي چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر وړاندې نه کارول کیږي.

: ‏افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې د پلاوي مشره، رافیلا ایوډېس د روژې په مناسبت پېغام کې وایي چې اروپایي ټولنه له افغان ولس سره ولاړه ده او په خبره یې د افغانستان د روښانه راتلونکي لپاره کار کوي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک