No-IMG

مهم ترین های امروز پنج شنبه:

: د ح‌اا د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانگه: پنجشنبه د حوت ۲۴مه؛ ۱۴۰۲ د ح‌اا عالیقدر أمير ښاغلي انجينير حکمتيار د څو جلا-جلا ملاقاتونو په ترڅ کې د هلمند ولايت له مشهور جهادي او سياسي شخصيت ښاغلي حاجي حفيظ الله خان، د ولسي جرګې له پخواني وکيل ښاغلي حاجي الله ګل مُجاهد، د پروان ولایت له فعال ځوان ښاغلی مدیر هاشم او همداراز د کندز ولایت له مُتعهد ورور قاری عبدالواحد توحیدیار سره وکتل.

په دغو کتنو کې د يادو لوريو ترمنځ پر گڼ شمېر هېوادنيو قضاياءو سربېره پر يو لړ مهمو سياسي او إجتماعي مسائلو هم تفصيلي بحث او خبرې وشوې.

: ‏کابل کې د ایران سفیر او ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي د هېواد له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره لیدلي دي.

ښاغلي کرزي په دغې لیدنه کې د افغانستان او ایران ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا او پراختیا ټينګار کړی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو په برخو کې د ډېرې پاملرنې غوښتونکی شو.

په دغې لیدنه کې، په افغانستان کې د تلپاتې ثبات لپاره ملي بحث اړین بلل شوی دی.

: ‏په کابل کې د پاکستان سفارت چارسمبالي عبیدا‌لرحمن نظاماني د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره لیدلي دي. د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تکل پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې په دغې لیدنه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سیاسي او اقتصادي موضوع‌ګانو بحث او خبرې شوې دي.

ښاغلي تکل لیکلي چې د امیرخان متقي په دغې لیدنه کې ویلي «سیمې  دا درک کړې چې د افغانستان ثبات د سیمې د ابتکاراتو او هر اړخیز پرمختګ لپاره مثبت رول لوبولای شي او هیله یې څرګنده کړه چې د پاکستان نوی حکومت به د یوې مثبتې پالیسې له مخې د اړیکو په پیاوړتیا کې رغنده ګامونه واخلي.» په دغې لیدنه کې ښاغلي نظاماني هم څرګنده کړې «چې د افغانستان او پاکستان تر منځ اړیکې ډېرې ارزښتناکې دي او نوی حکومت د اړیکو د پراختیا لیدلوری لري او هڅه کوي چې د شته ستونزو د له‌منځه وړلو په برخه کې ګډ کار وکړي. د بهرنیو چارو ویاند همدارنګه لیکلي چې دواړو لورو د ډیورنډ پر کرښه د مسافرو، ناروغانو او سوداګریز تګ راتګ په اړه د اسانتیاوو په رامنځته کولو ټینګار کړی دی.

: ‏په کابل کې د ایران سفیر او ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست شهاب‌الدین دلاور سره لیدلي دي. د کانونو او پټرویم وزارت پر اېکس پاڼه لیکل شوي چې په دغې لیدنه کې دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ښه‌ ګاونډيتوب او د اړیکو پر ښه‌والي او هغو افغان زده‌کړیالانو په هکله خبرې اترې کړې دي چې، په ایران کې په زده‌کړو بوخت دي.

: ‏د صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د یاد وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د ازبېکستان له بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف سره لیدلي دي. د خبرپاڼې له مخې، په دغه لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر پراختیا، ټرانزیټ او پانګونې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ستونزو حل او د افغانستان د ټزانزیټي توکو لپاره د لا ډېرو اسانتیاوو برابرولو په اړه خبرې شوي دي.

: تنها در ۲۴ ساعت گذشته، دست‌کم ۸۸ فلسطینی در حمله‌های اسراییل بر نوار غزه جان‌باخته و ۱۳۵ فلسطینی دیگر زخم برداشتند.

: ‏تورخم دروازه له څلور ورځیني ځنډ وروسته د افغان ناروغانو پر مخ خلاصه شوه.

پاکستان ته د ناروغانو د لېږد کمیسیون مسوول ډاکټر سمیع الحق جمال طلوع‌نیوز ته وویل چې پاکستان لوري د څلور ورځیني ځنډ وروسته یاده دروازه د افغان ناروغانو پر مخ پرانیستې ده.

نوموړی زیاتوي چې لومړی به هغه ناروغانو ته اجازه ورکول کیږي چې د څلورو ورځو راهیسې له دوی سره ثبت دي، له هغه وروسته به نورو ناروغانو ته د تګ اجازه لیک ورکړي.

: ‏د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد اېکس کې پر خپله پاڼه لیکلي، هغه افغان بندي یې له چین څخه هېواد ته رالېږدولی چې ۱۳ میاشتې وړاندې د چین په یوه بندخونه کې مړ شوی و.

ښاغلي مجاهد لیکلي، یاد کس عبدالله نومیږي او نن «پنج‌شبنه» په چین کې د افغانستان سفارت په هڅو کابل ته رالېږدول شوی دی.

: ‏شاهراه سالنگ دوباره به‌روی رفت‌وآمد باز شد.

محمد اشرف حق‌‌شناس سخن‌گوی وزارت فواید عامه در ایکس گفته که شاهراه سالنگ که از اثر بارش برف و توفان شدید از دو شب به این‌سو مسدود شده بود، امروز (پنج‌شنبه) دوباره به‌روی‌ موترهای مسافربری (خُرد و بزرگ) باز شد.

: ‏د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي په کابل کې د پاکستان شارژدافیر عبیدالرحمن نظاماني سره وکتل.

پدې لیدنې کې امیر خان متقي هیله څرګنده کړې چې د پاکستان نوی منتخب حکومت به د یوې مثبتې پالیسې له مخې د اړیکو په پیاوړتیا کې رغنده ګامونه واخلي.

‏بلخوا بیا عبیدالرحمن نظاماني ویلي: «د افغانستان او پاکستان تر منځ اړیکې ډیرې ارزښتناکې دي او نوی منتخب حکومت د اړیکو د پراختیا لیدلوری لري او هڅه کوي چې د شته ستونزو د لمنځه وړلو په برخه کې ګډ کار وکړي

: ‏د فواید عامه وزارت وایي هغه لویې لارې او سړکونه چې د تیرو ورځو د واورو له کبله تړل شوي وو بیرته پرانیستل شوي دي. ‏یاد وزارت زیاتوي چې د سالنگ لویه لار او د غور، دایکندي، بامیان او بادغیس ولایتونو یو شمېر مسیرونه چې د تیرو ورځو د واورې او توپان له کبله تړل شوي وو بیرته د تگ راتگ پر مخ پرانیستل شوي دي.

: اسماعیل هنیه، رئیس دفتر سیاسی جنبش مقاومت اسلامی فلسطین «حماس» با انتشار بیانیه‌ای ضمن انتقاد از رویکرد آمریکا در خصوص بحران غزه تاکید کرد: میدان و مذاکرات دو خط موازی هستند.

وی افزود: نگرش جو بایدن، رئیس جمهور آمریکا در حرف و عمل متفاوت است. باید تلاش بیشتری برای پایان دادن به سیاست نسل‌کشی و گرسنگی که مردم غزه در معرض آن هستند، انجام دهند.

هنیه با اشاره به مذاکرات حماس با اسرائیل اظهار داشت: میدان و مذاکرات دو خط موازی هستند؛ حماس بر نبوغ و عظمت مقاومت در مذاکرات تمرکز دارد. ما با تمام توان تلاش می‌کنیم جلوی حملات علیه مردم فلسطین را بگیریم.

آقای هنیه همچنین تاکید کرد: اگر اسرائیل از ناسازگاری دست بردارد، فرصت دستیابی به یک توافق چند مرحله‌ای فراهم است.

: ‏اولاف شولتز صدراعظم آلمان: رویکرد آلمان مشخص است. اسرائیل در مقابل حملات تروریستی حماس حق دارد از خود دفاع کند و ما این را به دفعات تکرار کرده ایم.

انور ابراهیم نخست وزیر مالزی: آیا مساله چنین نیست؟ انسانیت ما کجاست؟ این دو رویی چرا وجود دارد؟ 

نخست وزیر مالزی طی نشست خبری مشترک با همتای آلمانی خود از وقایع جاری در غزه انتقاد کرد.

: ‏حمله اسرائیل به انبار کمک‌های انسانی در غزه؛ 8 فلسطینی شهید شدند.

ارتش سهیونیست اسرائیل به یک انبار توزیع کمک های بشردوستانه در نوار غزه حمله کرد که در این حمله 8 نفر کشته و تعداد زیادی زخمی شدند.

: بنیامین نتانیاهو، نخست‌وزیر سهیونیست اسرائیل اظهار داشت که فشارهای بین المللی بر آنها وجود دارد که حمله زمینی به رفح را که فلسطینیان در نوار غزه به آنجا پناه آورده‌اند انجام ندهند، اما آنها را "دفع کرده و وارد رفح" خواهند کرد.

طبق بیانیه منتشر شده از سوی دفتر نتانیاهو، نخست‌وزیر اسرائیل با اشاره به فشار‌های بین‌المللی برای عدم انجام حمله زمینی به رفح که فلسطینی‌ها به آنجا پناه آورده‌اند، گفت: در حالی که ارتش اسرائیل برای ادامه جنگ در رفح آماده می‌شود، ما با فشار بین المللی مواجه هستیم که مانع از ورود ما به منطقه و تکمیل کار می‌شود. من به عنوان نخست وزیر اسرائیل این فشارها را دفع خواهم کرد و وارد رفح خواهیم شد.

دولت اشغالگر اسرائیل از مدت طولانی می‌گوید که به شهر رفح که در آن حدود 1.5 میلیون فلسطینی زندگی می‌کنند، حمله زمینی انجام خواهد داد.

: ‏د افغانستان لپاره د روسیې سفیر دیمېتري ژیرنوف وايي چې اوکرایني پوځیان د لویدیځ له وسلو په استفادې روسیه کې پر استوګنیزو سیمو، روغتونونو او عامه ځایونو "ترهګریز" بریدونه ترسره کوي.

نوموړي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د کییف رژیم دغه "شریرې" کړنې د روسیې قانون نافذوونکو بنسټونو کې ثبت کېږي.

: ‏سازمان پیمان امنیتی در ماه جولای آینده طرحی را برای تقویت سرحد میان افغانستان و تاجکستان اجرا می‌کند.

: ‏د روسیې دفاع وزارت وايي، چې د اوکراين ۱۴ بي پيلوټه الوتکې یې د اوکراین پولې ته څېرمه د روسیې په دوو سیمو کې ۱۱ یې د بیلګورد او ۳ یې د کورسک سیمه کې راغورځولې دي.

د بیلګورد والي ویلي، چې د اوکراین په دغو بې پیلوټه بریدونو کې یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

: ‏د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان ویلي، چې په افغانستان کې د خوړو د خوندیتوب وضعیت په ښه کیدو دی، خو په دې تړاو روان بحران پای ته رسېدو لپاره ډېره وخت پاتې دی.

یاد سازمان زیاته کړې، که څه هم په افغانستان کې ۱۵ میلیونه وګړو د خوړو خوندیتوب د اندېښنې وړ بلل شوی، خو دغه سازمان د خپلو شریکانو په مرسته تېر کال له لس میلیونه زیاتو کروندګرو سره مرسته کړې او په پام کې لري، چې راتلونکی کال هم د غنمو تخمونو، حیواني واکسینونو او د کرنې د تولید په برخو کې مرستې ترسره کړي.

: ‏د متحده ایالتونو د استازو جرگې تر شپږو میاشتو پورې پدې هیواد کې د «تیک تاک» د بندولو پریکړه کړې ده.

د استازو جرگې د «تیک تاک» مالک چینایي شرکت «بایت دانس» ته شپږ میاشتې وخت ورکړی څو په «تیک تاک» کې خپل سهم خرڅ کړي او که نه په امریکا کې به «تیک تاک» بند شي. ‏د راپورونو له مخې تیک تاک د چین نفوذ له کبله بندیږي خو د ځینو په باور «تیک تاک» په غزه کې د اسرائیلو د جنایاتو د خپرولو له کبله بندیږي.

تر دې مخکې د (ADL) شرکت مشر «جناتان گرینلات» هم ویلي وو چې تیک تاک د امریکا ځوان نسل لپاره د خبر مرجع گرځیدلې او پکې د صهیونیزم خلاف نشرات کیږي.

: ‏امریکایي سناتور «مارکو روبیو» کانگرس ته د قانون د یوې لایحې په استولو سره افغانستان کې ته د امریکا د مرستو د بندیدو غوښتنه کړې ده کومې چې د ملکرو ملتونو سازمان له لارې ترسره کیږي.

‏د فاکس نیوز لخوا نشر شوي راپور کې «مارکو روبیو» ویلي: «د امریکا د مالیې ورکوونکو پیسې باید د طالبانو په څیر تروریستي سازمانونو لاس ته ونه لویږي، موږ باید ملگرو ملتونو سره خپلې دا مرستې بندې کړو

: ‏وزیر امنیت اجتماعی فنلاند گفته که دختران و کودکان در افغانستان همانند تمامی کودکان در جهان، شایسته آموزش باکیفیت هستند.

نمایندگی دایمی فنلاند در سازمان ملل متحد در ایکس به نقل از سانی گران لاسونن نوشته که حق آموزش برای آینده نسل‌های دختران در افغانستان حیاتی‌ست.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک