No-IMG

‎د غير شرعي او غلطو ادعاء گانو تصحيح


‎عبد الله مجاهد‎

پرون د ااا عدليې وزير د يوه جومات له منبر داسي څه وويل چي هم د حقيقت خلاف دي هم د قانون او شريعت خلاف؛ د ده له وينا معلومېږي چي اصلي درد او ستونزه ئې له (حزب) سره ده نه هغه 6 جريبه تشه زمكه چي په دفاع وزارت پوري مربوطه وه او د مخكيني حكومت د جمهور رئيس او دفاع وزير په لاسليك حزب اسلامي ته سپارل شوې؛ دې ته د غصب نوم وركول د داسي چا كار كېدى شي چي نه له شريعت خبر وي، نه له قانون او نه له عرف؛ كه دا غصب گڼل كېږي نو د ټولو مخكينيو حكومتونو له لوري دې ته ورته تصرفات بايد غصب وگڼل شي؛ ټول افغانستان خو پرېږدئ په كابل او حتى د ارگ شاوخوا كي په زرگونو جربه زمكه په فرمانونو سره وېشل شوې؛ وزير اكبر خان مېنه، شيرپور او په كابل كي لسگونه ستر ستر ښارگوټي ئې بېلگي دي؛ د حزب اسلامي له لوري دفاع وزارت ته ليكل شوي چي كه ااا د مخكينيو حكومتونو ټول تصرفات لغو كوي؛ موږ ئې پرې اعتراض نه لرو او همدا اوس او تر نورو وړاندي حاضر يو دا زمكه او په هغه كي جوړ شوي تأسيسات؛ ايمان جومات، ايمان روغتون، ايمان كلينيك، دارالايتام، كورونه، دفتر دوى ته وسپارو؛ فقط يوه غوښتنه لرو چي ښاغلي عدليه وزير دي اعلان كړي چي دا زمكه نه غصب شوې ده، نه 26 جريبه ده، نه ئې قضيه د غصب په نامه كميسيون پوري ارتباط لري.
‎دې ښاغلي دا غلطه ادعاء هم وكړه چي نوى كور زموږ په خوښه غوره شوى؛ په داسي حال كي چي د حزب اسلامي مشر دا پرېكړه مسئولينو ته اورولې وه چي له دې ځاى به يا د حزب اسلامي د كوم متعهد كور ته انتقالېږي او يا به بهر درومي؛ كه ارگ هم دوى ته تخليه شي هلته تگ نه غواړي؛ غوښتل ئې خپل ماشومان بهر ته ولېږي؛ او هغه كور ورته تخليه شي چي بل ته ئې په كرايه وركړى وو؛ خو هغه عذر وړاندي كړ چي بل مناسب كرايې كور مي پيدا نه كړ تر اختر پوري مهلت راكړئ؛ نو دا ئې بې مروتي وگڼله چي هغه د روژې په مياشت كي له كور ايستلو ته اړ كړي؛ نو ځكه ئې د ماشومانو لېږل وځنډېدل.
‎تعجب كوو چي عدليه وزير دا غلطه ادعاء هم كوي چي موږ ته ئې د دې ځاى د تخليې وخت او نېټه ټاكلې، موږ ترې مهلت غوښتى او ده دا احسان كړى چي تر حوت پوري ئې وځنډوي!! او دا ئې حكمتيار صاحب ته د احترام څرگنده نښه تعبير كړې او هغو ته چي د ده دا كړنه ئې غندلې؛ وويل: كه تاسو دا احترام نه گڼئ نو د احترام په معنى نه پوهېږئ!! دا ادعاء گاني ټولي سل په سلو كي دروغ دي؛ د جومات په محراب كي او د روژې په مياشت كي داسي ښكرور دروغ ويل به د ده په مذهب او مسلك كي جائز وي؛ حقيقت دا دئ چي نه ده له موږ سره خبره كړې او نه موږ له ده مهلت غوښتى، ده د كابينې له اكثريت غړو سره ستونزه درلوده، هغوى ورسره موافق نه وو؛ كه دا اوس هم دغه موضوع كابينې ته محول شي نو دى به هم وگوري او ملت هم چي حقيقت څه دئ؛ ټولو ته به معلومه شي چي د حزب په اړه د ده تصميم او اظهارات په بشپړه توگه له شخصي عقدو او سياسي كينې  او رخې راټوكېدلي؛ غواړي په دې سره امير المؤمنين ته ځان ډېر مخلص او وفادار ثابت كړي.
‎ده ته بايد دا هم ووايو چي غصب هغه څه ته وايي چي تا كړى؛ همدا اوس ته په يوه غصب شوي كور كي اوسې؛ اصلي خاوند ئې د افغانستان د جهاد يو ځلانده ستورى او ستر اتل مرحوم خوږمن دئ؛ تا د خپلو بد معاشانو په زور د هغه كورنۍ له خپل كور وايستله او دوسيه دي اوس په محكمه كي تر غور لاندي ده!! غصب دې ته وايي چي تا له حكومتي موقف په استفادې سره د كوچيانو زمكه غصب كړه او د دې مجاهد قوم د يوه مخور مشر زوى دي ونيولو... دا اوس چي ته پر كومي كرسۍ ناست يې دا يو څرگند غصب دئ؛ نه كومي شورى غوره كړى يې او نه د ملت استازو تا ته د اعتماد رأى دركړې؛ په داسي حال كي چي الله تعالى د چارواكو د ټاكلو او غوراوي حق ملت ته سپارلى او په صريح توگه ئې په قرآن كي مسلمانانو ته لارښوونه كړې چي زعامت ستاسو يو امانت دئ او مكلف يئ چي دا امانت اهل كسانو ته وسپارئ؛ د اسلام له نظره مشروع امير فقط هغه دئ چي مسلمانانو په خپله غوره كړى وي او په خپله خوښه ئې له هغه سره بيعت كړى وي؛ په اسلام كي نه ميراثي امارت شته او نه په زور تحميل شوى زعامت؛ حتى د جومات كوم امام چي خلك ئې پر امامت راضي نه وي او دى پرې اصرار كوي؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايي: دا ملعون دئ؛ د جومات امامت؛ امات صغرى دئ او د ولس زعامت امامت كبرى؛ د دواړو تقرر او غوراوى مسلمانانو ته سپارل شوى؛ د همدې لپاره د رسول الله صلى الله عليه و سلم له رحلت وروسته څلور خلفاء راشدين په جومات كي او له بيعت وروسته غوره شوي. رسول الله صلى الله عليه و سلم دا هم فرمايلي: چا چي كوم نااهل كس د قرابت، رفاقت او شخصي ملحوظاتو له مخي پر دندي وگمارلو؛ هغه له الله تعالى، د هغه له رسول او له مؤمنانو سره خيانت كړى.  
‎تا وويل: په دې نظام كي حزب او د حزب نوم يادول جرم دئ؛ موږ ته ووايه: دا دي په كوم كتاب كي لوستلي او په كوم قانون كي دي ليدلي؟ تا يو وخت د ظاهر شاهي نظام اساسي قانون د ااا اساسي قانون په توگه اعلان كړ؛ وروسته مو خپله خبره تصحيح كړه او دې قانون ته مو شرعي پرتوگ جوړ كړ او وموويل: په استثناء د هغو مادو ئې چي د شريعت خلاف دي؛ خو د دې وضاحت مو هم ونه كړ چي دا غير اسلامي بندونه ئې كوم دي؛ دا په غير اسلامي موادو ولاړ اساسي قانون كي هم د حزبونو د جواز بندونه مومو!! اوس وايئ: د قرآن او حديث په شتون كي اساسي قانون ته ضرورت نشته!! جنابه! اساسي قانون د يوه هېواد هغه ملي ميثاق او تړون دئ چي په ټولو ملي قضاياوو كي د ملت اراده او اجماع تمثيلوي؛ هغه مسائل په كي څېړل كېږي چي د ديني او ملي ارزښتونو په رڼا كي په ټول ملت پوري مربوط وي؛ لكه دا چي څوك به د امير او زعيم په توگه غوره كوي، اهليت او مواصفات به څه وي، صلاحيتونه او مسئوليتونه به ئې كوم وي، د كار موده به ئې څومره وي، له يوه بل ته د اقتدار انتقال څرنگوالى او په دې كي د ملت ونډه به څنگه وي، بودجه، داخلي او خارجي سياستونه، په ملي شتمنيو كي تصرف، د جنگ او سولي پرېكړه به څنگه وي او څوك به ئې كوي، د حكومت او چارواكو پر اجراءاتو او تصرفاتو به ملي نظارت او له هغوى سره محاسبه څنگه تر سره كېږي، په ټولني كي د قومي او اجتماعي جوړښتونو، د سياسي او فكري احزابو او صنفي اتحاديو مقررات او قوانين به څنگه وي... دا مسائل داسي اساسي قانون ته ضرورت لري چي د ملت په خوښه او توافق به جوړېږي او د ملت د منتخبو استازو له لوري به تصويب كېږي؛ دا نه د كوم وزير كار دئ، نه د امير او نه د كوم حكومت؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم مدينې ته له هجرت سره سم د مدينې د ټولو اوسېدونكو؛ مسلمانانو، يهودانو او مشركينو په مشوره او توافق داسي ميثاق او تړون رامنځته كړ چي ويلي شو هغه د مدينې لپاره يو جامع اساسي قانون وو؛ نن موږ همداسي يوه ميثاق ته ضرورت لرو.
‎له تا پوښتنه كوو: قرآن خو مسلمانان د ملت، امت او حزب الله په نامه ياد كړي؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم خو فرمايلي: تاسو په هغو پنځگونو گمارم چي زه خپل رب پرې گمارلى يم: جماعت، سمع، اطاعت، هجرت او د الله په لار كي جهاد؛ او څوك چي له جماعت ووځي له اسلام وتلى او چي له يو امير سره له بيعت پرته ومري مرگ ئې د جاهليت مرگ دئ؛ يعني الله تعالى او د هغه رسول؛ په حزب كي ژوند او له يوه امير سره بيعت يوه ديني فريضه او وجيبه گڼلې او ته همدې ته جرم وايې!! آيا پوهېږې چي څوك حلال ته حرام وايي او يوه وجيبه لغو يا تعطيلوي؛ حكم ئې څه دئ؟!! ته چي پرون په ائتلافي حكومت كي د خوست امنيه قومندان وې، له استاد رباني سره دي بيعت كړى وو او د هرات حل او عقد شورى كي دي ده ته رأى وركړې وه؛ او نن چي د عدليې وزير يې دا له يوې ډلي او حزب سره د تعهد په طفيل وه او ده؛ آيا ستا دا پرونى او نننى كار جائز دئ او د بل جرم؟!! كه ستا دا قضاوت د كوم ايمان په حكم وي نو ستا دې ايمان خو په ډېر بدغونى كار گمارلى يې؛ بِئْسَمَا يَأْمُرُكُمْ بِهِ إِيمَانُكُمْ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ) البقرة 93 او كه ستا دا قضاوت او وېش؛ د بل هغه كار ناجائز گڼل چي په خپله پرې افتخار كوې او په خپل لاس ليكلې سوانحو كي ئې د افتخاراتو په ضمن كي يادوې؛ نو دا خو ډېر ظالمانه قضاوت او وېش دئ (تِلْكَ إِذًا قِسْمَةٌ ضِيزَى) النجم 22
‎ستاسو نظام نه كورنى مشروعيت لري او نه بهرنى؛ كورنى مشروعيت د ملت له رضايت او موافقې او شريعت او قانون ته د تمكين له لاري تر لاسه كېدى شي چي همدا بهرني مشروعيت تر لاسه كولو ته لار اواروي؛ ستاسو نظام شورى نه لري چي د اسلامي نظام لومړنى اساسي بنسټ دئ؛ قانون نه لري، د جومات او مدرسې دروازې مو د مېرمنو او نجونو پر مخ تړلې دي، د تعليم حق مو ترې سلب كړى، د حجاب په اړه ستاسو دريځ د احنافو د ټولو ائمه او فقهاءو د رأى خلاف دئ؛ دا يوازي د سلفيانو او داعشيانو له مذهب سره مطابقت لري؛ د حكومت او نظام په اړه واضح اسلامي تعريف نه لري، تاسو له فقيرانو ملا متوونكې ماليې په زور او د شريعت خلاف اخلئ، تاسو حتى له كورونو ماليه اخلئ په داسي حال كي چي په اسلامي شريعت كي د غني كور او د استعمال ټول وسائل او اسباب؛ د گاڼې او سورلۍ وسائلو په شمول؛ له زكات معاف دي؛ د اسلام له نظره د مسلمان په مال كي له زكات پرته بل داسي حق نشته چي حكومت ئې د اخستلو حق ولري؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: «لَيْسَ فِي الْمَالِ حَقٌّ سِوَى الزَّكَاةِ». ستاسو د نظام ټول اقتصادي كړني او تصرفات د قرآن او سنت خلاف دي؛ له امريكا هره مياشت درې سوه مليون ډالر اخستل درته د مور شيدې برېښي او په څلورو كتابونو ئې حلال گڼئ؛ په داسي حال كي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايي: «فَإِنَّا لَا نَسْتَعِينُ بِالْمُشْرِكِينَ»: موږ له مشركانو مرسته نه غواړو؛ دغو ډالرو ستاسو خولې داسي بندي كړې چي په هېواد كي هم د امريكا فعال استخباراتي حضور منئ او هم د وطن په فضاء كي ډرون جهازونه؛ د هېواد فضاء په بشپړه توگه د امريكا په اشغال كي ده؛ دومره چي ټام ويسټ كانگريس ته په راپور كي وايي: نن په افغانستان كي زموږ استخباراتي حضور او د تروريزم خلاف جنگ كي له موږ سره د اسلامي امارت ملگرتيا ډېره مضبوطه ده!! او دا له هغي ورځي تر ننه چي ايمن الظواهري ووژل شو!! د امريكا د خارجه وزارت وياند ستا د دې وروستي اقدام په تأييد كي وايي: د بنسټپالو او تروريستانو خلاف د ااا له اقداماتو ملاتړ كوو!! كه تا واقعاً د امريكا خلاف جهاد كړى وي نو مه ئې ډالر اخله، مه ئې ډرون منه، مه د بنسټپالو خلاف جنگ كي د امريكا ملگرتيا كوه، هم د ټام ويسټ خبره رد كړه او هم د ميلر، خو تاسو د ميلر په ځواب كي فقط دومره وويل: موږ د تروريستانو خلاف ښه با تجربه جنگيالي لرو!! ته په فلسطين كي د امريكا جنايات نه شې غندلى او افغانانو ته اجازه نه وركوې چي د مظلومو فلسطينانو په حمايت كي تظاهرات وكړي؛ نو دا تاريخي ننگ خو مه منه چي د امريكا د خوشحالولو لپاره له يوه افغان سره د دښمني لار غوره كړې.
 

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

عمر

محترمه ټول حزبيان بې کوره او بې سر پناه دي، کۀ يؤ حبيب الرحمن بې کوره شو نو څۀ دنيا ورانه شوه؟!

دلاور مجتبی

خبره دی رو رو په داسی الفاظو بدله شوه چی هغه په اصل کی په دی دلالت کوی چی ته د شرعی امیر خلاف یی او دا موجوده نظام نه منی۔ نو بناء یوه خبره د هم د اوریدلو او قابل د قبول نده او نه هم چندانی معنا لری۔ او کوم الفاظ چی ته استعمالوی همدهغه به د مشر سوچ و فکر هم وی۔

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک