فلسطين او د تاريخ د مسخې روايتونه!
تاريخونه همداسې مسخه ليکل کېږي، يو وخت به دا هم ليکل کېږي چې فلسطينيانو د اکتوبر په اومه ترهګريز بريد وکړ ټول په کې 1200 اشغالګران ووژل شول، خو کله چې اشغالګرانو د فلسطين پر مالک ملت بريدونه وکړل نو د 35 زره ښځو، کوچنيانو او زړو انسانانو شهادت په کې د جواز او نه جواز په روايت کې نوسانونه کول.
د تاريخ همدا مقدمه زمونږ د سترګو په وړاندې همدا اوس دغسې سرچپه تشرېح کېږي، رسنۍ، امنيت شورا او لوى ځواکونه همدا جعلي روايت تشهيروي چې ګنې د غ-زې روانه غميزه د اک-توبر له اومې پيل شوې، دا عنادي مغزونه د فلسطين د شخړې دا د پېړۍ قضيه غوټه تېروي او په ډکه ګېډه ارګمي باسي، دوى د تاريخ هغه تاړاکي چپټرونه، د وژنو او ټولوژنو هغه خوني مرحلې او د زمکو د غصب او ملي جبري کډواليو ټول ثبوتونه ژوي او حقيقتونه په ژولې تعبير تحريفوي.
واقعيت دا دى چې د ص-ليبي جګړو تاريخونه او د اسلامي واکمنيو لوى کرکټرونه د محمد بن قاسم په شمول همدغسې تحريف شوي دي. خو د تاريخ دا حقيقت هيڅوک نه شي حذفولى چې د لومړۍ او دويمې نړيوالې ميليونيزې وژنې په اسلام پورې اړه نه لري او د اسلام په ټول څوارلس سوه کلن تاريخ کې دغومره وژنې نه دي شوي.
همدې فلسطين ته د عمر رض لښکرې راغلې او کساتونه په کې غاړې ته ښخ وو، د ص-لاح الدين لښکرو هم د تهذيب استازولي کړې وه.
خو په غ-زه کې قيامتونه دي او بسته ملت په جنوسايد کې ترې تم کېږي، دا پرون چې د اختر لومړۍ وه او د ازادۍ د رهبر درې زامن او درې لمسيان په کې ووژل شول، دا شپږ يې پيل نه دى بلکه دا يې د کورنۍ د شپېتو شهيدانو تسلسل دى، دا نو د اشغالګرانو د بې رحمۍ او قساوت هغه وروستى ناانساني بريد دى چې هغوى په کې د اختر په خوشحاليو کې د وير او ماتم لويې لويې پېښې ويشي، غم دا دى چې په تاريخ کې به د غمونو دا سخي ويشونکي د تمدن سپينې لښکرې او دا مقتول ملت به د ترهګر او وحشي يرغلګرو په ځانګړنو کې ثبتېږي.