No-IMG

د ادب او بي ادبي په اړه قضاوت لپاره يوازې همدا څو دقيقې خبرې کفايت کوي

عبد الله شفق

 

له همدي لهجي ئې معلوميږي چي څومره درناوي او احترام نورو ته لري

د ادب او بي ادبي په اړه  قضاوت لپاره يوازې همدا څو دقيقې خبرې  کفايت کوي.

‏دا زموږ بدبختي ده چي يو شمېر واړه خلک په غټو څوکيو ناست دي  او افغانانو ته د خپل ولس پر ځای د کوم فتح شوي ملت په حيث ګوري.

‏د اصل موضوع وضاحت نشته ځکه چي  وجود نه لري؛ ښکاره او عمدا د عقدې پر اساس د تېر دولت لخوا د يو هوکړه ليک وروسته ورکړل شوي قانوني ځمکه متنازع ځمکه وګرځول شوه او يو سپين ږيری مشر ترې بيدخله شو.

‏ ‏د هفتي  يا  دوو مهلت او د ژمي څخه پسرلي ته صبر کول هيڅ معنا نلري ځکه چي د اسلامي نظام وزير صاحب ته روژه کوم قدر نلري ،  د دې خبرې پروا نشته چي قصداً يو ځمکه متنازع فيه وګرځول شوه خو د مهلت احسان کوي.!!

‏بد بد دي که په اوله ورځ ترسره شي او که مياشت وروسته...!!!.

‏چي د عدل او قانون په رأس کي شخص په دې نه پوهیږي چي سرپرستان  سرپرستي کوي، نه دا چي فيصلې . پخواني قوانين لغوه کول او نوي جوړول د يوې قانون سازی مرجعې کار وي نه دا چي يو شخص يا يو ډله  ئې په خپل ذوق وکړي.

‏له هغه  شخص به افغانان څه ګيله وکړي چي پر دې نه پوهيږي چي تر څو د نوي نظام خدوخال او نوعیت  نه وي معلوم شوې تر هغې يو بیسواده هم دا نه وايي چي فلانې قانون ختم شوې او فلانی نه دی ختم. بلکې وايي تر څو چي نوې نظام جوړيږي تر هغه معطل شوې ..!!!

‏د تېر څخه زده کړه په کار ده ، پرون همدا د نن ورځې خلک چا نه منل خو نن حاکمان دي . سبا الله پوهيږي چي څه به وي.

‏ډير پخواني نظامونه د حزب خلاف ول، تر شا ئې قوي او ستر هېوادونه ول خو هر ځل حزب د ختميدو پر ځای د پخوا څخه لا ښه سر راپورته کړی . حزب د چا  په وړه خوله نه هېرېږي او نه منحل کېږي. ځکه چي  حزب د شوروي پر ضد د جهاد د ملا تیر وه، او  د کونډو ، یتیمانو، شهیدانو او قهرمانانو کور دی .

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

مجاهد طالیب

عدالت که رضالت او خودخواهی. د عدلی د وزارت په غصب شوی چوکی ناست وزیر ته. که ته مسلمان یی او وجدان لری تاته خو دیر شرم دی چی داسی یو امیر چی تول عمر یی د هیواد د ساتنی او د الله ج ددین په ساتنه کی تیر شو د حکومتی کور ثخه وباسی او بیا افتخار هم کوی چی ما عدالت شروع کری. کوم عدالت. همدا حکمتیار او مجاهدین یی ول چی تاسو ته یی پناه او نن دی مقام ته ورسیدی. په خپلی پریکری او ایمان تجدید نظر وکره او جناب حکمتیار صاحب ته باید هغه پخوانی جای بیرته ورکرل شی. ملت خو تاسی نه منی بیا به بربند ، شرمنده او ذلیل شی انشا الله.

بشير احمد حقيار

مونږ پدى نه پوهيږو يوه موقت اداره او دومره غټى فيصله دومره سپک نظر يو ملى قهر مان ته ملت دحزب اسلامى حکمتيا صاحب په رهبرى دوو آبر قدرتونو ته ماتى ورکړه طا لب هميشه اسلامى حزب خلاف استعمال پاتى شوى

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک