No-IMG

روس، آمريکا خلاف جګړه او د حزب اسلامي محروميتونه !!

قاضی محمد نذير حکيم

 

په نړۍ کي دوه قسمه خلک ژوند کوي، هغه خلک دي چي خپل وجدان، ضمير يې د وخت، حالاتو پوري تړلي او په آساني سره د خپل وجدان خرڅولو ته هر وخت تيار آماده ناست وى، دا قسم خلک د قدرت، شهرت او نورو دنياوي خواهشاتو په خاطر له دوشمن سره هر قسمه سازش، د مسلمان ورور په سر معاملي روا بولي او پدى لار کى ناروا کارونه، ظلم او وژني تر سره کوي.

بل قسم يې هغه خلک دى چي د ژوندانه آهداف يې معلوم دي، په الله تعالى توکل بروسه لري، دوشمن سره هر قسمه سازش او معاملي ناروا بولي، د کفر، ظلم، جبر او بي عدالتي په خلاف تل مبارزه کوي، د مبارزى هدف يې د الله تعالى په زمکه د الله تعالى قانون او آحکام قايمول مقصد وي، دغه قسم خلکو ته که د صف په اول يا آخر سر کى د ودريدلو وويل شي، باک يې نه ګڼي، دا خلک تل له قدرت، مال، دولت لري پاتي شوي، په نړۍ کى فقيرانه او د ملنګۍ ژوند تيروى، د الله تعالى رضا په خاطر په محروميتونو خوشحاليږي او دالله په لار کي محروميتونه د صحابه کرامو او نيکانو خلکو سنت ګڼۍ، که د وخت دسيسه ګرو لخوا دا قسم خلک په مختلقو نومونو او جرمونو تورن شوى، خوشبختانه !! په ماضي کى همدا خلک د آمت ستر ژغورونکي او آتلان پيژندل شوى، لله الحمد د حزب اسلامي ګوند مشرتابه او غړي يې د همدى دوهم قسم په کتار کى قرار لري.

 زه خپلي آساسي خبري ته راګرځم، پدى ورستيو کي. اسلامى امارت چارواکو، د حزب اسلامي ګوند محترم مشر حکمتيار صيب ته په ډيره لنډه موده کي، ګڼي توطئې دسيسي مستقيم او غير مستقيم توګه په لاره اچولې دي، نه پوهيږو طالبان ولي د حزب اسلامي قيادت او غړو سره دومره ژوره عقده پالي؟؟

آهداف او مقاصد يې څه دي؟؟ حزب اسلامي تر اوسه د ملي او اسلامي آرزښتونو څخه دفاع په خاطر مبارزه کړي، د مسلمان خلاف يې هيڅ قسم توطيه، دسيسه نه تر سره کړى او نه يې پکي برخه آخستي.

په همدى موخه، زه يو څو حقيقتونو ته دوستان رابولم، هيله ده تر آخره يې ولولئ !!

1- حزب اسلامي لومړنۍ اسلامي ګوند دى چى د کفر، آلحاد، بي عدالتي په خلاف يې د ملي او اسلامي آرزښتونو په موافق، د کابل پوهنتون آنګړ کي سر راپورته کړي، له هغى روسته چى څومره اسلامي ډلي او ګوندونه زيږيدلي، د اسلامي حزب له فکري مبارزې يې آلهام آخستٸ.

2 - روسانو خلاف جهاد کي اسلامي حزب د ملا تير حيثيت درلود، کله چى روسان مات شول، حزب اسلامي له هيڅ خارجي او ګاونډي هيواد سره، د قدرت، منصب په تر لاسه کولو هيڅ قسمه سودا ونه کړه، بلکى د حزب محوه او کمزوري کولو په خاطر دوشمنانو، ګڼي جبهي پرانستلى، حزب اسلامي تل د ملي او اسلامي آرزښتونو په ميړانه دفاع کړي، افغانستان يې د تجزيې څخه ساتلي، کله چى د طالبانو حرکت راپيدا شو، حزب اسلامي ورسره د جګړي لار ونه نيوله، بلکي د حزب قيادت تر آخره خپلو غړو ته د عادى ژوند تيره ولو بار بار سپارښتنه کوله او د طالب په خلاف يې د افغانستان په هيڅ کوم يو ولايت، ولسوالۍ او ښار کى جګړې ته لمن ونه وهله، پداسى حال چي د ااا نظام تر سقوط کيدو ورسره شمالي ټلواله او د دوستم مليشي وجنګيدلي.ـ

3 - کله چي آمريکايانو په افغانستان يرغل وکړ، د حزب اسلامي مدبر قيادت د اشغالګرو په خلاف د جهاد آعلان وکړ او خپلو غړو ته يې د طالبانو سره د هر قسمه خواخوږي او همدردي سپارښتنه کوله، د حزب مجاهدينو ډيرو طالبانو سره د الله رضا په خاطر مرستي او کومکونه کړي، پناه يې ورکړي، مصٶن او خوندي ځايونو ته يې رسولى، مګر بعضي طالبانو د حزب اسلامي غړو خواخوږي عادي او بابزه ګڼلي، داسي بيلګې شته چى بعضى طالب مشرانو، د حزب پر مجاهدينو اعتماد ندى کړى او د سترو نقصانونو سره مخامخ شوى، د بيلګي په توګه : کله چى بغلان او قندوز ولايتونو کى طالبان د شمالى ټلوالى لخوا محاصره او د آمريکا بمونه پرى وريدل، پدى سختو حالاتو کي، د حزب اسلامي زړور قومندان مرحوم بشير بغلاني، طالبانو ته ډاډ ورکړ چى له محاصرى به يې خلاصوى، د شمالي ولايتونو څخه به يې په مصٶنه توګه بل لوري ته اوباسي.

 متأسفانه ! طالب مشرانو د حزب په ريښتنې نيت شک وکړ او د مليشو سخت زړى جنرال دوستم ته يې پناه يوړه، طالب مشرانو په لوي لاس زرګونه طالبان له دوستم سره آسيران کړل او د دشت ليلي زړه بوږنوونکي واقعه تکرار شوه، د تاريخ دا ويرجنه پاڼه به هيڅكله هيره او له تاريخه ورکه نشي.ـ

4. 2002 کال نه تر 2007 کال پورى. آمريکانو خلاف د حزب مجاهدينو عمليات، د مشرتابه هدايت په آساس ( سري پوځ ) په نامه آعلانيدل، له. 2007 کال. روسته طالبانو هم نظامي فعاليت شروع کړ، تر 2011. کال. زيات عمليات، مشرقي ولايتونو کي، حزب او طالبانو په مشترکه توګه مخ په وړاندى بيول، متأسفانه : له 2011 کال روسته، چى طالبانو پراخه آمکانات او وسايل له مختلفو جهتونو تر لاسه کړل، نه داچي نظامي عمليات يې جدا کړل، بلکى اکثرو آفراطى طالبانو د حزب اسلامي مجاهدينو سره د خصومت، عداوت، لاره ونيوه، زياتره بيلګې د حزب اسلامي مجاهدينو سره موجود دى، چى تعرض د طالبانو لخوا پرى شوى، کڼ شمير د حزب قومندانان او مجاهدين د طالب له نامه په استفادي په مرموزه توګه وژل شوى، مګر د حزب مجاهدينو د صبر تحمل څخه کار آخستي او د انتقام آخستلو قصد يې لا هم ندي کړي.ـ

5 - حزب اسلامي مجاهدينو په ډيرو لږو امکاناتو، وسايلو د اشغالګرانو آمريکايانو ملا ورماته کړي، کونړ، نورستان، لغمان، ننګرهار، کاپسا په شمول ګڼو ولايتونو چريکى جګړو راپورونه حتى د دوشمن خبرى رسنيو نشر کړي او جيګپوړو جنرالانو يې آعتراف کړى، چي : پلاني سيمه کي د حزب اسلامي ګلبدين ډلي مونږ ته سخته مرګ ژوبله آړولي، د کابل فدايى استشهادي بريدونو خو د دوشمن زړه ورچودلي ٶه، هر فدايى بريد کي ګڼ شمير جيګپوړى اشغالګران وژل شوى، که طالب جان د حزب اسلامي جهاد او مبارزي ته د تقدس په نظر نه ګوري، پروا نه لري، حزب اسلامي جهاد او مبارزه د الله تعالى رضا په خاطر او د خپل هيوادني غيرت، ميني او ميړاني په آحساس کړيده، له چا نه د قدرت او آمتياز تمه نلري، بى له شکه د آمريکا خلاف جګړه کي د حزب اسلامي مجاهدينو ميړاني او آتلولۍ زرين باب جوړ کړيدى، راتلونکى وخت به ټول حقيقونه برملا کړي، چا سپيڅلي، پاک جهاد کړى، چا له دوشمن سره معاملي او چا نورى، چارى... کړيدي.

6 - د آمريکا او ناټو خلاف جهاد کي د حزب اسلامي فدايى مجاهدينو په شمول ګڼ شمير مجاهدين د شهادت لوړ مقام ته رسيدلي، په سلګونو معيوب معلول شوى او په زرګونو نور يې د اشغالګرو لخوا نيول شوى، ګونتنامو، باګرام او نورو ګڼو زندانـونو کي شکنجه، تعذيب او کلونه کلونه کوټه قلفي شوى.

7 - د حزب اسلامي آمير حکمتيار صيب په شمول د ګوند نورو غړو نومونه په تور لست کى شامل او لکونه ډالري جايزى پرى ټاکل شوى.ـ

8 - حزب اسلامي مدبر قيادت طالبانو په خلاف هيڅ کومه جګړه نده ترسره کړى، پدى ورستيو کي يې طالبانو او نورو ذى دخلو افغانى لورو ته نيکه توصيه او سپارښتنه کړى، چى جګړه نور د حل لار نده، ټول افغانان بايد په ګډه يو عادلانه حکومت ته لار هواره کړي.

9 - حزب اسلامي د 2016. کال په ورستيو کى، مصلحت او ضرورت په آساس له افغان دولت سره د سولي تړون لاسليك کړ، خپل ټول نظامي عمليات يې متوقف کړل، ځكه لدي روسته د جګړي زيات تاوان افغانى ځواکونو ته رسيدلو، حزب نه غوښتل چى جګړه د اففانانو ترمنځ دوام ومومي، متأسفانه د وخت حاکم دولت په خپلو ژمنو ونه دريد. حزب اسلامي بيا هم د نظام او د نظام مخالفينو په خلاف جګړه غوره نه کړه، بلکى سياسي فعاليت يې غوره وبللو.ـ

10 - تير جمهورى نظام د حزب اسلامي سره د سولي توافق نامي په آساس، د سياسى فعاليت په موخه کابل، دارالامان سيمه کى د وزارت دفاع آړوند يوه مخروبه آبادۍ او څو جريبه ځمكه وسپارله، متأسفانه د ااا. عدلېي سرپرست وزير له څه مودي راهيسي د نوموړي سيمى اوسني نظام ته د سپارلو حکم صادر کړى، پداسى حال حزب اسلامي، ياده سيمه په ستر خدماتي، رفاهي مرکز بدله کړي، د حزب اسلامي په مالي لګښت مجهز روغتنون ودانى تر څنګ، ګڼ شمير نورى وداني هم جوړى کړى دى (( ايمان جامع مسجد، بريا نړوال تلوزوني شبکي تالار، اسلامي پوهنتون وداني، د يتيمانو د تعليم او تربيت وداني، کونډو او بي وزلو خلکو سره د مرستي بنسټ دفتر، او داسي نور.... )) چى پدى نږدو شپو ورځو کى د روغننون افتتاح هم کيدله.

 

د حزب متعهدينو : يادي خړي پړي سيمي ته د ونو، بوټو او چمنونو په کرلو سره زياته ښايسته ښکلا وربخښلى، همداراز د حزب مشرتابه همدى اوسني نظام ته د درى کلونو آجارى ورکولو غاړه هم ايښي، مګر بيا هم اااـ سرپرست وزير ياده سيمه د حزب اسلامي په قيادت او غړو نه پيرزو کيږى، بار بار يې د ورسپارلو غوښتنه کوى.ـ

دا پداسى حال چى د حزب آمير په ټول افغانستان کى غير له پلرني ويجاړ او بمبار شوى کور بل ځاي يوه وليشت جونګړه نلرى، حتى د آجرائيه شورا برجسته غړى او کارکنان تر اوسه په کرايې کورنو کىراوسيږى.

بلخوا د نورو تنظيمونو عادى سرګرپان په داخل او خارج کى، بلند منزلونه، موډرن کورونه او د سترو جايدادونو مالکان دى.ـ

الحمد لله، حزب اسلامي له دومره آوږدى مبارزى، خپلو غړو او نه دفترونو ته، په غلا، غصب او د تنظيم په پيسو نه کوم ښارګوټي او يا هم نه فاميلى بلاکـونه جوړ کړى، چي راتلونكي وخت ورته پيغور جوړ شي.

11 - همدا راز د طالبانو تيره دروره کى , طالب مشرانو، قندهار ولايت، ښار ته څيرمه، مرحوم ملاعمر ته د دولتي ځمکى څخه، په سوونو جريبه ځمکه يو ستر سراي جوړ کړ، چي په داخل کى يې ډيرى محکمى ګڼ شمير مظبوطي وداني جوړى کړى، داسى ويل کيږى په بعضو ودانيو مزايل هم آثر نشي کولاې، او ياد سراي تر اوسه د ملاعمر سراي په نوم ياديږى، پدى شلو کلونو کى آمريکانو له همدى سرايه د ستري نظامي آډي کار آخستلو، حتى په همدى سراى کى آمريکايانو مهم مخفي زندان درلوده، د القاعدې او نورو جهادى تنظيمونو مهم غړى د لومړنپو تحقيقاتو لپاره ساتل کيدل او روسته نورو زندانونو ته انتقال کيدل.ـ

آيا عجيبه نده !! د يو ستر جهادي ګوند مشر چي ټول عمر يې د آغيارو سره په مبارزي تير شوى دي، يوه وليشت د اوسيدلو ځاى نلري، بلخوا له ده ډير روسته جوړشوې جهادى ګوند مشر ته په سوونو جريبه دولتي ځمكه او د اولس په ملي سرمائې سراي پکى جوړ او د هغه په نوم نومول کيږى.ـ

په آخر کي زما هيله د طالب حضراتو څخه داده، هر هغه چا چي د هيواد په استقلال او آزادۍ کى برخه آخستي وي، د هغوي قدر وکړي، ويې نازوى، په درنښت ورته قايل شي، بغض، عداوت، کيني څخه تير شي، آختلاف، شقاق، کشمکشونو ته لار مه جوړوي، دوشمن مه خوشحاله کوي، دوشمن لداسى حالته آعظمي ګټه پورته کوى، ګڼي، شومي توطئې او دسيسي په کار آچوى، مه پريږدى ! چى دوشمن اوبه خړى کړى او ماهيان راونيسي.ـ

په آقتدار او قوت مه نازيږى، نه تل آقتدار وى نه قوت، خپل آقتدار د مسلمانانو د خدمت او يووالي لپاره وقف کړى او قوت مو په دوشمن مصرف کړى.ـ

ټولو ته يې وايم : هر څوک بايد حقيقونه درک کړى، سپين ته سپين، تور ته تور ووايې، د اسلامي نړۍ دردمند ويرجن حالت ځانته مخامخ کړى او د خپل هيواد پاشلي وضعيت، د دوشمنانو پټ او ښکاره خطرناک پلانونو ته بايد بيدار او ويښ وى،

پدى هم بايد پوه وو : غرب ستا اسلامي لباس، پکول او لونګۍ نشي زغملاي نو ستا اسلام، مذهب او شريعت به څرنګه قبول کاندي، غرب د وخت او حالاتو پوره څارنه کوى، خپل وار په خپل ټاکلى هدف تر سره کوى، هيله ده ټوله اسلامي نړۍ د کفر، ظلم، استبداد او نړيوال صهيونيزم په وړاندى د بنيان مرصوص په شان ودريږى.

د همدى ورځي راتلو په هيله

ــ ستاسي ورور.ـــ

قاضی محمد نذير حکيم

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک