No-IMG

مهم ترين های امروز سه شنبه

: ‏نشست دوجانبه تقویت روابط اقتصادی افغانستان - ازبیکستان در بندر حیرتان برگزار شد.

وزارت صنعت و تجارت در یک خبرنامه گفته است که هیات‌های امارت اسلامی و ازبیکستان در این نشست روی امضای توافق‌نامه‌های بازرگانی و ترانزیتی، صادرات یک میلیون تُن زغال سنگ، ایجاد سازوکار ویژه جهت تصفیه مواد خام نفتی افغانستان در تصفیه‌خانه ازبیکستان، برگزاری نشست تواصل تجارتی و نمایش‌گاه تولیدات افغانستان در آن کشور، تسهیلات در صدور ویزا و سرمایه‌گذاری‌ ازبیکستان در بخش‌های کشاورزی، سمنت و تولید برق حرارتی از زغال سنگ گفت‌وگو کردند.

: ‏د افغانستان د مرکزي بانک رییس هدالله بدري په کابل کې د اېټالیا سفیرې ته ویلي چې د افغانستان بانک د قانون په رڼا کې له ټولو هېوادونو، مالي او بانکي موسسو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی. د افغانستان مرکزي بانک په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې په دغې لیدنه کې پر اقتصادي وضعیت، د افغانیو د ثبات ساتلو پر عواملو، بانکي سکټور او د اسلامي بانکوالۍ پر پراختیا خبرې اترې شوې دي او ناټالیا کوېنټاویل هم له مرکزي بانک سره د همکارۍ ژمنه کړې ده.

: ‏په کابل کې د اذربایجان سفیر الهام محمدوف د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره لیدلي دي.

ریاست الوزرا په یوې خبرپاڼه کې د ښاغلي محمدوف له قوله لیکلي ا‌ذربایجان غواړي چې د اقتصادي او کرنیزو برخو سربېره د نړۍوال لېږد رالېږد له لارو د استفادې، د ټرانس کاسپين کریډور په برخه کې هم له افغانستان سره همکارۍ زیاتې کړي چې د اسلامي امارت هر اړخیز ملاتړ ته اړتیا لري.

: ‏د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست په ۱۷ ولایتونو کې د بارانونو او واورې ورښت اټکل کړی دی. د دغه وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، د ۱۴۰۳ کال د وري میاشتې په لومړۍ به په هرات، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، زابل، روزګان، غزني، دایکندي، غور، بادغیس، فاریاب، جوزجان، بلخ، سرپل، سمنګان او بامیان ولایتونو کې به بارانونه او واورې و اوري.

: ‏کندهار کې نن (سه شنبه) سهار شاوخوا پنځه بجې د رېښتر په کچه پنځه اعشاریه پنځه درجې یوه زلزله شوې چې ټکانونه یې د کرښې هاغاړې چمن کې هم حس شوي دي.

د زلزلې له امله د اوښتو احتمالي زیانونو په اړه تر دې دمه مالومات نشته.

: ‏د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د یوناما له سیاسي مرستیال مارکس پوټزل سره یې د افغانستان او سیمې پر روان وضعیت خبرې کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، ښاغلي کرزي یو ځل بیا د نجونو پاتې ښوونځیو او پوهنتونونو پر پرانېستل کېدو ټینګار کړی او د هلکانو او نجونو زده‌کړې یې د هېواد لپاره اړینې بللي دي.

: ‏د امریکا ولسمشر جو بایډن د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ته ویلي چې د غزې په رفح ښارګوټي کې عملیات به "غلطي" وي

بایدڼ په ټلېفوني مکالمه کې له نتنیاهو غوښتي څو لوړپوړي چارواکي د سلا مشورې لپاره واشنګټن ته واستوي.

: ‏هند او چین ولادیمیر پوتین ته د ولسمشر په توګه د ټاکل کېدو مبارکې ورکړې ده.

اخوا؛ لویدیځو هېوادونو بیا دغه ټاکنې غیرې قانوني بللې او ویلي یې دي چې د روسیې ولسمشریزې ټاکنې د یوه معتبر سیال په نشتون کې ترسره شوې دي.

: ‏په اوکراین کې د روسیې توپچي حملو په پایله کې درې ملکي وګړي وژل شوي.

د راپورونو له مخې، دغه بریدونه د اوکراین په جنوب خرسون سیمه کې شوي دي او د دې سیمې والي اولیکساندر پروکودین ویلي، چې د دغو بریدونو له امله د استوګنې دوه لوړپوړیزې ودانۍ هم زیانمنې شوې دي.

: ‏د قطر بهرنیو چارو وزارت ویاند مجید الانصاري ویلي، چې که څه هم په غزه کې پر اوربند موافقه نه ده شوې، خو هیله مندي شته.

مجید الانصاري په خبره، د غزې په رفح ښار کې د اسراییلي پوځ عملیات ښايي یوه تر ټولو لویه بې رحمي وي او دومره زیان به رامنځ ته کړي، چې له دې وړاندې به یې په منځني ختیځ کې یې ساری نه وي لیدل شوی.

: ‏د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ، متحده عربي اماراتو او هند ته ځي. ښاغلي وېسټ ویلي، دغه سفر چې په پام کې ده روانه اونۍ یې ترسره کړي، موخه یې له خپلو شریکانو سره د افغانانو د ملاتړ په تړاو کتنې او خبرې دي.

: ‏په غزې تړانګه کې د خوراکي توکو کمښت ماشومان او لویان له لوږې سره مخ کړي دي. د غزې روغتیا وزارت وايي، د روانې جګړې له پیله تر دې دمه ۲۷ ماشومان او درې لویان د خوارځواکۍ له امله مړه شوي دي. سیمه کې د وضعیت څارونکي وايي، که اوربند و نه شي او جګړه وغځیږي د غزې تړانګې اوسېدونکي به د قحطۍ له ناورین سره مخ شي.

: ‏د امریکا بهرنیو چارو وزارت ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د دواړو لورو ترمنځ نښتو او بریدونو کې د ملکي وګړو پر مرګ ژوبلې خواشیني څرګنده کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال، وېدانت پټېل په یوه خبري غونډه کې له پاکستاني لوري غوښتي چې ډاډ ورکړي چې د "ترهګرۍ ضد" فعالیتونو پر مهال یې ملکيان نه دي په نښه کړي او له "طالبانو" یې د دې ډاډ غوښتنه کړې چې په پاکستان کې ترهګریز بریدونه له افغان خاورې نه دي شوي.

پټېل په خپلو خبرو کې له دواړو لورو غوښتي چې خپلې ستونزې په نښه او حل لارې ورته پیدا کړي.

: ‏په پام کې ده چې نن (سه شنبه، د کب ۲۹) د امریکا پوځ پخوانی لوی درستیز، جنرال مارک میلي د دغه هېواد د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې په استماعیه غونډه کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو په تړاو مالومات ورکړي. د دغې کمیټې د خبرپاڼې پر بنسټ، په نننۍ غونډه کې به د امریکا د مرکزي قومندې یا سنټکام پخوانی قومندان، جنرال کېنټ مکنزي هم حضور ولري.

: ‏اسټرلیا له افغانستان سره راتلونکې شل اوریزې لوبې هم وځنډولې. د اسټرلیا کرېکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، په افغانستان کې د نجونو او ښځو مخ په «خرابېدو بشري وضعیت» له امله د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې سره خپله راتلونکې دوه اړخیزه لوبلړۍ ځنډوي.

ټاکل شوې وه د درې شل اوریزو لوبو دا لوبلړۍ د روان ۲۰۲۴ زیږیز کال په اګسټ میاشت کې متحده عربي اماراتو کې د افغانستان په کوربتوب ترسره شي.

: ‏د اتلانتیک شورا متخصصین وايي، د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې به ژر و نه رغیږي. د دغې شورا متخصصینو په پکتیکا او خوست کې وروستیو برېدونو ته په اشارې ویلي، په راتلونکو ورځو او اونیو کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ ترینګلتیاوې راکمې شي خو د پاکستان په تړاو د افغانستان چلن د دغه هېواد د نوي حکومت او پوځي جنرالانو  زغم پایته رسولی دی. د اتلانتیک شور ا متخصصینو ویلي، پاکستان خپلو سټراټيژیکو ګټو ته په کتو د هند پرتله په سیمه کې اسلامي امارت ته لومړیتوب ورکوي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک