No-IMG

د شرق د نابغه او د اسلامی امت د عظمت او سترتوب لیونی عاشق افغان سید جمال الدین د مړینې د ورځې په پار

د افغان سید جمال الدین پر مبارزې او ویرجنې مړینې تر پیړۍ ډیر کلونه واوښتل، داسې یو شخصیت  چې  فکر یې پر نړۍ لکه لمر خپور دی، ټول اسلامي جریانونه ترې بیسارې اغیزمن دي، او په امت یې د اسلامي ویښتابه احسانونه لکه غرونه بار دي،  داسې یو شخصیت چې د اند وخیال برسیرن توب، او څرګندواله یې تاریخي ریښتیا جوړوي، هو!  د همداسې څرګند،  ستر او تاریخي جمال پر افغانیت او مذهبي هویت د ایران کساتګرو هوډونو د شک او ابهام  داسې پردې غورزولي، چې لږ تر لږه یې پر معاصر افغانستان  د خپل ټاټوبي خپله علمي څټه نه ده ور لورولې، کټ مټ لکه بو علي سینا بلخي او نور بلخیان چې له مونږه تښتوي او د ایران د تاریخ سپکه تله پرې درنوي.

د خپل ولس په خوارى برخى هم حسرت راځي چى پوهانو يې نه په تير  او نه په اوس مهال کى د افغان سيد شخصيت ددرک کولو کوښښ کړى، دا درک صرف  په دى مانا نه،  چى يوازى دى د ددغه ستر جمال پر افغانيت بلا کتابونه او څيړنى وشي، بلکه تر ټولو غټه اړتيا خو ددى ده چې د افغان سيد افکار، نظريات،د ستړو سفرونو موخى، مبارزه، پان اسلاميسم، د استعمار ضد موقف … وسپړل شي او په اړه يې دقيقې او بلا ډيرې څيړنې وشي، ددى هڅه وشي چې په ټولنه کى د افغان سيد کرکترونه وزيږيږي او د هغه لاره تعقيب شي.

د افغان سيد په اړه په ډيلي کې  يو نوموړى افغان پوه پوهنوال عبدالخالق رشيد ليکي چې: ( زه په دى باوري يم چې اقبال نه يوازى د علامه افغان سيد جمال الدين د لارى پيرو دى بلکه د هغه د افکارو يو ريښتينى او په پوهه سمبال مفسر هم دى، د ده د ( خودي ) له پاره عملي کرکترونه او چاپيريال له افغاني کرکترونو او چاپيريال پرته بل ځاى نه جوړيږي او نه دى پرى باوري دى) ١

امام حسن البنا په (مذکرات الدعوة) کې ليکي: زه د سيد او شيخ محمد عبده اصلاحي – انقلابي  لارې ته ادامه ورکوم، او زمونږ حرکت د هغوى د لارى جامع دى.

( شيخ استاد محمد عبده په خپلى يوى ليکنى کى وايي چې د سيد جمال الدين له کتلو څخه مخکى په سترګو ړوند، په غوږونو کوڼ او په ژبه ګونګ وم )

( د مصر مشهور قلموال اديب اسحق وايي: په کوم څه چې زه پوهيږم هغه ټول مى له جمال الدين افغان څخه زده کړي دي )

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک