No-IMG

حزب اسلامي او د رسنيو شيطاني دامونه !

قاضي محمد نذير حکيم

 

پخوا وختونو کي محدودي رسني لکه (بى بى سي، آمريکا غږ) او داسي نورو فعاليت درلود، زياتره يې د غرب په اشارو نڅيدلې او د هر هغه ريښتنې فکري خوځښت خوصوصا د حزب اسلامي په خلاف زهرجن، پاروونکي، شيطاني تبلغات کول، متأسفانه اوسني وخت چي د رسنيو راج بلل کيږي او مختلف نيټ ورک فعاليت لرى، اوس هر شخص ځانته په خواله رسنيو کى ګڼ آکونتونه جوړ کړې او زياتره کسان بيا د مخکينيو شيطاني رسنيو په تسلسل پاروونکى شيطاني تبلغات تر سره کوي او له همدې تبلغاتو مختلفى موخي تر لاسه کوي.

چي پدى وروستيو کي د عبدالله بهير مرکو دحزب او مشرتابه په خلاف مغشوشه غوغا جوړه کړيده، دده مرکو ته زيات پاروونکى کسان له کمونستي ډلو ټپلو سره آړيکي لري، يا له واقعتونو څخه بى خبره ځوانان دي او يا هم هغه عقده مند حضرات دي چي له حکمتيار صيب او درنې کورني سره عقده پالي. ـ

زه داسي حضراتو ته يو څو عرايض لرم !

1- هر عاقل انسان بايد له خپل ځان سره محاسبه وکړي، چي خپل درديدلي او کړيدلي اولس ته يې څه خدمات وړاندي کړي ؟؟

2- څوک چي په يو چا نيوکه او اعتراض لرې، بايد د هغه ښه او بد سره موازنه (تول) کړي ـ همدا معيار مونږ ته اسلام راښودلي، د قيامت په ورځ به هغه کسان د جنت مستحق ګرځؽ چي د آعمالو په صحيفو کي يې د نيکيو او ښيګڼو پله درنده وي ـ

 

3- قانون او عرف کي د هغه چا وينا او شهادت ته اعتبار ورکول کيږى، چي جرم يې بالمشاهده په خپلو سترګو ليدلي وي، کره آسناد، شواهد ورسره وي، يا د وخت ويډيويې کليپ او يا هم مستند ليکل شوى مطلب يې په اختيار کى وي، که په حوالو او جعلي آسنادو وړاندي کولو سره شهادت قبليدلى اوس به ټوله نړۍ مجرمه ګڼل کيده، قاتل او مقتول به ورک ٶ، اسلامي قضاء حتى غربي قانون د شهادت ورکولو خاص معيارونه او شروط ټاکلي دي او د همدي معيارونو په آساس جرم، مجرم، مجني عليه او مجني فيه ـ په آساني سره پيژندل کيداى شي ــ

4 - که تاسي د عبدالله بهير مرکي په غور، دقت او له خپلو سترګو د تعصب عينکي ليري کړي، واقعت دي ډيرې نيمګړتياوي، خاميانى او غلطي به تر لاسه کړې، سراسر ټول اتهامات، بي ځايه نيوکي د آدب، اخلاق او انسانيت له چوکاټ وتلي داسي نادودي، نارواوي، به واوري چي د افغاني غرور سره هيڅ اړخ نه لګوي، حتى يو مرکه کوونکي ورته د افغاني غرور په آساس پيغور ورکوي، مګر دده بي چاره پرى سر نه خلاصيږي، عبدالله بهير يوازي د پلار له نامه نه په استفادې سره حوالي ورکوي، سپکي سپوري وايي، د حزب اسلامي تګلاره چټلۍ ګڼي، شمشتو کمپ د وژنو کور او د isi استخباراتو نوم ورکوي، خپل نيکه قاتل ګڼي، کله خپل پلار په تپل شوو جرمونو کي شريک ګڼي او کله برأت ورکوي ـــ ــ ـ ـ او داسې نور ـ ـــــ

5 - دا يو حقيقت دي شمشتو د حزب اسلامي په نوښت جوړ شوي د مهاجرپنو هغه پنډغالى (کمپ) دي چي مثالي نظام يې درلود، داسي يو مثالي نظام چى تر اوسه يې بيلګه نشو موندلاى، د مهاجرينو لپاره يې داسي خدمات تر سره کړي چي دوشمن هم پرى آعتراف کوي، د نارينه ٶ او ښځينه ٶ لپاره يې جدا جدا له ابتدايي زده کړو رانيولي تر عالي تحصيلاتو زمينه برابره کړى، د آمن، سکون او اخلاقياتو داسي ښايسته ماحول يې جوړ کړي چي هر قسمه دنشه ؽ توکو استعمال بند وه، د عدل او انصاف داسي فضاء حاکمه وه، حتى د حکمتيار صيب وريرونه څو کرتي مجازات شوى دي ــ

 

که حزب اسلامي په شمشتو او ښار کي بى موجبه ناروا قتلونه او جرمونه تر سره کولي، چا يې مخه نشوه نيولي، ځكه حزب اسلامي اطلاعات د هغه وخت سوپر طاقت بلل کيدل، شمشتو لاڅه د پيښور په هر کنج کنار کى چا د اسلام خلاف حرکت نشو کولاي، د حزب اسلامي اطلاعات د الله تعالى له ويرى هيڅ قسمه د اسلاميت او افغانيت مخالف ناروا عمل نه په خپله کولو او نه يې نورو ته لار پرانستله { مرحوم مولوى صاحب خالص به دا خبره ډيره تکراروله : حکمتيار صيب د آور پرتوګ دي که اوباسو يې بى عزته کيږو } واقعيت دادى حکمتيار صيب او د حزب اطلاعاتو د ټولو مهاجرينو کلک ملاتړ او حمايت کوونکي ول، د ټولو افغانانو عزت او آبرو يې ساتلي وه، د وخت له حاکم نظام يې ښه په نره د ټولو افغانانو حقوق تر لاسه کړى، پر افغانانو يې د پاکستانى پوليسو لخوا د هر تيرى او ظلم ځواب په زغرده ورکړى ـ

هغه افغانان چي د افغان ملت ګوند او نورو ملي ګوندونو سره تړاو درلود لکه استاذ ذاکر، استاذ بهاٶالدين مجروح، داکتر سادات شګيوال او داسي نور ـ ـ ـ چي د پيښور ښار په مربوطاتو کي په مرموزه توګه وژل شوي، د وخت استخباراتو پورى تړلي شيطانى رسنيو ددوي مرموز وژل کيدل د يو ګوند اطلاعاتو ته منسوب کړي، پداسي حال چي د حزب اسلامي برجسته غړي استاذ عبدالله، د حزب پياوړى قومندان فضل حق مجاهد او انجنير عبدالله په شمول، د اتحاد اسلامي ګوند مخکښ غړي استاذ احمدزي، استاذ ابوادريس، د جماعۃ الدعوه سلفيانو کوند مشر شيخ جميل الرحمن او ګڼ شمير جهادى قومندانان او سرګروپان چي هاغه وخت کي په مرموزه توګه وژل شوى يعني څه معنى لري ؟؟

أيا ددى جهادي شخصيتونـو وژل کيدل د چا په غاړه دي ؟؟

حتى خپله حکمتيار صيب باندې دوه درى ځلي مرګوني بريدونه ترسره شويدى، بارډيګان يې په شهادت رسيدلى او دى په خپله يو ځل سخت ټپى شوى هم دي ـ

دا د پخوانى وخت مرموزي وژني وى، که تر اوسه پورى يې حساب کړو چى څومره اسلامپال افغانان خصوصا د حزب اسلامي غړي په مرموزه توګه وژل شويدى شمير يې زښت زيات دي ـ

أيا عجيبه نده چى يو ګوند او مشر يې په يو وخت کى قاتل او هم مقتول وګڼل شي ــ

 متأسفانه دغرب درواغجني شيطانى رسني بيا پر داسي وژنو ګونګي او چوپ پاتي کيږى، لکه څرنګه چي پرون د مصر منتخب ريس جمهور شهيد محمد مرسي او آخوان المسلمين ګوند سره پر شوو ظلمونو تر اوسه چپ او ګوڼګ پاتي دي، همدا شيطاني رسني او د بشر درواغجن مدافعين نن ورځ د فلسطينيانو په مظلوميت او د اسرائيلو په ظلم، بربريت او وحشت سترګي پټي او ژبې يې ګوڼګي پاتي دي ـ

6 - دا هم منل شوى حقيقت دي چى حزب اسلامي د روس خلاف جهاد کى د ملا تير حيثيت درلود، اسلام آباد او واشنګتن، روسانو څخه د ويرى په خاطر له مجاهدينو سره مرستي تر هغه جاري وساتلي، چي د مجاهدينو په ځواکمنو مټو روسان مات شول، هر باشعوره انسان ته جوته ده چي د روس خلاف جهاد کى د حزب اسلامي د مجاهدينو وڼډه له نورو زياته وه ـ

کله چى روسان مات شول، CIA او isi . استخباراتي ادارو په ګډه هغه جهادى او ملى تنظمونه وپالل چي له دوى سره پخوا سازش کولو ته تيارسي ولاړ ول، واړه او کمزورى تنظمونه يې۔ د قدرت په ګدۍ کينول، ستر، پراخه او ميليوني حزب يې متلاشي او آنزوا طرف سوق کړ، پر خلاف يې مختلف ايتلافونه جوړ کړل، حزب اسلامي او قيادت يې ډير چانسونه درلودل چي د سازش او توطئې له ليارى قدرت ترلاسه کړى، خوشبختانه مدبر مشرتابه لدي تاريخي عار څخه يې تل لپاره خپل حزب ګوښه وساتلو ــ

7 - حزب اسلامي ته د CIA له لورې بار بار، د ملي او اسلامي آرزښتونو خلاف د قدرت سپارلو، وړانديزونه شويدى، مګر د حزب مدبر قيادت په خپل وخت منفى ځواب ورکړيدى، کله چى امريكايانو په افغانستان يرغل وکړ او د طالبانو نظام نسکور شو، د حامد کرزى په شمول يو وفد له حکمتيار صيب سره په ايران کى ملاقات وکړ او د آمريکا لخوا يې حکمتيار صيب ته يو پيغام راوړى وو، چي په نظام کي د نورو تنظيمونو څخه زياته او غوښنه برخه د قدرت به ورکړى، مګر حکمتيار صيب حامد کرزى ته منفى ځواب ورکړ او دا مشهوره خبره يې ورته وکړه ((زه د افغان حريف، رقيب حکومت سل کاله منلى شم، مګر د بهرنى آشغال حکومت يوه ورځ هم نشم منلي))

8 - حزب اسلامي د نيواکګرو آمريکا او متحدپنو خلاف په ډيرو لږو امکاناتو جهاد پيل کړ او په ډيره کمه موده کي يې د اشغالګرو په خلاف ډيرى لاسته راوړني او برياوى تر لاسه کړى، روسته نورو ته هم جرأت ورکړل شو ـ لکه څرنګه چى حزب اسلامي د روس خلاف جهاد کى سرلاري او مخکښ وو دآمريکايانو خلاف جهاد کي هم سرلاري او مخکښ ګڼل کيږى، حزب اسلامي هر وخت خپل ايماني او ملى مسوليت سرته رسولي، له هيڅ چا سره يې د خپل هيواد، اسلام او اولس په خلاف سازش او معامله نده کړى ـ

9 - حزب اسلامي مجاهدين يوه  نيمه  لسيزه له آمريکانو سره په  جهاد او مبارزي بوخت ول  او آمريکايانو هم د خپل پوځي حصوز شمير  په اففانستان کي لږ  پريښود او همدا لږه کۍ شمير  يې په پوځی چوڼيو کى کلابند آيسار کړل، تر څو د مجاهدينو  له آهدافو خوندى پاتې  وي،  نو د حزب اسلامى مدبر قيادت وپتيله   چي د توپک ميل رخ هم واړوي او نه يې غوښتل چى د پوپک په مرمي يې يو افغان سرتيرى ووژل شي، لکه څرنګه چى د جهاد په دوران کي  مشرتابه بار بار خپلو مجاهدينو  ته سپارښتنه کوله چى خپله ټوله توجه بايد  آصلى دوشمن ته واړوي ــ

حزب اسلامي د وخت له حکومت (اشرف غني) سره د بين الافغاني سولي،  مذاکرات  تر سره کړل، متأسفانه  حکومت  په خپلو ژمنو کى صادق او ريښتوني پاتي نشو، په کړو ژمنو او تعهداتو يې خاورى واړولي، حزب اسلامي مجبور  شو تر څو سياسي مبارزه جارى وساتي، مګر په خارج کي د سياسي سازشونو له لاري افغانستان يو ځل بيا د يوي ډلي په واک کى وغورځيد، معلومه نده چى د پردى تر شا به د سياسي دوکانداري قرارداد څٶمره وي ؟؟

په هر حال زه خپله خبره راخلاصه کوم ـ د لمر په شان روښانه خبره ده چي حزب اسلامي ګوند د اولس له مينځه د کابل  پوهنتون په انګر کى، د وخت  ظلم، استبداد اوآلحاد په مقابل کى  يو فکرى اسلامي حرکت راټوکيدلي، د خپل مظلوم مسلمان اولس ريښتنې ترجماني يې  کړي او کوي يې، د اولس له ملي او اسلامي آرزښتونو يې تل پوره په ميړانه دفاع کړى او کوي يې ـ۔ 

طبيعي ده چي د حزب اسلامي  له نيمي پيړۍ  څخه زياتي جهادى او فکرى مبارزي چي له سختو او بحرانى حالاتو تيريدونکى دى،  ډير د کمزوري ايمان خاوندان او يا هم مطلبي، غرضي  کسان، ستړي او ستومانه شوي ،  له حزب اسلامي سره يې  د مزل توان له لاسه ورکړى، د نيمي لارى ملګرتيا يې غوره کړيده،

حقيقت دادى چى د نيمى لارى ملګري به د ملګرتيا پريښودو، په  پاره  ګڼۍ بهاني او ګيلي جوړوي، تر څو خپلو ځانونو ته کاذب قناعت، شهرت او سمعت ورکړى،  د داسي غرضي او مرضي حضراتو په پوچو، سپکو او له تهمتونو ډکو ويناو باندى ددي  ستر فکرى مکتب تقدس نه پامال کيږى او نه هم زيانمن کيږى، بلکي د مغرضو او عقدمنو آفرادو ګنده  څيري برملا کيږى، آلبته  هغه کسان د آحترام او تقدير  وړ دى چي د حزب اسلامي او نورو اسلامپالو ګوندونو اسلامي او ملي  مبارزې ته د تقدس او احترام په سترګه ګوري، هر ځاي چي وي بيا هم خپلو ملي او اسلامي آرزښتونو  ته ژمن پاتي شوى، خپل فکرى سنګر يې تود ساتلي ــ

آخر کي يو ځل بيا وايم !! دوست دى هم واورى او دوشمن دى هم واورى، ددى فکرى مکتب لارويان له خپلى سپيڅلي مبارزي ستړې او ستومانه شوى ندي، بلکي د مبارزي هوډ يې نور هم غښتلى شوى، د فکرى مکتب لارويان به خپلى مبارزي ته د ژوند تر وروستنۍ سلګۍ دوام ورکوي او همدا د الله تعالى غوښتنه او د محمد ( صلى الله عليه وسلم )  لارښودنه ده ـ۔ 

ان شاء الله ـ۔

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک